ولس دې د اصلاحاتو ملاتړ او همکاري وکړي

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی
ولس له خپل قوت، ظرفیت او نفوذ څخه په مشروع او موثر ډول د نظام د پیاوړتیا او د قانون د حاکمیت لپاره کار وکړي. د اصلاحاتو په برخه کې د ولس همغږي او همکاري د امنیت او ثبات ټینګښت ته اساسي لاره او زمینه برابروي

.

ثبات د وسلې او ځواکونو په زور نه راځي، ثبات د ډاډ او باور له فضا څخه د ولس له منځه راځي، نو هیله ده چې ولسونه په ځانګړي ډول مشران، متنفذین، علما، ځوانان، مېرمنې، مدني فعالان، رسنۍ او نور د حکومت د اصلاحاتو د پروګرام ټینګ او عملي ملاتړ وکړي. عملي په دې مانا چې چېرې فساد ویني، نو خپله دې لاس پکار شي او څومره چې ولس د فساد پر وړاندې حساس وي، نو همغومره ورسره مفسد د خطر او وېرې احساس کوي.

حکومت په دې وروستیو کې د فساد ضد مبارزه او د اصلاحاتو بهیر له امنیتي او دفاعي ځواکونو او بنسټونو څخه پیل او کرار کرار یې عدلي او قضایي ارګانونو ته وغځاوه، خصوصاً په ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو بهیر په ښه توګه تطبیق شو، مګر لا هم زموږ ویاړلي او زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه د فساد له ځینو مواردو څخه ځورېږي او باور دی چې مسوولین او ولس به په ګډه همکارۍ او همغږۍ په دې برخه کې شته فساد له منځه یوسي.

د فساد پر ضد مبارزه په هر ځای او هره اداره کې جدي پکار ده، خو په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې د دغې بدې پدیدې جرړې باید له دې امله واېستل شي چې د هېواد ثبات او امنیت د سرتېرو په نبض او وضعیت پورې اړه لري، که چېرې خدای مکړه دوی د فساد او نورو ناخوالو له امله په ښه وضعیت کې قرار ونه لري، نو د دې زیان به نه یوازې دوی، بلکې موږ ټول وګالو، ځکه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو کچې د لوړېدو ترڅنګ به ملت هم د ډېرو بدو پېښو شاهد او قرباني وي.

ولسونو او مسوولینو ته ښایي چې د هېواد دغو صادقو بچیانو ته د ډاډ او اعتماد فضا برابره کړي. دوی باید دا وېره او اندېښنه ونه لري چې د دوی حقونه او امتیازات د مفسدینو له لوری حیف او میل کېږي، تر څو په ډاډه زړه د هېواد دفاع، د خلکو ساتنې او د قانون حاکمیت ته توجه وکړي.

امنیتي او دفاعي ځواکونه باید له فساد پاک او له وړو سیاستونو خوندي وي، ځکه چې واړه سیاستونه که خدای مکړه په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې وپالل شي، نو دا د دوی د وېش او پاشل کېدو لامل کېږي او موږ د ډاکټر نجیب د نظام له سقوط وروسته په هېواد کې د امنیتي ځواکونو د پاشل کېدو بې خوندي ولیده.

په نننیو سختو او جنګي شرایطو کې چې هېواد د دښمن او تروریستانو له تهدید او خطر سره مخ دی، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه باید تر بل هر وخت زیات مسلکي او یو موټی واوسي. د ولس لوی غوښتنه او وړاندیزونه د امنیتي او دفاعي بنسټونو په لیکو کې اصلاح  او د دوی پیاوړتیا ده.