زموږ ځواکونه، زموږ اتلان

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

په ۲۰۱۴ کال کې چې بهرني عسکر له افغانستان څخه وتل، نو اکثره هیوادوال یوې ناڅرګندې وېرې په مخه کړي وو او د همدغې وېرې له امله ډېری ځوانان په مرګونو لارو له هیواده ووتل او په سختو شیبو کې یې وطن پرېښود، مګر د دغو ځوانانو په منځ کې یو شمېر داسې هم و چې د سپر په څېر د هرې بلا او خطر مخې ته ودرېدل

.

دا د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه وو، دوی خلکو ته ډاډ ورکړ او ورته وې ویل چې د هیواد د دفاع په برخه کې هرې قربانۍ ته چمتو دي او دوی به هیچاته هم د دې اجازه ورنه کړي چې زموږ د وطن بقا او د هیوادوالو امنیت تر سوال لاندې راولي. دا ویاړلي ځوانان په همدې نېت له خپلو کورونو، کورنیو او اولادونو څخه وخوځېدل. سختۍ یې وګاللې، لوږې یې تېرې کړې، مرګ یې په سترګو ولیده، مګر له مرګه ونه وېرېدل.

ډېر نړیوال او کورني مبصرین په دې باور وو چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د بهرنیو عسکرو ځایونه نشي نیولی او دوی به د ترهګرو پر وړاندې د مقاومت وس ونه لري، مګر موږ په تېرو څلورو کالو کې ولیدل چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو بېدرېغه قربانۍ ورکړې، دښمن یې وځاپه ، ډېرې سیمې یې له هغوی څخه ونیولې او نن زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او اتلولۍ زموږ هیوادوالو او نړیوالو ته معلومې دي.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو د همدغو اتلولیو له برکته د نړۍ والو پام دوی ته ور واوښت او خپلې ژمنې یې تازه کړې. میلیاردونه ډالر مرستې یې اعلان کړې. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه یې وستایل او ژمنه یې وکړه چې د دوی د تمویل، تجهیز او روزنې په برخه کې به خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.

د جنګ ټول فشار او مدیریت دا مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ور تر غاړې دی. د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونه یوازې د روزنې او مشورې ورکولو په برخو کې له دوی سره همکاري کوي. هغوی ته مشوره ورکوي او ملاتړ یې کوي، خو دا باید واضح وي چې جګړه افغانان کوي او قرباني کېږي هم دوی، نه یوازې دا چې په افغانستان کې د اساسي قانون پر بنسټ د جوړ شوي نظام، استقلالیت، ملي وحدت او د افغانانو ژوند او خوښي څخه ساتنه کوي، بلکې د تروریزم پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې جنګیږي تر څو نړۍ د تروریزم له ګواښ څخه په امن کړي.

زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره جنګېږي، ځکه موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لرو، همدا نن که زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه ترهګرو ته مخه ورکړي، نو سیمه به ناامنه او بې ثباته شي.

زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د امنیت او ثبات اتلان دي، ځکه دوی د بشري ناورین د مخنیوي او د ترهګرو د فعالیتونو د محدودولو او د شومو پلانونو په خنثی کولو او د ترهګرو په ځپلو کې غوڅ اقدامات کوي. داسې اقدامات چې سیمه او نړۍ د دوی له شره خوندي کوي، ځکه نو زموږ امنیتي ځواکونه زموږ واقعي اتلان دي.