د نشه یي توکي، تروریزم او جنګ پر مخنیوي د ښاغلي غني ټینګار

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

 

جنګ، تروریزم او نشه یي توکي هغه درې شومې پدیدې دي چې خطرونه او زیانونه یې یوازې تر افغانستان پورې محدود نه دي، بلکې د ټولو هیوادونو او ولسونو د ژوند پر وړاندې خطر او تهدید بلل کېږي. نوموړي د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې چې په پلازمېنه بیشکیک کې جوړه شوې وه د چهارشنبې په ورځ وویل: " مخدره مواد، تروریزم او جنګ د شانګهای د همکاریو سازمان غړیو او ناظرو هېوادونو امنیت او هوساینه ګواښي.

په فراه ولایت کې په وروستیو عملیاتو کې زموږ امنیتي ځواکونو د مخدره توکو ۵۳ لابراتوارونه چې د مخدره توکو قاچاق وړونکو ته یې کابو یو میلیارد امریکایي ډالر زیان واړاوه، له منځه یووړل. هغه څه چې په وروستیو کې لېدل شوي، د اپیمو او هیروینو د تولید تر څنګ د میتمفیتامین (methamphetamine) تولید هم ترویج شوی. په سیمه او نړۍ کې ټول والدین باید په دې هکله اندېښنه ولري او هر هېواد باید د دغه ګواښ د دفعې لپاره مرسته او اقدام وکړي. "

له تېر ژمي راهیسې د ترهګرۍ پر ضد د اقداماتو ترڅنګ د نشه یي توکو د پروسس مرکزونو د ویجاړولو هڅې هم ګړندۍ شوېدي او موږ د دې شاهدان یوو چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د نشه یي توکو د پروسس مرکزونه په نښه کړي دي، ځکه چې له یوې خوا په خپله نشه یي توکي د ژوند لپاره تهدید دی او بل خطر یې دادی چې مافیایي او تروریستي ډلې د نشه یي توکو له لارې ترلاسه شوې پیسې په جنګ لګوي او د وګړو ژوند ته تهدید پېښوي. افغان دولت د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې دې نتیجې ته رسېدلی دی چې د تروریستانو عایداتي منابع باید په نښه او له منځه یووړل شي او نشه یي توکي د دوی له عمده مالي منابعو څخه شمېرل کېږي.

 

ولسمشر غني د شانګهای همکاریو سازمان د غړونو هیوادونو مشرانو ته په خطاب کې وویل، "سره له دې چې د تروریزم پدیدې او ګواښ پر وړاندې اجماع وجود لري او موږ له تاسې ټولو سره په ګډه همکارۍ ستاسې د امنیتي ګواښونو د راټیټولو لپاره همکاري کوو، د دې اړتیا لیدل کیږي چې د ټولو د امنیت او هوساینې لپاره په یو ګډ نظر توافق ته ورسېږو. هغه څه چې اړتیا ورته لېدل کیږي، د ګواښونو پر وړاندې د حمایوي سیسټمونو او عواملو درک دی، چې پرته له شکه منځ مهاله او د امکان تر حده اوږدمهاله به وي. مونږ هیله لرو چې د ملګرو ملتونوخپله سټراټیژي په یوه پرېکړه لیک یا د عمل جامع پروګرام باندي اړوي تر څو موږ سیمه ییزه او نړیواله همکاري لا زیاته کړو."