برېښنایي تذکره هم ویاړ هم اړتیا

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

په افغانستان کې د کاغذي تذکرو د وېش لومړنی ویاړ که د هېواد د خپلواکۍ ګټونکي غازي امان الله خان ته ورګرځي، مګر د برېښنایي تذکرو د وېش ویاړ د جمهور رئیس محمد اشرف غني دی چې د ډېرو ستونزو، خنډونو، مخالفتونو او کشمکشونو باوجود یې د اساسي قانون د حکم په رڼا کې دا جرئت وکړ چې د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ رسماً پیل کړي

.

په افغانستان کې د څلوېښت کلن بحران پرمهال وضعیت او شرایط داسې راغلل چې له بده مرغه یو شمېر خلک حتی سیاسیون د افغانستان د دښمنانو او د پردیو د لاسونو په الو او لاس پوڅو بدل شوي. د افغانستان دښمنانو د دوی له لارې خپلې شومې او افغان دښمنه برنامې په افغانستان کې تطبیقوي، له همدې امله ځینو د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ د ودرولو او مخنیوي په موخه د خپل مخالفت غږ پورته کړ، دغه مخالفت داخلي، نه بلکې بهرنۍ او پردۍ انګېزه لري. د افغانستان عظیم ملت په هیڅ مانا د برېښنایي تذکرو د وېش نه یوازې مخالف نه دی، بلکې جدي غوښتونکی یې دی او غواړي چې ژر تر ژره دغه تذکرې ترلاسه کړي.

د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ پر وړاندې د څو محدودو کسانو مخالفت په ټوله مانا بې قانونه، بې دلیله او بې منطقه و. ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې په ده چوپان کې جګړه روانه ده، ماشومان خوارځواکي او ولس بې وزله دی او همداسې ځینې نور کمزوري دلایل یې د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ د ودرولو لپاره وتراشل، مګر برېښنایي تذکرې د جنګ په شدت نه، بلکې د جنګ په ودرولو کې مرسته کوي، ځکه موږ او تاسو وینو چې ډېرو خلکو د افغان هویت کاغذي تذکرې اخیستي دي او له همدغو تذکرو څخه په استفادې افغانستان او ښارونو ته ازادانه تګ راتګ کوي، بېلابېل جرمونه او جنایتونه ترسره کوي.

همدارنګه موږ ولیدل چې یو کس په څو نومونو د څو ولایتونو بېلابېلې تذکرې اخیستې دي او له هغو څخه په استفادې له غلا، اختتافونو او نورو ناوړه کارونو څخه مخ نه اړوي.

حتی په بهرنیو هېوادونو کې ولیدل شول چې ډېرو ایرانیانو او پاکستانیانو د افغان هویت تذکرې اخیستي او هلته یې جرمونه ترسره کړي، بدنامي یې افغان او افغانستان ته ور تر غاړې شوې، مګر کله چې دقیقه څېړنه شوې، نو لیدل شوي هغوی اصلاً پاکستانی یا ایرانی دی، مګر د افغان په نوم یې جعلي تذکرې اخیستي ، نو دغو ټولو بدو پېښو ته په کتو د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ د هویت، ویاړ ترڅنګ یوه مهمه اړتیا ده.

د برېښنایي تذکرو د وېش ښېګڼه داده چېمعلومات په اساسي توګه بې له تقلب نه او بې له مداخلې ټولېږي او د هر افغان هویت تثبیتېږيبله دا چې  افغانستان به د حکومتدارۍ، اقتصاد، ودې او مخصوصاً د خدماتو له نظره ۲۱مې  پېړۍ ته راشي. لکه جمهور رئیس چې د دغې پروسې د رسمي پیل په مراسمو کې وویل، ”ترهګران، دهشت ګران له تقلبي تذکرو نه استفاده کوي او دا زموږ د ټولو وګړو امنیت په خطر کې اچوي او د ځان او مال ساتل د ټولو افغانانو، د ټولو وطنوالو، د دولت بنیادي وظیفه ده، نو دا باید انجام شي. 

مانا دا چې برېښنایي تذکرې د جرمونو، فساد، جعل او نورو جنایتونو په مخنیوي کې د مرستې ترڅنګ د شفافیت، ښې حکومتولۍ او مدیریت په برخه کې پام وړ رول او ارزښت لري، نو له همدې امله د هېواد په اوسنیو شرایطو کې د برېښنایي تذکرو لرل د ویاړ تر څنګ یوه مهمه اړتیا هم ده.