‎پولیس د ټولنې خدمتګار دي!

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


‎لیکواله :پښتنه کلیواله. 
‎پولیس په اصل کې د ښار د ساتونکي په معنی
‎ ده ، چې د پيدایښت  او راتلوعلت یې ‌‌‌‌‌‌ډېر علمي تفصیل ته اړتیا لري. 
‎خو په افغانستان کې د پولیسو منځته راتلل هم ‌‌‌‌‌‌ډېر اوږد او ځلانده تاریخ لري. 
‎چې تل یې د خلکو خدمت کړی ، او دنده یې په ټولو تاریخي لحظو کې د قدر وړ ده


‎پولیس په پراخ مفهوم د ټولنې خدمتګار او په ټولنه کې د عامه نظم ساتل او په ټوله کې  د قانون تطبیق کوونکي دي. 
‎هر عمل چې د قانون خلاف وي هغه جرم دی ، او پولیس تل له مجرمینو سره په مبارزه کې دي، یعنې په دې معنی چې پولیس لومړی باید د جرم له پېښېدو څخه مخنیوای وکړي، او د جرم د سرته رسېدو په صورت کې مجرم د قانون منګولو ته د سپارلو دنده لري.
‎په نننیو شرایطو کې په افغانستان کې ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډول جرمونه منځته راځي نو د پولیسو په دندو کې هم زیاتوالی راغلی دی ، دوی ددې ترڅنګ چې له عادي جرمونو سره مبارزه کوي، بلکې پولیس له ترورېزم سره د تل لپاره په لومړۍ کرښه کې تر بل هر چا زیاته قرباني ورکړې ، او ورکوي یې.
‎د مخدره موادو د قاچاقچیانو سره یې ، بله مهمه دنده ده چې تر ترورېزم ستونزمنه ده .
‎ځکه د مخدره موادو قاچاقبران دي چې د ترورېزم د ملاتیر جوړوي.
‎بله ستونزه 
‎غیر مسوولې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې او ګروپونه دي چې په هېواد کې یې نا امنیو ته لاره هواره کړې ده . 
‎انساني قاچاقبران ، غله، قاتلین، د ځمکو غاصبین، اختطاف کوونکي، او نور غټ او کوچني مجرمین هم د بیدارو پولیسو له سترګو پټ ندي. 
‎شپه او ورځ یې په مبارزه کې دي چې د پام وړ لاسته راوړنې لري، ، هغه مجرمین چې پورته یې یادونه وشوه، لومړی د پولیسو په وړاندې خپل نامشروع مقاومت کوي او له ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډول جرمي تکیکونو څخه کار اخلي.
‎له بلې خوا دا جنایتکاران د پولیسو پر ضد ناوړه تبلیغات په لاره اچوي او په مختلفو نومونو یې نوم بدې کوي، اګرچې په پولیسو کې به لږې ستونزې موجودې وي ، خو زیاتې قربانۍ یې د هېواد څخه ددفاع په لاره کې او خلکو ته د خدمت د پاره ورکړې دي، چې د زیاد قدر او درناوي وړ دي.
‎هغه څه چې پولیس زیات ورته اړتیا لري ، سالم مدیریت ، پرمختللي وسایل، او خصوصآ د ولس بې ساری ملاتړ دی ، چې هغه ملي ، او اسلامي روحیه چې په پولیسو کې شته نوره هم قوي او د ګران هېواد د خدمت د پاره جوګه شي. 
‎باید ووایم چې د کورنیو چارو محترم وزیر ویس احمد برمک چې د افغانستان یو اصیل بچی او زړه سوانده انسان دی موږ هیله مند یو چې دده تر صادقانه مشرۍ لاندې به پولیس په ټولنه کې نور هم خپل عزت ، قوت، او نیک شهرت لوړ کړي. 
‎چې راتلونکي نسلونه به یې د تل لپاره ددوی ستاینه کوي.