د اصلاحاتوبهیر دې چټک او پیاوړی شي

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

افغان ولسمشر محمداشرف غني ان د ولسمشریزو انتخاباتو د کمپاینونو پرمهال  په اصلاحاتو همیش ټینګار کاوه، کله چی ولسمشر شو لومړی یې په ارګ کې اصلاحات راوستل او هغه اشخاص چی په ارګ کې یې ډېر وخت تېر کړی و او موجودیت یې د دولت لپاره موثر نه تمامېده، نو هغوی یې  له دندې لرې کړل. د دوی پر ځای یې تکړه او مسلکي ځوانان راوستل او په مختلفو برخو کې یې د لیاقت ، استعداد او شایسته سالاری په اساس اشخاص په مختلفو برخو کې استخدام کړل. مګر د اصلاحاتو

دغه لړۍ یوازې تر اګر محدوده پاتې نشوه، بلکې بېلابېلو ادارو ته وغځېده.

همدارنګه یې د کابینې او والیانو په برخه کې هم تغیرات راوړل اود شایسته سالارۍ، خدمت او صداقت په اساس یې نوي کسان او نسبتاً ځوانان معرفي کړل. له نویو وزیرانو څخه یې سل ورځني پروګرامونه وغوښتل. د دې ترڅنګ یې د قراردادونو شفافیت ته پام زیات کړ او په همدې موخه یې د ملي تدارکاتو کمیسیون ایجاد کړ چې مشري یې په خپله ولسمشر غني کوله.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون یې تر پخوا فعال او شفاف کړ او د ټولو دولتي ادارو د مامورینو د استخدام صلاحیت یې دغه کمیسیون ته وسپاره.  په دویم قدم کی یي اعلان وکړ چی بعد لدې هیڅ اداره په خپل سر د کسانو د استخدام صلاحیت نه لري، بلکې دا پروسه به د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون له لوري بشپړېږي.

تر دې دمخه په افغان دولت باندی تل انتقادونه ول چی په حکومت کېاصلاحات نشي راوستی او په حکومت کی په نوم جنرالان بې شمېره موجود دي او په جګړه کې تل پاتې راغلی دی د همدی له وجی افغان دولت ۱۶۵جنرالان برطرفه کړل چی د دی اقدام په ترسره کول سره افغانان له حکومت نه ډېر راضي او خوشحاله شول  او د همدې ادارې له لوري د افغانستان د مختلفو ولسوالیو لپاره د ازاد رقابت له لارې امتحان واخیستل شو چې په پایله کې یې د هرې ولسوالۍ لپاره درې اشخاص د دې ادارې له لوري انتخاب شول او رئیس جمهور ته ولېږل شول او رئیس جمهور به له دې دریو اشخاصو نه یو شخص د تقریري امتحان نه بعد د ولسوال په توګه ګماري .

ملي دفاع وزارت کې اصلاحات راغلل او د کورنیو چارو وزارت کې هم د اصلاحاتو لړۍ دوام لري او همدارنګه په عدلي او قضایي ارګانونو کې پام وړ تغیرات او اصلاحات راغلي دي. د دې ترڅنګ د کابل امنیتي حوزو امرین تبدیل او پر ځای یې د ازاد رقابت له لارې وړ او مسلکي ځوانان استخدام شول، ګڼ ولسوالان هم د اصلاحاتو بهیر کې د رقابت له لارې مقرر شوي دي. د کورنیوچارو وزارت او د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون تر منځ یو تفاهم لیک لاسلیک شو چی له مخی یي په کورنیو چارو وزارت کی د ملکی کولو او د ملکی ظرفیتونو د جذب ظرفیت د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د خپلواک کمیسیون له  مخی د ازاد رقابت له لاری وړ اشخاص په دنده ګمارل کیږی .

د پوهنی وزارت باندی نیوکه وه چی هغه اشخاص چی له دولسم ټولګی فارغ شی د ښوونکی دنده پر مخ وړی او ځینی اشخاص د روابطو پر اساس د ښوونکی دنده پر مخ وړی چی له مخی یي د پوهنی سرپرست وزیر (ډاکټر محمد ابراهیم شینواری) وویل چی زه به د پوهنی په وزارت کی اساسی اصلاحاتو راوستو کوشش وکړم چی له مخی لمړی یي ۹۰۰۰ د ښوونکو بستونه د ټول افغانستان لپاره د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون له لاری اعلان کړل چی د امتحان لړی یي لا هم ولایت په ولایت جریان لری.

د تېرو څلوېښتو کالو په موده کې په هېواد کې سیستم دومره ککړ او فاسد شوی دی چې پاکوالی او اصلاح کول به یې وخت ونیسي او اوس دغه هیله مندي ځکه زیاته شوې چې په دې تېرو درې کالو کې په دې برخه کې سیاسي اراده رامنځته شوې او د همدغې ژمنتیا او ارادې په اساس د اصلاحاتو بهیر روان دی، مګر د ولسونو په همکارۍ او مرسته دغه بهیر لا چټکېدلی او موثر کېدلی شي.