په ټاکنو کې د خلکو تت ګ‌‌‌‌‌‌ډون!

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


‎کله چې موږ د حق خبره کوو او وایو چې موږ ته خپل حقونه نه رسېږي او تل په حکومت نېوکې کوو، چې ولې ټاکنې نه کېږي او داسې سلګونه نورې خبرې راسره مل وي.
‎خو یوه ورځ هم موږ خپل ګرېوان ته سر کوز نه کړ چې موږ خپله ددې هېواد د پاره څه کړي؟

 
‎دا دوه کاله د سیاسونو، کارپوهانو، عام ولس په خوله همدا یوه پوښتنه  وه چې ولې دولت پارلماني ټاکنې نه ترسره کوي، کله به یې دولت په فساد تورن کولو او کله به نور تورونه ، دا چې تېرې ولسمشریزې ټاکنې بحراني شوې وې ، نړیواله ټولنه او خلک د ټاکنو په پروسه بې باوره شوي وُ د ولسمشر غني لومړنۍ ژمنه له ولس سر دا وه چې د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې به اصلاحات راولي ،نړیوالې ټولنې او یونما هم ویلي وه تر هغې چې په ټاکنو کې اصلاحات رانشي دوی به د ټاکنو د پاره پیسې ورنکړي تر څنګ یې په هېواد کې سیاسي فشارونه او د جګړې تودوالی دا ټول هغه څه وه چې په خپل وخت ټاکنې ناممکنې وې او شفافو ټاکنو ته یې لارې تړلې وې . 
‎زموږ دولت د ولس ستونزو ته د رسېدنې په خاطر او د شفافو ټاکنو د پاره یوه موده ټاکنې وځن‌‌‌‌‌‌ډولې او د ‌‌‌‌‌‌ډېرو ښو اصلاحاتو سره یې د پارلماني ټاکنو پروسه پيل کړه  ، د هېواد په کچه یې خلکو ته دومره اسانتیاوې برابرې کړې چې د کور څخه ووځي نېږدې به هلته نوم لیکنه وکړي، د امنیت د خوندیتوب د پاره یې زموږ امنیتي ځواکونه ګمارلي ، یعنې په ټوله کې ښه سهولتونه یې ولس د پاره برابر کړي. 
‎بدبختانه موږ ګورو چې یو طرفه سیاسي شنونکي د ولسي جرګې ځيني فعال غړي، او ځيني پرديپال هڅه کوي چې د ټاکنو روانه پروسه نوم بدې کړي . 
‎تر څو ولس له نوم لیکنې لاس په سر شي. 
‎زه خپل ولس ته دا وایم چې د ټاکنو په پر وسه کې هېڅ راز ستونزه نشته ، تاسو چې د ټاکنو د ترسره کېدو نارې وهلې اوس مو ګ‌‌‌‌‌‌ډون ولې تت دی ؟ 
‎د ټاکنو د نوم لیکنې مرکزونه ستاسو د دروازو تر څنګ دي که تاسو ټاکنو کې ګ‌‌‌‌‌‌‌ډون ونکړئ څنګه کولی شئ له فساد څخه پاکه ملي شورا ولرئ؟
‎که تاسو نوم لیکنه ونکړئ تاسو به څنګه د پرمختګ په طرف لاړ شئ؟ 
‎تاسو له څه وېره لرئ؟ 
‎زه پوهېږم په دې برخه کې ولس هېڅ راز ځواب نه لري . 
‎دا دی په مرکزونو کې د نو لیکنې پروسه پای ته رسېږي . 
‎باور وکړئ دا ‌‌‌‌‌‌ډېره د افسوس خبره ده چې په دومره سهولتونو کې له پنځه دېرش میلونه ولس څخه یواځې شپږ میلیونه وګړو نوم لیکنه کړې . 
‎د ولسي جرګې ټاکنې زموږ د هېواد د پاره حیاتي ارزښت لري په دې ټاکنو سره په ولسي جرګه کې ‌‌‌‌‌‌ډېر بدلونونه راځي لومړی دا چې دا ځل به د ولسي جرګې غړی هغه څوک وي چې افغان وي. 
‎کله چې زموږ استازی افغان شي هغه به هم ملي شخص وي ، او هم به ملي ګټو ته ژمن شخص وي چې هېواد مو داسې اشخاصو ته اړتیا لري. 
‎بله ګټه یې دا ده چې د پرديپالو پښې به له ولسي جرګې لن‌‌‌‌‌‌ډېږي. 
‎ځکه څوک چې افغانیت نه مني هغه ولسي جرګې ته لاره نشي موندی . 
‎او بله دا چې دا ځل به ‌‌‌‌‌‌ډېر اهل کسان ولسي جرګې ته لاره پيدا کوي . 
‎چې دا ټول د هېواد په جوړښت، امنیت، او پرمختګ همدا راز د قومونو په یووالي کې مهمه رول لوبوي. 
‎اوس د ټاکنو د نوم لیکنې پروسه د هېواد ولسوالیو کې پيل کېږي درنو ولسونو دا ستاسو مسوولیت دی دا هېواد پر موږ ټولو حق لري ټول په ګ‌‌‌‌‌‌ډه له دې فرصتونو څخه ګټه واخلئ په شرایطو برابر کسان ښځې او نارینه ټول په ګ‌‌‌‌‌‌ډه نوم لیکنه وکړئ، او د ټاکنو په ورځ هغو کسانو ته رایه ورکړئ چې پوهېږئ ستاسو د پاره ښه استازیتوب کولی شي. 
‎هڅه وکړئ چې سیاسي تاجران ولسي جرګې ته ونه لېږئ تاسو پر وطن مئين او ملي اشخاص انتخاب کړئ چې په سمه توګه مو استازیتوب وکولی شي. 
‎بیا به وخت تېر وي او هغه وخت پښېماني ګټه نه لري.
‎انتخاب ستاسو په لاس کې دی ، تاسو دوه لارې مخېته لرئ خوښه مو چې په کومه لاره تلل غوره ګڼئ.
‎مینه منګل