امنيتي ځواکونه د وطن ویاړونه

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

افغان امنیتي ځواکونه د خپل وطن او هر افغان د ساتنې لپاره په مېړانه او زړورتیا د وطن د دفاع د سنګر په لومړیو لیکو کې جنګېږي، دوی د وطن ویاړونه دي. د دوی په موجودیت کې به هېڅ دښمن هم د افغانستان د نیولو نېت ونکړي، ځکه دوی پوهېږي چې له دغو اتلو او زړورو ځواکونو سره د مخامخېدو او مبارزې سېک نه لري

.

هر افغان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنومنندوی د او تر بل هر وخت یې خپلو ځواکونو څخه پراخ ملاتړ اعلان کړی او د دوی ترڅنګ ولاړ دي. زموږ سرتېري وايي چې په تن کې مو یو څاڅکی وینه هم وي دښمن ته به په هیواد کې د ګډوډي او ورانکاري اجازه ورنکړو.

سوله زمونږ د اولس تر ټولو لمړنۍ ضرورت او اساسي غوښتنه ده او واقعاً سولې او  امنیت ته سخت تږي یوو.  موږ به د خپلو پیاوړي امنیتي ځواکونو پر مټ تلپاتې او باعزته سولې ته رسېږو او د دوی ارزښتناکه مبارزه به د سولې رنګ راوړي.

له لسیزو جګړو او ناامنیو وروسته یو ځل بیا پر افغان امنیتي ځواکونو د خلکو باور زیات شوی او وایي چې د هویاد همدغه زړور او صادق بچیان به وطن د ګاونډیو هیوادونو او پردیو له یرغل څخه خوندي او په امن کې وساتي، ځکه دوی د وطن  د دفاع لېونۍ مینه لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو نه هر ځل ځانګړې  مننه کوي. تل د دوی پرمختګونه، زړورتیا، اتلولۍ، سرښندنې، مبارزه او لاسته راوړنېستایي او په ملي او بین المللي کچه یې د دوی ملاتړ زیات کړی دی.

ښاغلی غني وایي چې دښمن زموږ له اتلو او زړورو سرتېرو سره د جګړې په ډګر کې د مخامخېدو جرئت نه لري او له همدې امله اکثره وخت انتحار او انفجار ته مخه کوي، ځکه زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسلکي او محاربوي وړتیاوې تر پخوا پیاوړې شوې دي. مونږه لا زیاته هڅه کوو چې د پوځیانو اړتیاوې او معیشت ته پام وکړو او د هیواد خپلواکي، ملي واکمني ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره باید دفاعي او امنیتي ځواکونه پر اړینو وسلو او تجهیزاتو پوره سمبال کړو او د هغوی ژوند په نظر کې ونیسو.

 امنیتي ځواکونه نه یوازې د ښاغلي غني منندوی دي بلکې د ده له هڅونې او ملاتړ عالي مورال او د مبارزې انګېزه اخلي. دوی وایي موږ ویاړو چې د ښاغلي غني غوندې ولسمشر غو د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان لرو چې تل د خپلو سرتېرو په فکر کې دی او خپلې بریاوې او پرمختګونه د سرتېرو له سرښندنو سره تړي او بار بار یې ویلي چې که ستاسو اتلولۍ نه وای، نو زه او حکومت به هم دغومره بریالی نه وای.

 ولسمشر تل او په هره وینا کې له امنیتي ځواکونو مننه کړې،تل یې ستایلي. د ولسمشر همدغې مینې د افغان امنیتي ځواکونو په زړونو کې د وطن مینه زرق کړې، هغونی ته یې عالي مورال او انګېزه ورکړې او له همدې امله په ډېره مینه او مېړانه د وطن د ساتلو لپاره له خپل مال او سر څخه تېر دي.