په سوله کې د ځوانانو رول

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګل رحمن رحماني

 سوله دالله (ج) د ټولو مخلوقاتو د ژوند او پایښت لپاره تر ټولو مهمه اړتیا ده. د انسانانو په ګډون د هوا مرغان ، دځنګله ځناور او ژوي ، په سمندر کې کبان او ټول ژوندي موجودات سولې، امن او خوندي چاپیریال ته اړتیا لري.

سوله د هغو شرایطو او ما حول په معنی ده چه د همغږۍ په اصولو او سراسري ارامۍ، امن، اجتماعي عدالت او برابرۍ باندې ولاړه ويمشهوره امریکایي لیکواله

 Hellen keller هیلن کیلر وایي سوله او ریښتینولي د شایستګی قېمت لري چې په لوړه سطحه زمونږ توجه جلبوي. دا سکالو زمونږ د ملت د اتحاد، اتفاق او امنیت لپاره ښه ده. موږ ته ښایي د دې الهي پیغام (سولې)لپاره مبارزه وکړو اود هغه په خپرولو او تبلیغ کې زیاته هڅه وکړو.

 د اکسفورډ پوهنتون استاد بنجامین جوټ Benjamin Jewett او د افلاطون د کتاب ژباړن په (غیرتي ژوند) کتاب کې لیکي: د سولې ورځ په ورځ پراخوالی د بشر راتلونکی شاید سعادت او نېکبختۍ ته ورسوي .

سوله د یووالي په معنی ده لکه څرنګه چی تورد سپین / ګرم د یخ / واوره د لمر متضاد دي، همدارنګه د جنګ متضاد هم سوله ده. که چېرته مونږ د ګران هیواد افغانستان تاریخ مطالعه کړو وبه وینو چی ډېری ځوانان ، کونډې ، ماشومان ، سپین ږیری او خویندې په بې رحمانه ډول په یواو بل نوم باندی وژل کېږي او دغه د وژنو لړۍ لا هم جریان لري.

ځوانانو ته ښایي چې د جګړې له لیکوڅخه خپل همزولي راوګرځوي او د تاوتریخوالي پرځای یې سوله ییز او عادي ژوند ته وهڅوي. د الله(ج) په فضل سره اوس زمونږ ډېری ځوانان پر دې پوهېدلي دي چې مونږ چا سره جنګ کوو، هغه هم زمونږ ورونه دي او په کوم هیواد کې چې مونږ ګډوډيجوړو دا زمونږ کور دی .

ځوانان د ټولنې د نفوس ډېره برخه جوړوي، له همدې امله  د ټولنې د چارو پرمخ بېولو کې یې رول او ارزښت زیات دی او د ځوانې انرژۍ لرلو له امله د دوی هڅې د سولې په ګډون په هره برخه کې خورا ارزښتمنې دي، له همدې امله د سوله ییز فکر خورولو، تبلیغولو او دودولو کې  د ځوانانوکار او هلې ځلې خورا مهم رول لريحکومت او مسوولینو ته ښایي چې د ټولنې د امنیت او ثبات د تامین او بنسټي کولو په موخه د ځوانانو له انرژۍ څخه کار واخلي.

د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو تر بل هر چا ځوانانو ډېرې ناخوالې لیدلې دي. ځکه د وسله والو مخالفینو په لیکو کې هم هره ورځ ځوانان وژل کېږي. د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې هم ځوانان دي او په ولس او ټولنه کې هم د ناامنۍ او جنګ له امله ځوانان د فرصتونو په له لاسه ورکولو سره بدمرغه کېږي.

د وسله والو مخالفینو په لیکو کې جنګېدونکي ځوانان د ایډیالوژۍ په اساس نه، بلکې اکثر یې د نورو له لوري د تېراېستلو، بېکارۍ او وزګارتیا له امله له هغوی سره یو ځای شوي دي. د افغانستان حالاتو ته په کتو ډېری ځوانان له بیکارۍ او وزګارتیا څخه ځورېږي او د روان جنګ له امله ورځ تر بلې د بېکارۍ کچه لوړېږي او جنګ ورځ تر بلې ډېرېږي .

ځوانان د سولې د تبلیغولو او سوله ییز فکر خپلولو له لارې کولی شي چې د مخالفو ځوانانو ذهنونه روښانه کړي. هغوی په دې وپوهوي چې له هېواد او ولس سره دښمني او د پردیو د برنامو د پلي کولو په موخه جنګ او ناامني د هیچا په خیر نه ده.

ځوانان په مختلفو ځایونولکه مساجدو، مکاتبو، کلیو، ودونو او پوهنتونونو کې د سولې په ارزښت ، اړتیاوو او ګټوخبرې او بحثونو له لارې خپل افکار او نظریات سره تبادله کړي. دوی  باید په خپلو خبرو کې سوله د اسلام له نظره او د سولې څرنګوالی په اسلامي احکامو کې خلکو ته په مستندو دیني دلایلو سره وړاندې کړي. هغوی ته دا په ډاګه کړي چې سوله یې پر ټولنیز ژوند، چارو، کړو وړو او لاسته راوړنو څه اغېز لري؟

 همدارنګه ډېری ځوانان په پوهنتونونو کې هم سره ویني اوهم یو ځای کېږي. که همدا ځوانان د سولې اړتیا او ګټو باندې سره وغږېږي او خپل ‌‌‌ذهنونه او افکار سره تبادله کړي، بیا له سوله ییز فکر او نظریاتو سره خپلو کلیو ته لاړ شي، ولسونو ته لاړ شي، ښوونځیو ته لاړ شي او هلته د ویناو، شعرونو، ادبي ټوټو، تمثیلي ټوټو، تیاتر، ډرامو او نورو په بڼه د سولې پیغام خلکو ته تبلیغ کړي، نو کولی شي چې مخالف ځوانانو باندې مثبت اغېزولري او له سولې سره د هغوی مینه او لېوالتیا زیاته کړي.

ځوانان باید دا ومني چې افغانستان زموږ نیاکانو په ډېرو سختو شرایطو کې له هر ډول یرغلونو او ناورینونو څخه ساتلی دی او ټول باید په ګډه د هېواد په ثبات، امنیت او ابادولو کې برخه واخلو، ځکه هیواد هم د مور او پلار په شان پر مونږ حق لري چې په ابادولو کې یې خپلې هڅې درېغ نه کړو .