امتیاز اخلي، خو له هویته منکر دي!

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د افغانستان د اساسي قانون څلورمه ماده په صراحت سره حکم کوي چې: ” په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې يې په مستقيم ډول خپله يايې د خپلو استازو له لارې عملي كوي. د افغان ملت له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري، عبارت دى د افغان كلمه د افغان ملـت پر هر فرد اطلاق كېږي. د ملت هيچ يو فرد له افغاني تابعيت څخه نه محرومېږي. په تابعيت او پناه وركولو پورې اړوندې چارې د قانون له ليارې تنظيمېږي

.

مګر د ډاکټر عبدالله په شمول ټول هغه کسان چې که هغه په حکومت کې دي، که ولسي جرګه کې دي، که عام خلک دي، خو چې له افغانیت څخه منکر دي او افغان کلیمه یوازې له پښتنو پورې محدوده او منحصره بولي، نو دوی په څرګنده د اساسي قانون له حکم سرغړونه کوي او له قانون څخه سرغړونه په خپل ذات کې جرم دی، نو حکومت ته ښایي چې له دغو کسانو سره د مجرمانو په توګه چلند وکړي او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې ور وپېژني.

عجیبه داده چې د افغان په نوم امتیاز اخلي، د افغان پارلمان غړیتوب ته تکړه دی، په افغان حکومت کې مهم منصبونه او څوکۍ دوی نیولي، مګر په برېښنایي تذکره کې بیا له افغانیت څخه منکر دي. د دغو کسانو پر وړاندې بې تفاوتي هم له قانون سره جفا ده، هم له ولس سره جفا ده او هم له هېواد سره جفا ده. په لومړي ګام کې دا د حکومت او په ځانګړي ډول د اجرائیه قوې، د عدلي او قضایي ارګانونو دنده ده او په دویم ګام کې د ولس مسوولیت دی چې د دوی د څرګندونو پر وړاندې توند غبرګون وښیي او هغوی ته د خپلو دغو بدرنګو اعمالو سزا ورکړي.

له یوې خوا هره ورځ زموږ لسګونه هېوادوال په انتحاري او ترویستي بریدونو کې وژل کېږي، له بل لوري د خلکو اقتصاد او ژوند مخ په خرابېدو دی او له بل لوري په همدغه ناوړه او بد وضعیت کې یوه ډله افراد او اشخاص له خپل افغانیت څخه منکرېږي. خپل افغانیت، ملت او اساسي قانون چلینج کوي، مګر هیڅوک یې پر وړاندې نه غبرګون ښیي او نه هم د غبرګون ښودلو مسوولیت احساسوي.

تر څو چې د حکومت په منځ او ټولنه کې دغه ډول افراد او اشخاص موجود وي او همدومره په صراحت او سپین سترګۍ له خپل افغانیت منکرېږي او هیڅوک یې پر وړاندې اقدام نه کوي، نو بیا ولې د ځواب ویونکي او ښه حکومت تمه لرو، بیا ولې فکر کوو چې امنیت او ثبات دې راشي او د سالمې ټولنې خاوندان دې شو.

تر هغو چې دغه د پردیو ګوډاګیان او د قانون نقض کوونکي مجازات نشي او هغوی ته د افغان ولس د بې حرمتۍ سزا، توهین او سپکاوي سزا ورنه کړل شي، نو تر هغو به روانې ستونزې په هیڅ شکل کمې نشي. که چېرې دغه افراد او اشخاص ځانونه افغان نه بولي، نو مهرباني دې وکړي هر چېرې یې چې خوښه وي همغو هېوادونو ته دې لاړ شي، دا افغانستان دی، دا د افغانانو ملکیت دی او دلته یوازې او یوازې افغانان د سیاست حق لري، دا نو بده ده چې افغان حکومت کې دې له افغانیته منکر اشخاص په مهمو څوکیو وي، یا دې د افغان پارلمان داسې غړي وي چې افغانیت او افغانستان ورته د منلو وړ نه دی.

د دې خاورې لومړی مالک او څښتن خدای تعالی دی او بیا افغانان دي چې تل یې د دې خاورې د دفاع او ساتنې لپاره بېدرېغه قربانۍ ورکړې دي او د پردیو له یرغلونو یې ساتلې ده، مګر نن د افغانیت دښمنان د افغانانو په منځ کې په واز کومي له خپل افغانیته منکر دي، مګر موږ ټول خاموش یوو، داسې خاموش یوو لکه هغوی چې رښتیا ډېر برحقه وي.