په ښاري نظم د ولسمشر غني ټينګار

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
محمدبشیر یوسفزوی
پرون په سلامخانه ماڼۍ کې د نړیوال ښاري سمپوزیم په مناسبت مراسمو ته ولسمشر غني وویل، تر دې وړاندې ښاروالۍ په چوروالۍ بدلې شوې وې او ښاروالیو یوازې د تنظیف چارې ترسره کولې، دلیل یې دا وو چې وضاحت نه وو موجود، مګر اوس ښاروالۍ په یوه منظمه شبکه بدلې شوې دي
.
په رښتیا هم د ښاروالیو له ناحیې څخه زیاتې ستونزې موجودې وې. ښاروالۍ په مصرفي ادارو بدلې شوې وې، حال دا چې ښاروالۍ باید عایداتي ادارې وي، ځکه چې دوی د ښاري خدماتو او خپلو فعالیتونو له لارې زیات عاید ترلاسه کولای او بېرته د ښاري نظم او د ښاري خدماتو د کیفیت په ښه کولو لګولای شي، مګر په دې برخه کې لا هم ستونزه داده چې ښارونه او ښاروالۍ واکونه نه لري.
ولسمشر غني ټینګار وکړ چې ښارونو ته باید واکونه ورکړل شي او تصامیم باید د ناحیو او ګذرونو په کچه وي، تر څو ستونزو ته پر وخت رسیدګي وشي او د خدماتو کیفیت ورسره ښه شي. موږ ولیدل د ولسمشر کرزي په وخت کې به ښاروالیو یا د ورځنیو نرخنامو په پلمه له خلکو او کراچیوانانو او دوکاندارانو پیسې او باج اخیسته او یا به یې دولتي او شخصي ملکیتونه په خلکو پټ په پټه پلورل، همدغه وضعیت یو بحران رامنځته کړل. ښارونه د فساد په ځالو بدل شول، نه یوازې د فساد ، بلکې د کثافاتو په ډېریو چې لا هم په کابل کې د ګندګیو له بوی او ډډزو څخه خلک په اسانه تنفس نشي کولای.
مګر په دې وروستیو کې موږ ګورو چې ښاروالۍ په ځینو ناحیو کې فعالې شوې دي، خدمات وړاندې کوي، وړې وړې پروژې تطبیقوي، سرکونه، کوڅې او ویاړې په اساسي توګه جوړوي. د ساحو شنه کولو او سرسبزي کې مهم رول لري او داسې نور ډېر خدمات وړاندې کوي چې تر دې وړاندې یې درک نه وو.
ولسمشر غني د ښارونو په برخه کې بله عمده ستونزه بین المللي طرحې وبللې چې هغوی د لومړۍ درجه ښار پرځای په کوڅو پسې ګرځېدل او هلته بوخت وو. نوموړي په ټینګار سره وویل چې بین المللي طرحې باید په افغاني لیدلوري بدل شي، ځکه چې موږ خپلې ستونزې په اساسي توګه درک کولای او د حل لپاره یې مناسبه لاره چاره لټولای شو. په دې خاطر باید یو تحرک رامنځته شي، داسې تحرک چې هم د ښارونو ښکلا ورسره ښه شي، هم نظم او د پاکي اصول مراعات شي، هم خلک د ارامۍ احساس وکړي.
په دې برخه کې د ولسونو رول او همکاري مهمه ده، ځکه چې د ولس له همکارۍ پرته به مشکله وي چې ښاروالۍ او مسوولین دې د ښار په پاکي او نظم کې بریالي شي، مګر په دې برخه کې د مسوولینو مسوولیت دادی چې دوی باید عامه پوهاوی وکړي، انګېزه ایجاد او خلک دېته وهڅوي چې په ښاري نظم کې برخه واخلي. په دې برخه کې د کابل د مخکېني او یوازیني منتخب ښاروال غلام محمد فرهاد له بریالیو تجربه څخه استفاده کولای شي چې په لږ وخت کې یې په محدودو امکاناتو سره د کابل ښار بڼه بدله کړه.