که تذکره ونه لرو ایا د هېواد اتباع پېژند کېدای شو؟

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نن د ۲۰۱۸ کال د مۍ په درېیمه د افغانستان ولسمشر اشرف غني او نورو جیګپوړو دولتي چارواکو د افغان تابعیت پېژندپاڼه (تذکره) واخیسته او په هېواد کې د الکترونیکي پېژندپاڼو ویش په رسمي توګه پیل شو. الکترونیکي پېژندپاڼې چې ویش يي باید له ننه ډېر پخوا پیل شوی وای، هېواد کې د ټاکلو کړیو او چارواکو چې اړېکې او پېژند يي له افغانانو پټ نه دی، د سرزورۍ او مخالفت په لامل تر ننه ځنډېدلې وې!

پوښتنه دا ده که د تابعیت تذکره ونه لرو، ایا د افغانستان اتباع پېژند کېدای شو او ځان دې هېواد سره تړلی او خواخوږی ګڼلای شو؟

که چیری تابعیت، د تذکرې په مټ روښانه نه شي ایا د هېواد د اساسي قانون د ښېګڼو برخمن کېدای شو او همدارنګه د هېواد او هېوادوالو په وړاندې د خپلو وجایبو او مسولیتونو څخه خبرېدای شو؟

که چیري په لویلاس او د پریو په لمسونه، نه غواړو د تابعیت تذکره واخلو، ایا په دې صورت کې د هېواد د اساسي قاون له مخې یاغي او باغي نه ګڼل کیږو؟

په دغه ټولو برخو کې اساسي قانون صراحت لري او چا ته د سرغړونې ځای او پلمه نه پاتیږي!

د ولسمشر او نورو دولتي چارواکو دا اقدام که څه هم په ځنډ پيل شو، خو بیا هم پیل يي د افغانانو د پراخ ملاتړ سره مخ شو او په دې لړ کې د افغانانو پراخې هڅې او د ولسمشر تدبیر او زغم د پوهېدو او ستاینې وړ دي.

د تابعیت پېژندپاڼو د ویش په تړاو ولسمشر په خپل فیسبوک لیکلي:« زه نن په ډېر ویاړ او په څو مهمو دلیلونو د افغان تابعیت تذکره اخلم:

ــ تذکره ځکه اخلم چې زه امنیت غواړم. په ګاونډ کې د خپل او پردي معلومول زموږ د کلتور د شفافیت برخه ده. مهاجرت، د نفوسو زیاتوالي او جنګي ډلو دا شفافیت متضرر کړی، اوس بې مسؤولیته وګړي په اسانه زموږ او تاسې ټولنې ته نفوذ کوي او په موږ کې ځان پټوي. تذکره به د معصومو افغانانو په منځ کې د مجرمانو د پټېدلو مخه ونیسي.

ــ تذکره ځکه اخلم چې زه اقتصادي رفا غواړم. په اقتصاد کې پلانجوړونه د معلوماتو پر اساس کېږي، په یوه ملي ټولنه کې باید د هر وګړي عمر، جنسیت او موقعیت معلوم وي چې هر وګړي ته د هغه د غوښتنو او ضرورتونو پر اساس، د هغه تر درشله پورې اقتصادي خدمات ورسېږي.

ــ تذکره ځکه اخلم چې زه عدالت او ټولنیز حقونه غواړم. زه به عدالت او ټولنیز حقوق هغه وخت ترلاسه کړای شم چې په ټولنه کې زما شتون، هویت او موقعیت تشخیص وي او زه او ټولنه مې د هغو پر اساس د یوه او بل حقونه او وجایب وپېژنو.

زه د خپلې تذکرې په اخیستلو، د هېواد د ښې راتلونکي لپاره، دا لوی ملي پروګرام پیلوم او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له هر افغان وګړي غوښتنه کوم چې تذکره واخلي او د دې مهمې ملي پروسې ملاتړ وکړي،.BBC

ولسمشر غني د تابعیت پېژندپاڼو په پیلغونډه کې دا هم ویلي«باید پوه شو چې څوک افغان دی»، باید بلاخره د افغان او د بل هېواد د وګړو ترمنځ پېژندپاڼه، افغانان په لاس کې ولري او په دې برخه کې سیاسي مصلحت او د څو تنو وطن پلورونکو بولالو ته د پای ټکی ایښودل اړین ول!

باید یو ځل بیا یاده کړو، د تابعیت تذکرو د ویش په وړاندې د ټاکلو کړیو څو کلونه پرلپسې خنډونه، نور افغانانو ته د زغم وړ نه ول.

د خندا وړ داده عبدالله عبدالله چې ځان د افغانستان اجراییه مشر بولي، خو په تذکره يي شرمیږي، د تابعیت د تذکرو ویش پیلغونډه کې يي ګډون ونه کړ او د الکترونیکي تذکرو په وړاندې يي د تل پشان د «نه منم» لار ونېوله!

نوموړي (عبدالله) په سپيدارماڼۍ کې خبري کنفرانس ته دا هم ویلی چې د الکترونیکي تذکرو ویش نامشروع دی او هغه هم په دې دلیل چې د افغانانو هیلو او غوښتنو ته پکې پام نه دی شوی. خو د عبدالله پرته، د دولت ټول جیګپوړي چارواکي په غونډه کې سوب ول او ټول خورا خوښ ول او هیچا سره د نامشروع والي پوښتنه اصلآ نه وه پیدا!

په دې خبرې کنفرانس کې عبدالله عبدالله یو شمېر نورې ولس تېرییستونکي او بې سروټه څرګندونې کړې چې مهمې يي دا دی:

- توزیع تذکره بدون توافق و تفاهم رهبری حکومت و مردم گرفته شده و فاقد مشروعیت می‌باشد و من در این پروسه شریک نیستم.

ــ با عوام ‌فریبی، دروغ‌ گویی و بازی با افکار عمومی راه به جایی نخواهیم برد.

ـــ تأخیر در آغاز پروسۀ اصلاحات انتخاباتی و در نظرنگرفتن خواست و مطالبۀ احزاب، به معنای نبود التزام به توافق نامۀ سیاسی تشکیل حکومت وحدت ملی می‌باشد. کسی نیست که امروز جواب بدهد چرا اصلاحات انتخاباتی با تأخیر آغاز شد.
ـــ اولویت مردم تأمین امنیت، مبارزه با فساد، کاهش فقر و بیکاری، انتخابات و صلح است، نه ایجاد تفرقه‌، پراکندگی و خلق بحران اجتماعی و ملی.

ــ در شرایطی‌که جمع بزرگی از مردم تذکره گرفته نمی‌توانند، جمع دیگر را به تفرقه و اختلاف کشاندن، هیچ هدفی را برآورده ساخته نمی‌تواند. در شرایط فعلی ما به وحدت و یکپارچگی ضرورت داریم نه به اختلاف و نفاق ملی.

ــ همواره در تصامیم و عملکردهایم، منافع افغانستان، خواست مردم و ثبات سیاسی را اولویت داده‌ام، افغان پيپر»

عبدالله چې د « تأمین امنیت، مبارزه با فساد، کاهش فقر و بیکاری، انتخابات و صلح » په اړه غوړې خبرې کوي، په حقیقت کې په « ایجاد تفرقه‌، پراکندگی و خلق بحران اجتماعی و ملی» کې برلاس لري.

عبدالله عبدالله چې وايي« همواره در تصامیم و عملکردها، منافع افغانستان، خواست مردم و ثبات سیاسی را اولویت دا ده ایم» برعکس، تر دې ښکلو جملو لاندې يي افغانان تل تېرییستي چې نور پرې څوک نه غولیږي!

عبدالله عبدالله په دې خبرو کې د نورو پر ځای، د ځان او خپلې ډلې په اړه ریښتیا وايی: « با عوام ‌فریبی، دروغ‌ گویی و بازی با افکار عمومی راه به جایی نخواهیم برد.»

که د الکترونیکي تذکرو د ویش په اړه، په یوه ځغلنده کتنه کې د ولسمشرغني پیغام او د عبدالله عبدالله څرګندونې پرتله کړو، ولسمشر په هېواد کې د تذکرو په ویش سره امنیت، اقتصادي رفا، عدالت او د ټولنیزو حقونو پیغام لیږدوي خو اجراییه رییس د الکترونیکي تذکرو د ویش په وړاندې خپلو خنډونو ته په دوام د څو لنډه غرو هیلو او ګټو لپاره هېواد کې ملي نفاق، بې امنیتۍ، ګډوډۍ، او جګړې ته لار هواره ساتي!

د ۲۰۱۸ کال د مۍ ۳ مه

سرلوڅ مرادزی