د ټاکنوکمېسیونه هر اړخیز سمون او بدلون ته اړتیا لري

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د ټاکنیزو بنسټونو جوړښت او په دې برخه کې د اصلاحاتو راوړل د ملي یووالي حکومت له اصلي ژمنو څخه وو او ولسمشر غني په همدې اساس په دې برخه کې پام وړ اصلاحات راوړل، د بېلګې په توګه  د ټاکنو په قانون، اداري چلندونو، ظرفیت او بشري سرچینو کې بنسټیز اصلاحات رامنځته شول او د ۱۳۹۷کال د د ولسي جرګې ټاکنې په بایمتریک توګه ترسره شوې، مګر دغه اصلاحات لا هم کافي نه دي، ځکه د ولسي جرګې ټاکنو له مدیریتي او  عملیاتي پلوه زیاتې ستونزې او نیمګړتیاوې لرلې.

که څه هم ځینې افراد، اشخاص، ډلې ټپلې او حتی حکومتي مسوولین د ولسي جرګې ټاکنو د کمزوري مدیریت ملامتیا څخه ځان خلاصوي، مګر له دغه مسوولیته ځکه نشي خلاصېدلی چې د ټاکنو په برخه کې ترسره شوي اصلاحات، د خلکو له بېلابېلو اقشارو، سیاسي اوجهادي مشرانو او مدني بنسټونو سره د حکومت د همېشنۍ مشورې په اساس رامنځته شول.

حکومت د ټاکنیزو کمیسیونونو اصلاحات ګام پر ګام پلي کړل. لومړی یې د ټاکنیز قوانینو د څېړنې ځانګړی کمېسیون جوړ کړ چې ورځنیو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره د تعدیل مشخص وړاندیزونه جوړ کړي. د شفافو او عادلانه ټاکنو په موخه د دغه کمېسیون د وړاندیزونو پر بنسټ د ټاکنو قانون د جمهوررئیس په تقنیني فرمان تعدیل شو.

یاد کمېسیون د ټاکنیزو بنسټونو جوړښتونه او ظرفیتونه وڅېړل او په اړه یې حکومت ته مشخص وړاندیزونه وکړل. د کمېسیون  وړاندیزونه حکومت له بدلون پرته ومنل.  

په دویم ګام کې د ټاکنو قانون او د جمهوررئیس د فرمان پر بنسټ، د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو نوملړ جوړولو لپاره د غوراوي کمېټه جوړه شوه. دې کمېټې د شفافې پروسې له لارې د رسنیو او مدني ټولنې د استازو په حضور کې ۲۱ تنه د ټاکنو کمېسیون او ۱۵ تنه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته د غړیتوب لپاره جمهوري ریاست ته وړاندې کړل.

جمهوررئیس، د جمهوررئیس دویم مرستیال، اجرائیه رئیس، قاضي القضات او لوی څارنوال له وړاندیز شویو نوماندانو سره مرکې وکړې او په پایله کې نوي کميشنران د شفافې پروسې په ترڅ کې انتخاب او د جمهوررئیس په حضور کې د لوړې له مراسمو وروسته یې خپل کارونه پیل کړل.

خو له بده مرغه دغو نوي کمیشنرانو د افرادو او بنسټونو په توګه خپلمنځي همغږي او همکاري ایجاد نشوه کړای او د دوی د همدغې نه همغږۍ له امله د ټاکنو بهیر داسې ترسره شو، چې د ګڼو ستونزو له امله د خلکو د قناعت وړ ونه ګرځېده. دوی د دې جوګه نه دي چې د ولسمشریزو ټاکنو له عهدې ووتلی شي او دغه ټاکنې په ښه توګه ترسره او مدیریت کړي. 

لنډه دا چې ټاکنیز کمېسیونونه هر اړخیز بدلون او اصلاحاتو ته اړتیا لري، ځکه دوی نه مدیریت لري، نه ظرفیت لري او نه هم خلک ورباندې باور کولی شي. که چې د ټاکنیزو کمیسسونو کمیشنرانو کې اصلاحات او بدلون رانشي، نو باور مې نشي چې خلک دې په ټاکنو کې پراخ ګډون ته زړه ښه کړي، ځکه دوی پوهېږي چې د دغې ملي پروسې مسوولین د هغې عظمت او حیثیت نشي پاللی. په هیواد کې د ځوانې ولسواکۍ دغوړېدو لپاره دا ډېره مهمه ده چې د حکومت رهبري دغې برخې ته اساسي پام وکړي او د ټاکنیز سیستم د اصلاح په برخه کې له ولس سره خپلې کړې ژمنې په عملي او موثره توګه پرځای کړي.