د نشه یي توکو د مخنیوي اساسي چاره

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

په تېرو اولسو کالو کې موږ ولیدل چې نشه یي توکي په برنامو، پالیسیو، ستراتیژیو، پروژو، تهدیدونو، ګواښونو او اخطارونو سره نه یوازې کم نشول، بلکې کال په کال زیات شول، دومره زیات شول چې له امله یې ځینې سیمې ناامنه شوې، جنګ هم ورسره تود شو او هم ورسره وغځېده او تر ټولو بده لا دا چې د نشه یي توکو تولید افغانستان ته د نړۍ په کچه د پوزې پېزوان وګرځېد

.

د نشه یي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي لپاره اساسي چاره پکار ده. اساسي چاره هغه مهال کېدلی شي چې دقیق ارقام موجود وي، نو په لومړي سر کې باید د هېواد په کچه د نشه یي توکو د کښت سیمې مشخصې شي او دا وکتل شي چې څومره نشه یي توکي د هېواد په کوم ولایت کې کرل کېږي.

کله چې معلومات راټول شول، نو بیا دې په دویم قدم کې دا وارزول شي چې په یادو ولایتونو او سیمو کې نشه یي توکي د کوم مجبوریت په اساس کرل کېږي، ځکه د ځینو سیمو بزګر د ځمکو د کموالي او یا د اوبو د نشتوالي پلمه کوي. په ځینو سیمو کې د وسله والو ډلو له لوري خلک په لوی لاس دې ته اړ اېستل کېږي چې نشه یي توکي وکري.

له دغه تشخیص وروسته دې حکومت په دوه جلا برنامو کار وکړي، هغوی چې د مجبوریت په اساس نشه یي توکي کري، نو هغوی ته دې پر بدیل معیشت فکر وشي او داسې اسانتیاوې دې بزګرو ته برابرې کړي چې هم زیاتې ځمکې ابادې کړي، هم دې د اوبو لګولو سیستمونه ورته ورغاول شي، هم دې اصلاح شوي تخمونه او لنډمهالي پورونه ورکړي او هم دې د هغوی پیداوار او کرنیزو محصولاتو ته بازارونه پیدا شي، تر څو خپل محصولات په ښه بیه وپلوري او بزګرو ته زیاته ګټه ورشي.

دویم پلان کې دې هغه سیمې چې د مخالفینو لاس کې دي او یا چېرې چې وسله وال په لوی لاس خلک د نشه یي توکو کرلو ته مجبوروي هلته دې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مټ نظامي عملیات ترسره شي. وسله والې ډلې دې له هغو سیمو وشړل شي او داسې دې وځپل شي چې بیا زموږ بزګرو ته ګواښ ونشي کړای او نه هم په لوی لاس هغوی د نشه یي توکو کښت ته اړ کړای شي.

د دې ترڅنګ دې حکومت د نشه یي توکو د پروسس لوی کارخانې له منځه یوسي. هغه کسان چې د حکومت له منځ څخه په دې کې لاس لري، د یو منظم پلان له مخې دې اول منع کړي او که نه منع کېږي، نو دویم قدم کې دې مجازات شي.

د دې ترڅنګ دې د نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې حکومت خپل قوانین او مجازات سخت کړي او له هر ډول مراعت پرته دې اقدامات وکړي، څومره چې د حکومت اجرات قاطع او پرېکنده وي، نو همغومره ورسره د نشه یي توکو د کښت او قاچاق په مخنیوي کې مرسته کېدلی شي.

همدارنګه دې د سیمې هېوادونو سره په دې برخه کې مذاکرات وشي او داسې تفاهم دې رامنځته شي چې د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې باید استخباراتي معلومات سره شریک شي او حتی د اړتیا پرمهال دې ګډ نظامي عملیات پلان  شي، تر څو قاچاقبران د هېوادونو په سرحدونو کې د تګ راتګ پرمهال ځانونه خوندي حس نه کړي او وېره یې په زړه کې ولوېږي.

لنډه دا چې د هېواد په کچه او د سیمې د هېوادونو په کچه چې څومره جدي، عملي او دقیق پلانونه او برنامې ترتیب او تطبیق شي، نو همغومره د نشه یي توکو کښت او قاچاق ورسره کمېدلی او کنټرولېدلی شي.