له مېلمه پالنې د غني زده کړه

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

محمد اشرف غني چې د کور تر ټولو کمکی و، نو نیکه یې فرقه مشر عبدالغني خان د چارمغز ونې چې د دوی د باغ لویه برخه وه یوازې د خپل نازولي یانې اشرف غني انحصار بللې، ځکه تر ده یولس کاله وروسته یې بیا بل ورور وزېږېد،خو د دغه ګرانښت، نوکرانو او ناظرانو باوجود هم نیکه دخپلو زرګونو کوچیانو، دیشینو او ښاریانو د چای، چلم او ډوډۍ پالنه په خپل همدغه ګران او کمکي لمسي محمد اشرف کوله.

کمکي لمسي یوه ورځ خپل نیکه ته وایي، په کور کې د ناظرانو او نوکرانو باوجود د مېلمنو خدمت په ما کوې. نېکه یې ځواب ورکوي. پښتانه د مېلمه پالنه او عزت په ناظر او نوکر نه ، بلکې په خپل اولاد کوي، ځکه دا د زیات عزت او درناوي مستحق خلک دي. نیکه یې غوښتل د مېلمنو د ښې پالنې او عزت ترڅنګ خپل نازولي لمسي ته له لویانو سره د چلند او راشه درشې عملي زده کړه ورکړي.  

محمد اشرف غني د ژوند عملي او لوی درس په کمکینې د خپل نیکه د مېلمنو له پالنې زده کړ. نوموړی وایي، "هغه څه چې ما له کورنۍ او مېلمانه پالنې  زده کړل؛ هغه مې له ښوونځي او پوهنځي څخه زده نه کړل، ځکه هلته د کتاب فضا ده او دلته عملي درس وو. یو له بل سره د مشرانو چلند مو لیده او که څه پوښتنه به مې لرله، نو احمدشاه، میرویس یا زمري به تشریحات راکول چې ولې دا ډول رفتار کوو؟ ولې دا کوو؟ دا څوک دي؟ دا سلسله څه ده؟ ارتباطات مو څه دي؟  په څه دلیل ؟  دغه تشریح عملي زده کړه او روزنه وه."

محمد اشرف غني وایي، نیکه یې د افغانستان په هر ګوټ کې کار کړی وو او د دوی مېلمانه هم د افغانستان د بېلابېلو سیمو او قومونو وو. د نیکه د مېلمنو له برکته نوموړی د افغانستان له ګڼو قومونو او خلکو سره بلد شو. هغه وایي، " داود خان لویه جرګه وغوښتنه د نانسي دوپري خاوند لویي دوپري هغه وخت دا لېست ماته را وړ او لا دېرش کلن نه وم ۶۵ فیصده دا خلک چې په لېست کې وو ما په درې ساعتونو کې ورته تشریح کړل، ځکه دا پیوند د افغانستان ما پېژانده او د ا د کورنۍ او مېلمه پالنې له برکته وو."

ډاکټر غني وایي که په کمکینې د مېلمه پالنې له لارې د نیکه روزنه نه وای، نوله بهره به بېرته نه وم راغلی، ځکه زما ډېر همزولي بېرته را نغلل، خو زه راغلم او دارېښه له دغې مېلمه پالنې او راشه درشه څخه رامنځته شوه.

د همدغې عملي زده کړې له برکته ولسمشر غني د هیواد ګوټ ګوټ، قومونه، خېلونه او ډېر مشران په نومونو پېژني، ځکه په کوچنیوالي او زلمیتابه کې یې هغوی لیدلي او همدغه شناخت له هغه سره د حکومتولۍ په چارو کې ډېره مرسته کړې او هغه یې له نورو ډېرو څخه ځانګړی کړی دی.