د فساد پر وړاندې معافیت ځورونکی دی

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

د جنګ له کلونو دمخه فساد عیب و، له مفسد به خلکو کرکه کوله، اړیکې یې ورسره پرې کولې، په بده او سپکه سترګه به یې ورته کتل، مفسد به هم ځان کم ګاڼه، د خجالت احساس به یې کاوه. په ټولنه کې یې ځان حقیر احساساوه، له همدې امله نه چا په اسانه فساد ته زړه ښه کاوه او نه هم مفسد خلکو سره د مخامخېدو جرئت درلود

.

مګر له بده مرغه اوس خبره برعکس شوې ده، اوس فساد په کسب بدل شوی او مفسد په کسبګر. اوس مفسد د پرون غوندې په ټولنه کې منفور نه دی، اوس مفسد ته درناوی کېږي، اړیکې ورسره پالل کېږي او که ټول نه وي، نو نیمایي د محل خلک خو حتماً ورته لاس په نامه ولاړ دي، ځکه مفسد موټر لري، وسله لري، بنګله لري، ټوپکمار، دېره او ډوډۍ لري.

اوس مفسد د کلي مشر دی، وکیل دی، نماینده دی، جرګه مار دی، واکدار دی. اوس د کلي په ښه او بده کې تر ټولو دمخه مفسد پوښتل کېږي. مفسد یوازې دا نه دی چې غلا یې کړې وي، مفسد یوازې هغه هم نه دی چې اختلاس یې کړی وي. مفسد هغه دی چې له خپلې دندې، موقف او نوم څخه ناوړه ګټه اخلي. مفسد هغه دی چې قانون ته غاړه نه ږدي، خلکو ته په کمه سترګه ګوري، اصول او ارزښتونه نه مني، د خلکو د تېراېستلو، ځورولو او وېرولو هڅه کوي. په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د دې هڅه کوي چې خلک تر خپل اغېز لاندې وساتي.

دا نو که چارواکی وي، که وکیل وي، که ملک وي، که مامور وي، که ډاکټر وي او که بله هره بلا وي، خو چې اخلاق، اعمال او کردار یې سم نه وي هغه مفسد دی. که له فساد او مفسد سره مبارزه ونشي، نو باور دی چې ټولنه به بې لارې کړي. کله چې ضوابط تر پښو لاندې شول او کله چې روابطو ته پر ضوابطو ارزښت ورکړل شو په دې پوه شوه دلته فساد موجود دی او هر څوک چې دا کار کوي هغه مفسد دی.

نا اهله ته د کار سپارل دا په خپله فساد دی او موږ په حکومت کې ګورو چې د یوې خاص ډلې په سهم کې اکثره معرفي شوي کسان همداسې دي، نه په کار پوهېږي، نه ظرفیت لري، نه ښه چلند کوي، نه د وطن ، خلکو، ملي ګټو او ملي ارزښتونو په کیسه کې دي او نه هم ورسپارل شوې دنده په ښه توګه ترسره کوي، د دغه وړ افرادو او اشخاصو پر وړاندې معافیت او بې تفاوتي نور په خپله جنایت دی، جرم دی، خیانت دی.

نوره نو له فساد او مفسد سره مخه ښه پکار ده، نور باید د هېواد په روان وضعیت اساسي فکر وشي او د خپلو خلکو په حالت واقعاً زړخوږی وشي او له دغه حالت څخه د وتلو په اساسي لارو چارو غور وشي، نور نو موږ باید له ګدایۍ را وګرځو او په خپلو پښو ودرېږو، نور نو ظلم دی چې د شل یا سل مفسدو له لاسه دې وطن او ولس دغسې د مرګ او ژوند تر بریده په نهارې ګوزاره وکړي، نور باید د ویښ، هوښیار او بیدار ولس په توګه اقدام وشي، اساسي اقدام ، داسې اقدام چې مفسد د پرون غوندې د وېرې احساس وکړي، د شرم او خجالت احساس وکړي او د خلکو پر وړاندې سرکوزی وي، نور باید مفسد واکدار نه، بلکې مجرم وي او د مجرم په څېر چلند ورسره وشي.