ولې په ټاکنو کې ګډون کوو؟

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه او لنډیز: وحید احمدزی

مدني ټولنه د ټاکنو په څېر د ولسواکۍ له مهمو رکنونو څخه ده. د طالبانو نظام له پاشل کېدو وروسته د نوي نظام په راتګ سره هیلې راټوکېدلي او دغه نسبي وضعیت لا هم ادامه لري. کرار، مګر دوامدار د ښه والي په لور روان یوو او د لومړي ځل لپاره مو په سوله ییزه توګه د واک لېږد تجربه کړ چې د ولسواکۍ بنسټي کېدو او پیاوړتیا کې یوه ښه لاسته راوړنه ګڼل کېږي

.

 که څه هم مطلوب منزل ته لا زیات مزل پاتې ، ناسم او  تبعیضي چلندونه، د منابعو نابرابر وېش او نورې ستونزې موباید نهیلي نه کړي. د هېواد په هره ګوښه کې په پرمختګ او انکشاف باید خوښ شو او هرکلی یې وکړو. د افغانستان پرمختګ په ټولو هېوادوالو پورې اړه لري. همداسې د هېواد د هرې ګوښې جنګ یوازې د اړوندې سیمې د خلکو ژوند نه ګواښي، بلکې زیان او منفي پایلې یې ټولو افغانانو ته متوجه دي.

د اویایمې لسیزې د وضعیت تکرار لا څه چې ان تصور یې موږ ټولو ته سخت دی . د افغانستان د معاصر تاریخ تاریکې او بدمرغې لسیزې چې د ملت جوړولو بهیر زیانمن کړ، تراوسه لا هغه ټپونه نه دي رغېدلي. په ورځنیو غبرګونونواو د افغانستان د خلکو په څېرو کې یې اغېزې لیدل کېږي. د هغو فجایعو د تکرار د مخنیوي په خاطرد ولسواکو بنسټونو پیاوړتیا او فرهنګي، اقتصادي، سیاسي او اجتماعي انکشاف په ټاکنو کې د ګډون او د مدني ټولنې د پیاوړتیا له لارې ممکن دي.

د ټولنیزو علومو ډېر مفکرین د مدني ټولنې په ارزښت ټينګار کوي او د دولتونو په ایجاد او مهار کې یې رول مهم ګڼي. ممکن ډېر خلک د پروژه یي مدني فعالیتونو له امله د مدني ټولنې په اړه مثبت لید ونه لري، خو دا هم باید هېره نه کړو چې مدني هڅې تراوسه نه دي بنسټي شوې. باید د مدني وطندار تمرین وکړو او نهیلي نشو.

په دې وروستیو څو کالو کې په مدني توګه غوښتنې مطرح شوې، لاریونونه  په تاوتریخوالي واوښتل او خلکو ته په کې زیات زیان واوښت. ډېرو ژوند له لاسه ورکړ، خصوصاً تحصیل  یافته نسل او زده کوونکي سخت خواشیني او نهیلي شول او د قلم پرځای یې د ټوپک پورته کولو ارمان وکړ، خو له اوسني وضعیت څخه د راوتلو لپاره بایدقلم ته پر ټوپک ارزښت ورکړو. بریالي ولسواک هېوادونه له کلونو کوښښونو او مبارزې وروسته دغه ځای ته رسېدلي دي.

دا  واقعیت دی چې په جنګ او بې اتفاقۍ کې د ښکېل افغانستان حالت په اجتماعي، سیاسي او حتی فرهنګي مناسباتو اغېز کړی. خو دا وضعیت څنګه بدلولی شو؟ یوازې د ولسواکو او مدني بنسټونو د پیاوړي کولو له لارې. دا هغه عوامل دي چې جوړښتونو ته مشروعیت ورکوي، اصلاح او بدلوي یې. په مهمو تصمیمونو لکه ټاکنو کې ګډون د مدني ټولنې پیاوړتیا سره مرسته کوي او محسوس بدلونونه راتلی شي. د تدریجي بدلونونو ډیوه باید مړه کېدو ته پرېنږدو او د ولسواک کارونه بنسټي کړو. د خلکو غږ لوړ او رسا غږ دی. څنګه چې یو څوک واک ته رسوي، نو همغسې یې ورڅخه ګوښه کوي هم، خو ښه ده چې دا روش له تاوتریخوالي خوندي  او ترخې تجربې تکرار نشي.

ځینې په ټاکنو کې د نه ګډون لپاره پراخ او پلان شوی تقلب  دلیل راوړي، دوی وایي خلک د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنو بهیر باندې بې باوره شوي دي. همدارنګه د خلکو د غوښتنو او نوماندانود هغو وعدو نه پوره کېدو هم نهیلي کړي چې د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال یې له خلکو سره کړې وې. له دغسې حالت سره څنګه مبارزه کولی شو؟

  واقعیت دادی چې د ټاکنو بهیر کې نه ګډون یې لاره نه ده، بلکې برعکس باید په ټاکنو کې د ګډون او وړ کسانو د انتخابولو له لارې دغه حالت پای ومومي. په ټاکنو کې نه ګډون یې ممکن بد غبرګون وي او دا مانا چې موږ پر سوله ییز او ولسواک بدلون باوري نه یوو. په ټاکنو کې ګډون مهم دی، ځکه چې له دې لارې بدلون، اصلاح، د مدني بنسټونو بنسټي کېدل او پیاوړتیا ممکن دي.