وطن پالنه دغسې وي!

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

وطن پالنه دغسې وي لکه زموږ د امنیتي او دفاَعي ځواکونه، ځکه په ښارونو، لویو لارو، غرونو او سنګرونو کې په دې مبارکه روژه او ګرمۍ د هېواد د دفاع په خاطر د هیڅ ډول ستونزو او حتی مرګ پروا هم نه لري او د خپل سر په بیه هره شیبه د وطن لپاره دې د ځان نذرانه کولو قربانۍ ته چمتو دي

.

زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه په همدغه ملي روحیه او عالي مورال د سپر او دېوال په توګه د دښمن پر وړاندې ولاړ دي، په دې کې شک نشته چې دوی د دښمن د ناوړه او وحشیانه بریدونو قرباني کېږي، خو دغه وړ قرباني دوی د خپل ځان، کورنۍ، ولس او هېواد لپاره ویاړ بولي.

زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه نه چا مجبوره کړي او نه هم داسې ده چې دوی په بل کار او کمال نه پوهېږي او له ناچاره ورځې یې جنګ ته مخه کړې ده، دوی د هر څه او هر کار وړتیا لري، خو دوی په خپله خوښه او هغه مینه چې له وطن او ولس سره یې لري دا د ځان لپاره انتخاب کړې چې د هېواد د ازادۍ او د خپلو خلکو د سرلوړۍ لپاره باید وجنګېږي او هره لحظه د دفاع او برحقه مبارزې په سنګرونو کې واوسي.

دوی د وطن د دفاع په برخه کې حتی د خپلې کورنۍ او اولادونو پروا نه لري، هغوی یوازې او یوازې د خدای اسرې ته پرېږدي او په ډېره اتلواله او زړورتیا د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې څخه دفاع کوي. دوی دا خپل مسوولیت بولي چې خپلو خلکو ته د ارام، هوسا، سوکاله او باعزته ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.

زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ رښتیني اتلان دي، هغه اتلان چې له خپل هېواد او ولس سره د بېسارې مینې له امله پر ځان لوږه، تنده او بله هره سخته تېروي. دوی له خپل ځان او ژوند څخه تېرېږي، خو دښمن ته د دې اجازه نه ورکوي چې د دوی پر هېواد تېری او هېوادوالو وحشیانه بریدونه ترسره کړي.

زموږ د دغو اتلو او زړورو ځواکونو له برکته دښمن ماتې خوړلې او په جنګ کې نه یوازې له بریا څخه نهیلی شوی، بلکې له دغو زمریانو سره د مخامخېدو جرئت یې هم لاسه ورکړی او له هغوی څخه په تېښته او ډار کې دي، مګر بدمرغه دښمن د خپلې ماتې غچ زموږ له عام ولس څخه اخلي، ځکه دوی زموږ ماشومان، سپین ږیري، علما، ښځې او نور ملکي وګړي او د ټولنې بېلابېل اقشار په نښه کوي او پر هغوی باندې وحشیانه او تروریستي بریدونه کوي.

مګر زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد په هره ګوښه کې د دښمن د لټولو او نابودولو په هڅه کې دي، خو نامرده دښمن ډېر وخت د ولس په منځ کې ځانونه پټوي او د دوی وحشیانه اعمال زموږ د پتمنو کورنیو د ویر او ماتم لامل کېږي، ځکه  ددښمن په بریدونو کې دوی د خپلو کورنیو غړي له لاسه ورکوي.

څومره چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپل ولس او هېواد سره مینه لري او دغه مینه د خپل ژوند، سر او ځان په بیه پالي، نو همداسې دا زموږ ټولو مکلفیت او مسوولیت دی چې باید د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ټینګ ملاتړ وکړو او هره لحظه او هره شیبه له هغوی سره همکار واوسو، تر څو هم د هغوی ژوند خوندي شي او هم هغوی زموږ د هېوادوالو ژوند خوندي کړي.