خپلې رایې ته معیار وټاکئ

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

ټاکنې په افغانستان کې نوې تجربه ده، ځکه تراوسه دوه دورې د ولسي جرګې او دوه دورې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې دي، چې دریمه دوره د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو تاکنې به په نږدې راتلونکي کې ترسره شي، نو له همدې امله زموږ خلک د ټاکنو او رایو ورکولو په برخه کې لا زیات پوهاوي ته اړتیا لري

.

دا چې ټاکنې لا هم په افغانستان کې د بېلابېلو لاملونو له امله هغسې چې ښایي نه دي بنسټي شوي، نو ځکه  خلک د رایو په کارولو کې له زیات دقت کار نه اخلي او نوماندان هم د واضح طرحو او برنامو نه، بلکې د قومي، سمتي، حزبي، مادي او نورو تمایلاتو په اساس له خلکو څخه د رایو ترلاسه کولو کوښښونه کوي.

تر هغو چې له رایې سره مسوولانه چلند ونه شي او خپله رایه د واضح معیار په اساس ونه کارول شي، نو تر هغو به نه په لویه کچه ښه والی رامنځته شي، نه به موثریت راشي او نه به هم د وکیل او موکل تر منځ د شته ستونزو او ګیلو کچه راکمه شي.

دوه دورې ټاکنې چې څنګه وې خو تېرې شوې او په اړه یې اوس بحث ځکه بې ګټې دی چې شوې تېروتنې او نیمګړتیاوې نه شي جبرانولی، مګر د تېرو ټاکنو له تېروتنو څخه د راتلونکي لپاره درس او عبرت اخیستل کېدلی شي او حداقل خلکو ته دا فکراو انګېزه ورکولی شي چې د خپلې رایې په ورکولو کې لا ډېر دقت وکړي.

تر ټولو مهمه داده چې خلک دې په نوماندانو د فکر کولو پرځای د خپلې رایې لپاره معیار وټاکي او له ځان سره دې دا پرېکړه وکړي، چې خپله رایه به د کوم معیار او ارزښت په اساس کاروي؟ کله چې هر څوک په فردي ډول په دې اړه له ځان سره نتیجې ته ورسېد او ځان یې قانع کړ، نو بیا دې له هغه وروسته د نوماندانو په منځ کې وګوري چې کوم یو د ده په معیار برابر دی.

په افغانستان کې ستونزه داده چې ډېر خلک په دې اړه هیڅ فکر نه کوي، سطحي چلند کوي، بې تفاوته وي او د خپلې رایې ارزښت نشي درک کولی، ځینې یې دومره نهیلي شوي وي چې وایي هغه تېر ځل مې چې رایه ورکړه، نو څه ګټه یې وکړه، مګر باور دی چې که همدغسې له فکر پرته او په بې پروایۍ خپله رایه وکاروئ، نو که یې سل ځله هم وکاروئ، نو هیڅ ښه والی او بدلون نشي راوستلی.

بل دلیل دا راوړي چې دا زما یوه رایه به نو څه ګټه وکړي؟ مګر دا ټولو ته معلومه ده چې برخلیک یوازې یوه رایه ټاکي، نو که هیوادوال لومړی د خپلې رایې اغېز او ارزښت درک کړي او بیا یې په دقت او مسوولیت وکاروي، نو باور دی چې دوی به د خپلې رایې اغېز ډېر ژر حس کړي او که کوم بدلون هم رانشي، حداقل د خدای، هېواد او ولس پر وړاندې به یې غاړې خلاصې وي او خپل ځان او وجدان ته به ځکه ملامت نه وي چې خپل مسوولیت به یې په ښه توګه ترسره کړی وي.

نو ټولو ته ښایي چې د وکیل د معیارونو پرځای د خپلو رایو لپاره واضح معیارونه وټاکي، خو شرط دادی چې بیا به د همدغه ټاکلي معیار په اساس خپله رایه کاروي.