سېلاب ځپلو سره د افغان سرتېرو مرسته

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په دوو دلایلو د دې مستحق دي چې د نجات پرښتې وبلل شي، لومړی دلیل یې دادی چې دوی معلومدار د خپلو خلکو د خوندیتوب او نجاب لپاره جنګېږي او مبارزه کوي، ځکه د ترهګرو او تروریستانو وحشتونه، شرارتونه او خطرونه دفعه کوي

.

موږ او تاسو ولیدل چې د هیواد په غرونو، رغونو، سنګرونو او دښتو کې پر جګړې او مبارزې سربېره زموږ ډېرو سرتېرو په ښارونو کې د عامو خلکو د نجات او ژغورنې په موخه پر تروریستانو غېږې را چاپېرې کړې، ښه په دې پوهېدل چې مرګ یې حتمي دی او له دې کار سره وژل کېږي، مګر دوی د دې باوجود هم د خپلې دندې د ښه ترسره کولو او هم د خپلو هیوادوالو د ژغورنې لپاره پر ځان مرګ ومانه، خو د له مرګ ونه وېرېدل. دا د دوی هغه له ویاړه ډکې سرښندنې دي چې تاریخ به یې په زرینو کرښو ولیکي.

دویم دلیل یې دادی چې په دې وروستیو کې د ورښتونو له امله په زابل، کندهار او هلمند کې د زیاتو ورښتونو او سېلابونو له امله د ډېرو لارویانو او کورنیو ژوند د مرګ له خطر سره مخ شو او په همغو لومړنیو شیبو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هغوی مرستې ته ور ورسېدل. د ښځو او ماشومانو په ګډون یې زیات هیوادوال د سېلابونو او اوبو له منځ څخه ور پورته کړل، ځینو ته یې درمل او خواړه هم ورکړل.

زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه د جګړې په ډګر کې د مبارزې ترڅنګ د طبیعي پېښو، افتونو او ستونزو پرمهال ژر تر ژره د ولس مرستې ته ور دانګي. دغه د نجات پرښتې د خپلو دې او دېته ورته لسګونو نورو ښېګڼو له برکته ورځ تر بلې د ولس په زړه کې ځای نیسي. موږ پر خپلو دغو رښتینو او خواخوږو امنیتي ځواکونو ویاړو.

د نړۍ په هیوادونو کې به زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کړنو او لاسته راوړنو ډېرې کمې بېلګې ولیدل شي چې په دغسې سختو شرایطو او محدودو امکاناتو دې د خپل ولس لپاره دغسې اقدامات وکړي. زموږ مېړني ځواکونه له خپل هیواد او ولسونو سره بې کچې مینه لري او د همدغې مینې په پار د هیواد او هیوادوالو له خدمت څخه هیڅ وخت هم خپل ځانونه نه درېغوي.

ولسمشر غني ځکه په خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ټینګ ودرېدلی او د هغوی ننګه یې کړې. هغه حتی ویلي په کومه سوله کې چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مقام واضح او څرګند معلوم نه وي، نو هغه سوله ورته د منلو وړ نه ده. د ده په وینا د سولې له راتګ وروسته زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولیتونه نور هم زیاتېږي، ځکه د لویو پروژو د امنیت د تامین تر څنګ به کډوالو، بې ځایه شویو او اړمنو خلکو ته ځانونه رسوي او د هغوی مرسته به کوي.

د نجات دغو پرښتو (امنیتي او دفاعي ځواکونو) د هیواد د بقا ترڅنګ زموږ د هیوادوالو، ژوند، حیثیت او عزت هم خوندي کړی دی. افغان ولس د دوی د کامیابۍ او بریا هیله لري.