ولسمشر غني سېلاب ځپلو سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو همکارۍ وستایلې

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

جمهوررئیس غني ماښام مهال ناوخته د فراه له سفر څخه له ستنېدو وروسته په کندهار کې لومړی د وروستیو سېلاب ځپلو کورنیو استازو سره وکتل. له هغوی سره له غمشریکۍ او مرستو وروسته یې د ۲۰۵ اتل قول اردو منسوبینو سره په کتنه کې د دوی وړتیاوې او هغه کړنې وستایلې چې له امله  یې سېلاب ځپلې کورنۍ له زیانونو وژغورلې،

ځکه په کندهار کې د سېلاب ځپلو کورنیو استازو جمهوررئیس ته وویل، که افغان هوایي او امنیتي ځواکونو پر وخت اقدام او له خلکو سره همکاري نه وای کړې، نو د زیان کچه به نهایت زیاته شوې وای. هغوی ولسمشر ته د یادو سرتېرو د ستاینې وړاندیز وکړ.

جهوررئیس د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولینو او منسوبینو سره په عمومي غونډه کې د ګډون او وینا پرمهال وویل، ستاسو د اتلولیو او له سېلاب ځپلو سره د همکاریو د قدردانۍ لپاره راغلی یم، ځکه سلګونه په سېلاب کې ایسار کسان مو وژغورل او د هېواد د صادقو بچیانو په توګه پر تاسو ویاړم.

جمهوررئیس غني د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ته د هغو سرتېرو د تقدیرولو لارښوونه وکړه او هغوی ته یې وویل، د ټولو  هغو سرتېرو لېست ترتیب او راسره  شریک کړئ چې په سېلاب کې د ایسارو کسانو د ژغورنې په عملیاتو کې یې ښه رول لوبولی چې په مډالونو او لومړۍ درجه تقدیرنامو یې وستایوو.

زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه یوازې د جنګ انګېزه نه لري، بلکې دوی له خپلو هیوادوالو سره بې کچې مینه لري او په هره سختۍ کې په ټول قوت د ولسونو ترڅنګ ودرېدلي دي، له دې امله د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وطنپالنه واقعاً د قدر وړ ده، ځکه وطنپالنه یوازې د خولې خبرې او شعارونه نه دي، بلکې هغه څه دي چې زموږ اتلان یې ترسره کوي.

د وسله وال پوځ سرتېري د خپلو همدغو انساني کړنو له امله د ولسونو په زړونو کې ځای لري، ځکه دوی تل په سخته، ستونزه او درد کې ولس ته ځان رسولی او هغوی یې د خپل ژوند په قېمت ژغورلې دي. په کومو ورځو کې چې زموږ مېړني ځواکونه په کندهار، زابل، فراه او نورو ولایتونو کې د خپلو سېلاب ځپلو هیوادوالو په ژغورنې بوخت وو، وسله والو طالبانو له دغه فرصت څخه په ناوړې استفادې په هلمند کې پر قول اردو برید وکړ او زموږ یو شمېر زمریان او د هیواد صادق بچیان یې شهیدان کړل.

وسله وال طالبان او تروریستي ډلې له وحشت، وژنو او دربدرۍ مه واره د وطن او خلکو لپاره بله برنامه، سوژه او پروګرام نه لري. وسله وال طالبان تل وحشتونه او جنایتونه ترسره کوي او دوی به هیڅ وخت هم له دې لارې نه یوازې په ولس کې ځای ونه لري، بلکې ورځ تر بلې د خلکو کرکه او نفرت راپاروي.