امنیت او اقتصادې پرمختګ کې د ښځو د ګډون ارزښت

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

ولسمشر غني د خپل واک په تېره څلورکلنه دوره کې دا دود مات کړ چې ښځه یا د کور ده یا د ګور. په دې برخه کې یې ټولې انګېرنې باطلې وبللې او په ډېر جرئت یې د هغو په مسخه کولو کې ګام پورته کړ او د ښځو د انساني، قانوني او اسلامي حقونو د دفاع لپاره یې عملي هڅې پیل کړې.

نوموړي بار بار په خپلو ویناو کې په مهمو او غونډو کې او د رسنیو له لارې ویلي دي چې ښځې ته باید یوازې د عاطفې یانې مور او خور په توګه نه، بلکې ښځې ته باید د هغې د جنسیت یانې ښځیتوب له مخې درناوی وشي.

افغانستان چې له یوې خوا دودپاله او قبیلوي ټولنه ده او له بل لوري جګړه ځپلې ده، نو له دې امله په کې د ښځو پر وړاندې فکر او چلند د افراطیت او تاوتریخوالي په اساس وده کړې. لا هم موږ ګورو چې په ډېرو لوستو کورنیو کې ښځې د کار او له کوره د بهر وتلو اجازه نه لري، مګر ولسمشر غني دغه کنګل نه یوازې په خپلو خبرو او سپارښتنو مات کړ، بلکې د لومړۍ مېرمن په ملتیا او د هغې په فعال حضور سره یې ټولو ته نه یوازې دا وښوده چې په ټولنه کې د ښځو فعال حضور نه یوازې باک او شرم دی، بلکې ښځه تر ټولو ښه مرستیاله او ښوونکې ده.

نوموړي په جنیوا کنفرانس کې د وینا پرمهال وویل: "زه خوښ یم چې د لومړۍ مېرمن تمرکز د ښځو ستونزو ته پر غوږ نیولو، اسانتیا برابرولو او د حقوقو د دفاع په پایله کې د ښځو قوي شبکې رامنځته شوي. مخکې زموږ د ټولنې نیمايي ظرفیت ځپل شوي وو، اوس هماغه ظرفیت بېرته په کار اچول شوی. د ښځو حقوق انساني حقوق دي او زموږ د اساسي قانون په اساس باید وساتل شي. سربېره پر دې موږ غواړو پرمختګ وکړو او په دې پرمختګ کې د ښځو نقش اړین دی."

نوموړي دا هم وویل: "غواړم په وضاحت سره ووایم، د ښځو ګډون زموږ ملي امنیت او اقتصادې پرمختګ ته ستراتيژيک اهمیت لري. که چېرې داسې پوښتنه موجوده وي چې د ښځو حقوق به قرباني کېږي، زه په قاطعیت سره وایم چې هېڅکله به داسې ونشي. د افغانستان خلک، ښځې او سړي، هم دا غږ بدرګه کوي. زموږ ښځینه رهبرانې چې نن دلته شته دي او هغه چې په افغانستان کې دي د دې غږ ملاتړ کوي. موږ، د افغانستان ښځې او سړي، د ټولو افغانانو له حقوقو دفاع کوو. مونږ د افغانستان د تاریخ د دې فصل په نیمایې برخه کې یوو. د بدلون د لسیزې په نیمایې کې. مونږ د اصلاحاتو د عملي کېدو لپاره ډېرې ژمنې پر ځای کړي دي."

د دې ترڅنګ ولسمشر غني د کابینې، سفارتونو، ولایتونو، ولسوالیو او نورو بېلابېلو ادارو په کچه ښځو ته فعاله ونډه ورکړې او تل یې ټينګار په دې وي چې د ښځو مشارکت ته باید اساسي پام وشي او د هغوی وړتیاوو ته په پام په بېلابېلو ادارو کې په کار وګومارل شي.

کله چې د هیواد په اړه مهم تصامیم او پرېکړې کېږي، نو له بېلابېلو اقشارو او د دوی استازو سره د مشورو په لړ کې د ښځو فعال رول ته هم ارزښت ورکول کېږي. د دوی مشوره اخیستل کېږي او نظر ته یې درناوی کېږي. ولسمشر غني په دې او دېته ورته هڅو سره غواړي چې ښځو ته ټول هغه انساني حقوق ورکړي چې د اسلام مبارک دین او د هیواد اساسي قانون کې ذکر شوي دي.