د غني دا ځلي سفر ته ډېرې هیلې او امیدونه

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

په پام کې ده چې راتلونکې اونۍ ولسمشر غني د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه پلازمېنې اسلام اباد ته سفر ولري. د ولسمشر غني دې سفر ته ډېرې هیلې او امیدونه دي او باور دی چې دا سفر نه تشریفاتي او نمایشي نه، بلکې کاري او عملي سفر وي، ځکه چې له یوې خوا پاکستان له بار بار غوښتنو، بلنو، عذرونو او ننواتو وروسته ایله په دې وتوانېده چې ولسمشر غني پاکستان ته په سفر او ورتلو راضي کړي.

بل لورته له تېرو دوه درې میاشتو راهیسې افغانستان او پاکستان د دې سفر په اړه په بېلابېلو کچو کاري او مشورتي غونډې وکړې ، حتی د دواړو هیوادونو مشرانو په سعودي عربستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې له یو بل سره ولیدل او د نېکمرغه کوچني اختر په ورځ هم ولسمشر غني په خپله وینا کې دې سفر ته په اشارې وویل چې د نمایشي او تشریفاتي سفرونو او غونډو وخت تېر دی او د عملي او کاري سفرونو او غونډو اړتیا ده.

ښاغلي غني د خپلې واکمنۍ په لومړيو کې پاکستان ته سفر کړی و چې پاکستان حکومت ورسره ډېرې ژمنې کړې وې، مګر له بده مرغه چې پاکستان په خپلو هغو ژمنو عمل ونه کړ او په غبرګون یې ولسمشر غني نه یوازې له پاکستان سره خپلې اړیکې وځنډولې بلکې له هغوی یې مخ واړاوه. دې کار پاکستان ته په سیاسي او اقتصادي لحاظ سخت فشار ورکړ.

ښاغلی غني داځل غواړي چې پاکستان هیواد ته یو داسې سفر تر سره کړي چې په هغه کې د هیواد لپاره لاسته راوړنې ولري او بېرته تش لاس هیواد ته راستون نشي. ځکه چې پاکستان زیاتې وعدې تر سره کړي او په عمل کې بیا نه دي تر سره کړي. دا ځل د ښاغلي غني غوښتنه دا ده چې هغه وعدې دوی تر سره کړي دي، نو د عملي کولو لپاره یې اقدام وکړي. ځکه چې د پاکستان له دروغو وعدو نور افغان حکومت ستړی شوی دی او نور یې د زغم وس هم نه لري.

پاکستان  له افغان حکومت سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، د تاوترخوالي کمول او د بين الافغاني خبرو په پیلولو کې همکاري د مرستې ژمنه کړې وه چې باید دا هر څه یې تر سره کړې وه. خو دوی پر خپله ژمنه اونه درېدل او له دې هر څه یې سر غړونه کوله. خو دوی په دې نه پوهېدل چې د دې ټولو ژمنو پوښتنه به له مونږه کوي او له مونږه به یې عملي اقدام غواړي.

پاکستان ته دا پته نه وه چې ښاغلی غني د نورو ولسمشرانو په څېر نه دی. څه چې وايي په هغه کې جدي وي. او ښاغلی غني له خپل هیواد  سره له خپل ځانه هم زیاته مینه لري. دی د هیواد لپاره خپل ځان او مال په خطر کې ورکوي خو وطن ته خدمت کوي او بار بار یې ویلي دي چې سر مې له وطنه ځار. ځکه خو ورځ تر بلې یې ملاتړي زیاتېږي او کمېږي نه. دا ځل پاکستان ته یو بل چانس ورکړل شو، نو اوس به وګورو چې پاکستان د ولسمشر غني له دغه ورکړل شوي چانس څخه څومره استفاده کولی شي؟