افغان ځوانان د ولسمشر غني منندوی دی!

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

ځوانان چې د افغانستان د نفوس څه باندې پنځه شپېته فیصده برخه تشکیلوي، د افغانستان لپاره یوه لویه هستي ده. دوی نوی فکر، نړیواله پوهه او تجربې او پوره انرژي لري او د نړۍ د هر ډول تکنالوژي له  پرمختګونو سره بلد دي. له دغې ارزښتناکې پانګې او انرژۍ څخه باید  د هیواد په ابادۍ کې لا زیاته استفاده وشي، ولسمشر غني د همدې لپاره ځوانانو ته پام ډېر کړی دی او تر پخوا زموږ ادارې زیاټې ځوانې شوې دي

.

ځوانانو ته ښایي چې خپله وړتیا او ظرفیت لا ډېر وځلوي، ځکه که دوی خپل رول سم ادا نه کړي، نو د جنګ ټغر به ژر ټول نشي او نه به هم هیواد د نړۍ د پرمختګ کاروان ته خپل مزل ورلنډ کړي.  

د ځوانانو لپاره تر بل هر وخت ښه موقع په لاس ورغلې او باید په پوره توګه ترې نه ګټه واخلي. د سولې په راوستلو کې له خپلو امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ودرېږي، او هغوی ته دا ډاډ ورکړي چې تاسو یوازې نه یاستۍ له تاسو سره د افغانستان ټول ولس دی او په خاصه ډول ځوانان  درسره  دي.

ولسمشر غني له دې پلوه هم ځوانانو ته ارزښت ورکوي چې د ده په نظر سره له دې چې دا د جنګ زېږنده او په جنګ کې را لوی شوی نسل دی، مګر په ډلو، ګوندونو او قومونو نه دی وېشلی، دوی یو سالم او د ابادۍ فکر لري، یو بل تحمل کوي، یو بل ته مقابل درناوی لری او تر ټولو مهمه دا چې د وطن د ابادۍ لېونۍ مینه لري او غواړي چې دغه مینه په خپل کار او خدمت سره ثابته کړي.

افغان ځوانان تر نورو لا ډېر د سولې طرفدار دي، مګر دوی د سولې لپاره معقول دریځ لري. دوی نه غواړي چې تېرې تېروتنې دې بیا تکرار شي. دوی وایي چې د سولې مذاکرات دې بین الافغاني وي، ټول بهیر دې له افغانانو سره شریک شي، په سوله دې د تړلو دروازو تر شا د بهرنیو هیوادونو له لوري معامله نه کېږي، ځکه دغه ډول سوله به افغانان ونه مني او نه به هم د جنګ د پایته رسېدو لامل شي.

افغان ځوانان د نړۍ له ټولو هیوادونو سره واضح او دوستانه مناسبات غواړي. هغوی چې دوه رنګی چلند کوي یا په ښکاره د دوستۍ او په پټه د دښمنۍ چلند اختیاروي له هغوی سره باید بالمثل عمل وشي.

ولسمشر محمد اشرف غني د خپل ولسمشرۍ په څلور نیم کلنه موده کې د ځوانانو لپاره دېر زیات کارونه وکړل. زیاتره ځوانانو غوښتل چې د بې کارۍ له امله  له هیواد نه پښې سپکې کړي او نورو اروپايې هیوادونو ته لاړ شي. خو ښاغلي غني د هیواد او په خاصه توګه د ځوانانو لپاره په هیواد کې د داسې پروژو لاسلیکونه له بهرنیو هیوادونو سره وکړل. هغه ځوانان چې غوښتل یې له هیواد نه بهر لاړ شي. له نورو هیوادونو څخه بېرته راوګرځېدل خپل راتلونکي ته هیله من شول. دا مهال خپل هیواد کې له خپلو کورنیو سره یو ځای کار کوي او یوه مړۍ حلاله روزي په خپل هیواد کې تر لاسه کوي او له همدې امله دوی د ولسمشر غني منندوی دي.

که چېرته له ځوانانو څخه کار واخیستل شي او هغوی ته موقع ورکړل شي، د رغنده فعالیتونو اغیزې به یې د هیواد په جوړولو کې په لږه موده کې محسوسې شي. همدغه ځوانان به د علمي او جسمې ځواک په ذریعه د هیواد ناخوالې ډېرې ژر له منځه یوسي او په هیواد کې به مثبت بدلون راولي.