د ښځوحقوق

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

کله چې دعربو په نیمه وچه کې داسلام رڼا خوره شوه ورسره جوخت د ښځو په ژوند کې خورا ډېر بدلون رامینځ ته شو او هغه حقونه چې د جهالت له کبله له ښځو اخیستل شوي وو، هغوی ته بېرته ورکړل شول. له اسلام نه مخکې به ښځې ژوندی خښېدلی، دغه راز یو کس کولای شول ډېرې ښځې په خپل واک کې واخلې.

د اسلام مبارک دین ښځو ته ژوند، حقونه او حیثیت ورکړ، ځکه د اسلام مبارک دین ښځى د نارینه و غوندې د درناوي وړ وبللې او هغوی ته یې فردي ازادۍ او حقونه ورکړل.

ښځه د نارینه په څېر او حتی تر نارینه هم د ټولنې په رغښت او پرمختګ کې مهم رول لري، ځکه ښځې پر خپل فعالیت او رول سربېره د ټولنې لپاره سالم اولادونه روزي. د هغوی ساتنه او پالنه کوي. ښه اخلاق او چلند ور زده کوي. له خپلو پیو سره ماشوم ته د وطن مینه ترزیقوي. د وطنپالنې درسونه ورکوي او لنډه دا چې داسې خادمان د ټولنې د خدمت لپاره روزي چې له برکته یې ټولنه ښه پرمختګ کولی شي.

په ټولنيز ژوند کى ښځه سپکه او بى مقصده هستي نه ده ، ځکه له کوم نفس نه چې نارينه پيدا شوى له همغه نفس نه ښځه پيداشوې ده لکه څنګه چى نارينه د ټولنې يو مهم رکن دى همدارنګه ښځه  هم ده، د انساني ټولنې او معاشرې وجود، بقاء اوتسلسل په دواړو پورې تړل شوى دى، يو پر بل بهتري نه لري، چى د يو وجود مهم اوبل غير مهم شي، خو د دواړو استعدادونه صلاحيتونه او پيدائشي ځانګړتياوې سره فرق کوي، خو د دې فرق سره هم يو پر بل بهتري نه لري، بلکې هر يو بايد د خپلو ځانګړتياوو او صلاحيتونو قدرداني وکړي او کوم ذات، چى دغه صلاحيتونه او ځانګړتياوې ورکړي دي د هغه ذات شکرادا کړي

په اسلام کې اصلاً د نر اوښځي ترمنځ هيڅ فرق نشته کوم عبادات چي پر نر لازمي دي هغه پر ښځه هم دي ولي که ځيني حقوقي يا عبادي فرقونه موجود دي هغه د فطري اختلافاتو په وجه دي لکه پر نار ينه د خپل اهل عيال نفقه فرض شوې، ترڅو د نفقی ګټلو لپاره د کور څخه بهر منډي ترړي ووهي کله داسي وخت هم راشي چي په خپل ولس او سيمه کې کار اوکسب پیدا نه شی نو سړی ليري ملکونو ته د نفقې ګټلو لپاره سفر کوي ، مسافرۍ کوي. ښځې بیا د کور کارونه کوي. د اولادونو روزنه او پالنه کوي او همدارنګه په سوداګرۍ او د ټولنې په نورو برخو کې هم فعال رول اخیستلی  او د ټولنې د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مرسته کولی شي.

الله (ج) په قرانکریم کې داسی فرمایلی دی ( و عاشروهن بالمعروف فان کرهتموهن فعسی ان تکرهو شّیا و یجهل الله فیه خیر کثیراّ )  النساء.۱ 
ژباړه : له خپلو ښځو سره په ښه توګه چلند وکړئ او که هغوې نه مو بد راتلل ځکه ښایی له هغه څه څخه چې ستاسی بد راځی خدای تعالی ستاسو د خوښۍ او نېکمرغی په همغه کی نغښتی وی .
رسول اکرم (ص) په دی اړه داسی فرمایلی دی ( خیرکم خیرکم لاهله و انا خیرکم الاهلی) ژباړه : غوره له تاسو څخه هغه څوک دی چې له میرمنو سره ښه چلند ولری او زه د فامیل په اړه په ښه چلند کې تر تاسو ټولو غوره یم .

سره له دې چې د اسلام مبارک دین موږ ته له ښځو سره د ښه چلند او د هغوی حیثیت او حقونو ته د درناوي او پرځای کولو سپارښتنه کوي، مګر بیا هم ځینې خلک او کورنۍ له ښځو سره توند چلند کوي. د جینی په پرتله هلک ته ډیر خوشحالیږی خو بیا  حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د جینی د پاللو لپاره داسی وایی ، کوم سړی چې د درېو لوڼو یا دریو خویندو پالنه وکړه ،هغوی ته يې ضروري ښوونه او روزنه زده کړه او په مهربانییې چلند ورسره وکړ آن تر دی چه الله تعالی هغوی بی نېازه کړي ( د واده تر وخته پورې ) ،نو د داسې سړی لپاره الله تعالی جنت واجب کړ،پر دی خبرو ېو سړی ووېل: که دوی وي نو نبی صلی الله علېه وسلم وفرمايل : دوه نجونو د پالنی همدا بدله ده. حضرت ابن عباس رضی الله عنه فرمايې که خلکو د ېوی نجلی په اړه پوښتنه کړی وای نو نبی صلی الله علېه وسلم همدا زېری ورکاوه.(مشکوه).

موږ ټولو ته ښایي چې د خپلو اولادونو، کورنیو، ټولنې او هېواد د خدمت او ښه راتلونکي لپاره د ښځو رول ته درناوی ولرو او هغوی ته په هغو برخو کې چې دوی غواړي کار وکړي او وړتیا یې لري د کار کولو زمینه او اسانتیاوې رامنځته کړو، ټر څو موږ کورنۍ او ټولنه زموږ او ښځو د ګډو هڅو له برکته د پرمختګ هسکو پوړیو ته ورسېږي.