ولسمشر غني د ځوانانو په ژمنتیا او وړتیا باورند دی

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

indhold

مطیع الله سحر

 

پخوا به یې ویل ځوانان د ټولنې د ملا تير او د راتلونکي رهبران بلل کېږي، مګر ولسمشر غني دغه کلیشه ماته کړه او دا یې په عمل کې ثابته کړه، چې ځوانان د نن او سبا رهبران دي او له همدې امله یې په تېرو څلور نیمو کالو کې ځوانانو ته پام ډېر کړ. مهم مسوولیتونه یې هغوی ته ور وسپارل او لا یې هم هڅه داده چې حکومت په بېلابېلو دندو وګوماري.

ښاغلي ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې ریاست جمهوري په موده کې  ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه وکړه د هغوی ستونزې یې د هغوی له خپلو خولو واورېدلې. او د ځوانانو لپاره یې د بېکارۍ د له منځه وړلو، د هغوی د وړتیاو د روزنې، مهمو مسوولیتونو د ور سپارلو او د تعلیم په برخه کې ځانګړي پلانونه جوړ کړل، چې په دې کار سره یې د ځوانانو زړونه لاسته راړول او ځوانانو هم ورسره وعده وکړه چې د هیواد په امن او اقتصاد پیاوړتیا لپاره چې څه ته اړتیا وي هغه به مونږه تر سره کوو. ښاغلي غني د ځوانانو ارزښت ته په خاص اهمیت قایل دی او هوډ یې دی چې د ځوانانو چارو ته او د هغوی پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه وکړي او نه غواړي چې دغه ستره هستي له لاسه ورکړي.

ځوانان د ټولنې هغه پیاوړی ځواک دی که چېرته په سمه توګه وروزل شي او وستایل شي په یوه ټولنه کې ډېر زر کولی شي چې مثبت بدلون راولي او ټولنه له شته ناخوالو وژغوري. اکثره ځوانانو ته له ماشومتوبه  سمه پاملرنه نه وه شوې او د هغوی احساس ځپل شوی، خصوصاً لسیزو جګړو او وزګارتیا د ځوانانو پر ژوند بداغېز کړی. د هغوی د ژوند اسانتیاوې او فرصتونه یې ور څخه اخیستي دي.  

د همدغو ستونزو له امله په تېرو کلونو کې اکثره ځوانان له هیواده  د نړۍ پرمختللو هیوادونو ته لاړل چې تر څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ حلاله روزي وګټي. خو هغه ځوانان چې لا هم په هیواد کې دي دوی غواړي چې مونږ باید د خپل هیواد اقتصاد پیاوړی کړو، تر څو مو ځوانان له نورو هیوادونو راوګړځي. او ځوانان کولی شي چې د هیواد په اقتصاد کې ځانګړی رول لوبولی شي، ځوانان کامله انرژي او پوره ځواک لري. زړونه یې غواړي چې د نړۍ له پرمختللو هیوادونو سره سیالي وکړي. او خپل ځان او هیواد په کمه موده کې نړۍ والو ته ورسوي.

 

 

همدارنګه ځینې ځوانان په نشه یي توکو اخته شول چې دغه ځوانان کولی شي چې نور ځوان هم خپل ځان ته راجذب  او بې لاري کړيکړي او په دې ناوړه عمل یې اخته کړي چې بیا د هیواد د بربادی لامل ګرځي. خو حکومت نه غواړي چې ځوانان مو په داسې ناوړه کړنو اخته شي، دوی غواړي چې دغه ناوړه عامل له هیواده ورو ورو کم او بلاخره یې له منځه یوسي، چې د دې کار لپاره حکومت ځانګړی پلان لري، خو لا هم هیواد په جګړه کې ښکېل دی، نو ځکه دغې برخې ته هغومره پاملرنه چې باید شوې وای، لا نه ده شوې.

افغان حکومت غواړي چې ځوانانو ته د هیواد په هره اداره کې دنده ورکړي، او هغه ستونزې چې دوی ترې کړیږي کولی شي چې په خپله یې په سمه توګه حل کړي. او د دوی کارونه د هیواد او د دوی د ژوند لپاره د مثبت بدلون راوستلو لامل شي، ځکه ولسمشر غني د ځوانانو په ظرفیت او ژمنتیا بشپړ باور لري.