د بهرنیو سریالونو بدې اغېزې

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

له ۲۰۰۱ کال وروسته چې په هېواد کې سیاسي تحولات رامنځته شول،  د نوی دولت په جوړېدو سره په افغانستان کی په مختلفو برخو کې پیشرفت او تحولات رامنځته شول، ځکه نړیوالو په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړې، خپلې تجربې یې شریکې کړې، خپل تخنیکي کسان یې د همکارۍ لپاره را واستول او د دوی په همکارۍ افغانانو په مختلفو برخو کی کار شروع کړ چې یوه یې هم د رسنیو برخه وه

.

د رسنیو دنده خلکو ته معلومات ورکول، تفریح برابرول ، ښوونه او روزنه ورکول دي په همدې موخه په لږ وخت کې په بهرنیو امکاناتو ګڼې چاپي، غږیزې او تصویروي رسنۍ رامنځته شوې. رسنۍ زیاتې شوې، خو د رسنیو په برخه کې خاص ظرفیت نه و او نه هم د ظرفیت جوړولو برخې ته هغسې چې ښاېدله پام وشو، ځکه نو اکثره رسنیو تیار فلمونه، سریالونه او نورې خپرونې له کوم تفکیک، ارزونې او سانسور پرته خپرولې او معلومدار دغو سریالونو پردی محیط، بهرنی چاپیریال، ژوند او کلتور تبلیغاوه او لا یې هم تبلیغوي.

که چیرته د کوم هیواد لپاره ډرامه یا سریال جوړیږی نو ضروری ه چی د هغی ټولنی ټول اصول او رواجونه ، دین او مذهب ، نیمګړتیاوی او پرمختګونه په پام کی باید ونیسی که چیری د خپلی ټولنی لپاره داسی ډرامه یا سریال جوړیږی چی په هغه کی د خپلی ټولنی اصول او کردارونه په پام کی نه وی نیول شوی نو ټولنه بلی خوا ته بیا یي او د ګټې پر ځای ټولنه د زیان خوا ته بیا یي .

زمونږ هیواد چی تازه له جګړو راوتی او پیشرفت او ترقۍ ته نوی داخل شوی و، خو متاسفانه زمونږ هیوادوال لا هم پری نه پوهېږی چی کوم ښه سریال ده او کوم بد سریال ده ، کوم سریال زمونږ کلتور سره برابر راځي او کوم سریال زمونږ له کلتور سره برابر نه راځي ، کوم سریال زمونږ پر مغزو بد اغیز کوی او کوم زمونږ پر اعصابو ښه اغیز کوی ، کوم سریال افراطیت خپروی او کوم سریال افراطیت له منځه وړی ، کوم سریال خلکو ته د تعلیم په برخه کی روزنه ورکوی او کوم سریال خلکو ته د اسلحی او جنګ روزنه ورکوی .

زمونږ رسنیو دی برخی ته ونه کتل او یا هم نه ګوري یا یې د ځینو پردیو هیوادونو په اشاره باندې او یا هم د ځینو شخصي عقدو له نظره افغاني رسنیو داسې څه خپاره کړل او لا یې هم خپروي چې له ګټې یې معلومدار تاوان زیات دی. رسنۍ دا کار د څو لاملونو له مخې کوي، یو خو دا چې تیار، اسانه او ارزانه مواد رااخلي او خپروي یې، بله داده چې دوی ظرفیت نه لري او همدارنګه دوی له دې څخه د مارکېټېنګ او یوازې د پیسو د ترلاسه کولو او د کتونکو د پیداکولو لپاره ګټه اخلي.

په افغانی رسنیو کی هندي او ترکي سریالونه زیات خپرېږي.  دغه سریالونه د کورنیو پر ژوند او خصوصاپه مېرمنو او ماشومانو داسې بدې اغېز لري چې له امله یې د دوی ژوند متضرر کېږي. ماشومان بې بندوبارۍ او افراطیت ته هڅوي، له خپل کلتور یې لیرې کوي، د پردیتوب یا د کمترۍ احساس ورکوي، نو د دې لپاره حتمي ده چې د رسنیو مسوولین دې برخې ته پام وکړي او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په لویه کې حکومت دې د دغو سریالونو په اړه رسنیو ته لازمه او قانوني توصیه وکړه او که یې چاره ونشي، نو باور دی چې په ټولنه کې به د ځوانانو د انحراف او بې بندوبارۍ لامل شي چې اغېزې او تاوانونه یې ټولو خلکو او ټولنې ته متوجه دي.