د سولی دلاری شهید قهرمان عبدالغنی

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزیزالله حقپال
 سوله داسی یو ارمان ده چی دهر افغان زړه ورته ټوپونه وهی  ټول ارمانجن  یی د را رسیدو لپاره  دوعاوی کوی خدایه سوله  راولی.چی زموږ خوندی وراری او میرمنی کونډي نشی  زموږ مندي  زیاتره تر دی  بوري نشی زموږ ماشومان یتمان نشی زموږ ماشومان د خوشحالی موسکا په شونډو کی ولری   خو دسولی راوستلو لپاره  چا څه وکړل ،

یو شمیر سوله غوشتونکو قلموالو د سولي دضرورت په اړوند مقالی ولیکلی ،څوک بیا په  الوتکو کی له یو ځایه بل هیوادته سفر کوی او په لوکسو هوتلونو کی ژوند تیروی  او دسولی سفران دی  . څوک د سولی د خبرو په نوم  دالر ټولوی او سرمایه لوړوی تر دی نوم لاندی بلډنګونه جوړ کړل بانګونو کی سرمایی ذخیره کړی  څوک د سولی ترنوم لاندی د خپلی نامشروع سرمایی دساتنی  تضمین کول غواړی تنها دسولی دکلمی دمنلو  په مقابل کی امتیاز غواړی .
ولی  خوار  غریب  عبدالغني په دیر تنګلاسی کی   یو ستر کار ته  رشتینی عزم کوی عبداغنی هیڅ یی ترلاسه کول نه غوشتل  په الوتکو کی نه حتی په بایسکل هم  سفر نه کول بلکی د خپلو ناتوانو  پشو  سره  یی د ویده وجدانونو د رابیداری لپاره  اوږد مزل  شروع کړ ، دهیواد په وچو سړکو  یی پیاده مزل کول تر څنګ یی موتری تیریدلی ، ډیرو  خیر غوشتونکو  هیوادوالو ورته موتر درولی چی تر یو ځایه یی ورسوی خو خدای بخشلي  عبدالغنی دهیڅ نقلیه وسیلی څخه ګټه پورته نکړه   په سلهاو کیلو متره لاری  یی  تر پشو لاندی کړل  او سوله یی له هر جنګی لوری د خلکو لپاره خواست کول د مړو وجدانونو دبیداری لپاره یی په غږ پورته کړ ارام غږ خو اوجت غږ د خلکو اواز یی کڼو  غوږونو ته رسول غوشتل او پدی لاره کی  دسولی دلاری قربانی  شو  خپل ورستی  نفسونه یی دسولی په نوم په سفر کی وایستل او  ځان یی حق ته سپارلی ، دمحترم خدای بخښلی عبدالغنی وه چی دسولی  د ګدایی په لاره کی وفات شو. دا مرحوم دهیوادوالو لپاره خپل ژوند قربانی کړ په هیوادوالو  حق لری چی دخپلو داسی میړنیو حق ادا کړی  احترام یی پخای کړی موږ له حکومته  ارزو  لرو  چی نوموړی ته دسولی دلاری دقربانی یو مناسب لقب ورکړی او د کابل په ښار کی یوه کوڅه  او هم د هلمند په ښار کی یو مکتب ددی پیاوړی قهرمان په نوم ونوموي . دا  یی حق دی افغانان باید دخپلو خدمت ګارانو درناوی ولری . پدی کار سره  ددی غږ په اوچتولو  سره  یو اواز پورته کولو  سره د عبدالغنی ارمان دپورهکولو  لاری کی یو قدم اخستل دی  ، د عبدالنی دلاری ملاتړل دي او دسولي دغږ اوچت  ساتل دی .  له حکومته  په کلکه غواړو  چی د عبدالغنی معنوی حقوق ور پځای کړی . موږ د عبدالغی په نوم  د کوڅو نمول او دسولی د لاری قهرمان لقب ورکول غواړو .