وحشت نور څنګه وي؟

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

دوشنبه ماښام شاو خوا اوه بجې پلازمېنه کابل یوې زورورې چاودنې ولړزاوه. چاودنه د نهمې حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوه. تروریستانو او د افغانستان دښمنانو غټ لارۍ موټر له چاودېدونکو توکو ډک کړی و او د خلکو د استوګنې کورونو ته څېرمه یې چاودنه ورکړه.

دغه چاودنه دومره زوروره وه چې د خلکو کورونه یې ویجاړ کړل. کړکۍ او دروازې یې ور ماتې کړې. ښیې او هندارې یې د کور پر ښځو، ماشومانو او نارینه و ور توی شوې. یو وحشت و چې ګڼ ملکي خلک یې ټپیان کړل. بې غرضه ملکي وګړي، چې په هیڅ سیاسي ډله او ټپله کې نه و، په کوم ګوند پورې هم منسوب نه و او نه په کوم نظامي او سیاسي فعالیت بوخت وو، دوی په خپلو کورونو کې ناست و، مګر د جنایتکارو له لاسه په خپلو کورونو کې هم خوندي پاتې نشول.

د دغه لوی وحشت مسوولیت طالب وسله والو په غاړه واخیسته او ادعا یې دا وه چې لسګونه بهرني عسکر یې په کې وژلي دي، مګر دوی د تل په څېر یو ځل بیا افغان وژنه وکړه، یو ځل بیا یې د افغانانو کوډلې ور ړنګې کړې او یو ځل بیا یې افغانان په وینو کې لېت پېت کړل.

طالب په داسې حال کې په ښارونو او ملکي ځایونو کې دغه ډول وحشیانه بریدونه ترسره کوي، چې دوی د اسلام دعوه هم کوي. دوی فکر کوي چې په دغه ډول کارونو او د هغو په ناسم تعبیر سره به خپل اصلیت چې د خلکو وژنه، وینه بهونه، ترور او وحشت خورول دي له خلکو پټ کړي. مګر اوس خلکو د دوی اصلي هویت پېژندلی او دوی یې درک کړي دي. دوی به هیڅ وخت هم د دغه ډول وحشتونو او جنایتونو له لارې خپل شوم هدف ته ونه رسېږي.

د دغې چاودنې اکثر قربانیان ملکي وګړي او په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان دي. د وحشي طالب له لاسه حتی هغه ماشومان هم خوندي نه دي چې لا سمې خبرې نشي کولی. دوی دغه معصوم ماشومان چې د ګل وار به دې هم پرې پیرزو نشي په دغه وحشي موټربم برید کې ټپیان کړل.

دوی همدارنګه ډېرې بې غرضه میندې وکړولې، هغوی ته یې ټپ او درد ورکړ. دا لومړی ځل نه دی چې طالبان دغسې وحشت کوي، مګر د دې وحشت زور ځکه زیات دی چې له یوې خوا د جګړو له امله د خلکو کورنی اقتصاد خراب دی، له بل لوري د ژمي سړه هوا ده چې خلک د خپلو خونو د ګرمولو وس نه لري، مګر طالب وحشیانو زموږ د دغو بې وزله هیوادوالو کورونه ور ویجاړ کړل، د کورونو کړکۍ، هندارې او دروازې یې ور ماتې کړې او هغوی ته یې ټولنیز درد ورکړ. ټولنیز په دې مانا چې هم یې دوی او د دوی د کورنۍ غړي ټپیان کړل او هم یې د دوی د استوګنې جونګړې ور ویجاړې کړې.

طالبان باید له دغه وحشت څخه لاس واخلي. طالب دې د ایران، پاکستان او روسیې لپاره زموږ بې وزله هیوادوال نه کړوي. طالب وحشیان دې له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خوړلې ماتې غچ زموږ له بې وزلو هیوادوالو څخه نه اخلي. طالب دې له انسان وژنې او افغان وژنې لاس واخلي، ځکه زموږ بېچاره هیوادوال نور د وحشتونو زغم او تاب نه لري.