ولسمشر غني کډوالو ته د مشقت نه، بلکې فرصت په سترګه ګوري

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


افغانستان د مهاجرینو له اړخه لا هم د نړۍ د هیوادونو په سر کې دی،نیږې درې میلیونه افغانان مو پاکستان،تر دوو میلیونه یې په ایران،او په زرهاو نور په عربي هیوادنو کې اوسېږي.حتی ځیني په نورو هیوادونو کې زېږېدلي دي چې ځینې یې له بده مرغه په خپله ژبه او کلتور هم نه پوهېږي. دغو کډوالو په دې کې شک نشته چې ډېرې سختۍ وګاللې، مګر ځینو یې بهرنۍ تجربې زده کړې، په کار او بار پوه شول او حتی په ډېرو ښو پوهنتونونو کې یې زده کړې وکړې

.

د کډوالو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، کډوالو ته باید د مشقت نه، بلکې د فرصت او حتی پانګې په سترګه وکتل شي، ځکه دوی هم بهرنۍ پوهه لري، هم بهرنۍ تجربه لري او هم د کار او خدمت انرژي او روحیه ، که چېرې دوی وهڅول شي او زمینې ورته برابرې شي، نو د دوی له وړتیاو څخه د هیواد په ابادۍ کې ښه استفاده کېدلی شي.

زمونږ د ګران هیواد ډېری ځوانان له هیواد نه بهر نورو هیوادونو ته مهاجر شول، هغوی خپل هیواد د دې لپاره پرېښود چې په وطن کې د ترهګرو بریدونه او نا امني زیاته شوه او په هیواد کې کارونه مخ په خراپیدو شول دوی هم دې ته اړ شول چې خپل ګران هیواد پریږدي بهر ملکونو ته ولاړ شي.

له هیواده بهر کوم افغانان ورونه چې مهاجر شوي دي ځینو یې خپل ژوند په لارو کې له لاسه ورکړ،او ځیني بیا د بهرنیو وسلوالو لاسونو ته ورغلل،بعضې چې بهر هیوادونو ته رسیدلي هلته د کار د نشتوالي له امله بېرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي. دوئ چې کومه سرمایه لرله هغه یې بهر ته په سفر کې مصرف کړه، اوس دلته د کار روزګار لپاره له دوی سره دومره سرمایه نشته چې بېرته خپل کار او بار پرې شروع کړي.

کوم کسان چې له هیواده بهر تللي دي هغوئ وايي چې مونږ د دې لپاره له خپل هیواده مهاجر شولو چې په افغانستان کې  د ترهګرو بریدونو زور ومونده، مونږ هم دې ته اړ شولو چې له هیواده بهر لاړ شو. ځیني افغانان بیا غواړي چې بېرته خپل هیواد ته ستانه شي،دوي وایي چې افغانستان بغېر له افغانانو نه جوړیږي.

ولسمشر غنی کله هم چې بهر هیوادنو ته سفر کوي د خپل سفر په ترڅ کې هلته له خپلو مهاجروافغانانو سره کتلي، او له هغوئ سره یې دا ژمنه کړې چې زه به په افغانستان کې بې امنې له مینځه یوسم،او تجارانو ته به دا ډاډ ورکړم چې تاسو په خپل هیواد کې پانګونه وکړئ،ستاسو مال به هم خوندي وي او د هیواد ځوانان به هم پکې مصروفه شي.په دې سره به جنګ جګړې او بې امني له مینځه لاړه شي.

نوموړي متحده عربي اماراتو ته د خپل وروستي سفر پرمهال له تاجرانو او افغان کډوالو سره ژمنه کړې وه چې په درې میاشتو کې به د کابل د ښه امنیت د تامین په موخه غیر مسوولې وسله والې، خپلسرې، جنایتکاره او نورې ډلې له منځه یووړل شي او د خلکو خوندیتوب به تامین شي، په همدې موخه عملي هڅې پیل شوي او په تېرو څو ورځو کې زیات کسان نیول شوي دي.