افغان مېرمنې تر پخوا ډېرې فعالې شوي

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
مطیع الله سحر
افغان مېرمنې تر پخوا اوس زیاتې فعاله شوي دي. دوی ته کاري فرصتونه او زمینې زیاتې شوي، د زده کړو پر وړاندې یې کنګل مات شوی او دا مهال ډېرې افغان مېرمن په زده کړو بوختې دي، په بېلابېلو ادارو کې مهمې دندې او مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کوي او د ټولنې دغه اکثریت چې څومره له غیر فعال او فلج حالت څخه راوځي، نو همغومره د ټولنې پرمختګ سره ډېره مرسته کېدلی شي
.
افغان مېرمنې اوس غواړي چې له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه ودرېږي او له هغوی سره یوځای د هیواد او ملت لپاره خدمت وکړي. له امنیتي او دفاعي ځواکونو را نیولې تر ملکي ادارو، سفارتونو، وزارتونو او خپلواکو ریاستونو پورې افغان ښځې خپل استازیتوب په خپله کوي او له نورو یې ښه کوي.
پخوا به یې ښځې د کور او ګور ګڼلې، مګر اوس ښځې د ښوونځي، زده کړو، کار او دفتر دي او د ښځو په برخه کې دغه مثبت بدلون او پرمختګ د افغانستان د روښانه راتلونکي زېری لري، ځکه چې افغان مېرمنې خپل ولس او وطن ته د کار او خدمت مینه او لېوالتیا لري او دوی خپل مسوولیتونه په ډېر دقت ترسره کوي.
د ښځو د دغه مثبت بدلون او پرمختګ په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني هڅونه، پاملرنه او ملاتړ د قدردانۍ وړ دی، ځکه نوموړي ښځو ته دا جرئت ورکړ چې دوی تر نورو ښه کار کولی او ځان ځلولی شي او د همدغه اعتماد له مخې یې هغوی ته د کار او خدمت فرصتونه برابر کړل، مهم مسوولیتونه یې ور وسپارل او د هغوی دوامدار ملاتړ یې وکړ.
ښاغلي غني لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده د هیواد او ملت لپاره ډېر زیات کارونه وکړل او په ځانګړې توګه یې د افغان مېرمنو لپاره کاري پلانونه په کار واچول تر څو هغوی هم ځان، هم خپلې کورنۍ، ټولنې او هیواد ته داسې کار او خدمت وکړي چې د ټولو د ویاړ وړ وګرځي.  د ښاغلي غني د همدغې هڅونې او پاملرنې له برکته نن موږ ښځینه وزیره، ښځینه والۍ، ښارواله، معینه، رئیسه، سفیره، وکیله، سناتوره او نورې لرو او که خدای کول دا شمېر به ورځ تر بلې زیاتېدونکی وي او څومره چې دا شمېر زیاتېږي، نو همغومره به یې اغېز او ښه والی په ټولنه او ادارو کې د درک وړ وي او له ورایه به محسوسېږي.
د هیواد په دې بې امنۍ کې بیا هم افغان مېرمني په ډېر باور او ډاډ خپل کارونه تر سره کوي، ځکه چې دوی پر خپل او د هیواد په روښانه راتلونکي باورمندې دي او د همدې لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي.
د ښځو د زده کړو اغېز تر یو او دوه نسلونو پورې محدود نه وي، بلکې د ولسمشر غني په خبره ان تر پنځو نسلونو پورې محسوس دی او نوموړی خپل ځان د یوې لوستې نیا د لاس ثمر او برکت بولي. هغه وایي نیا یې چې په هند کې په تبعید کې زده کړې او تحصیل کړی وو، نو د ده په ګډون یې خپله ټوله کورنۍ زده کړو ته وهڅوله او هغوی تر لوړو مقامونو پورې ورسېدل.