د غني مقاومت او استقامت

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

زموږ هغه کلونه او شیبې لا هم په یاد دي چې که به حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په کلونو کې د نظار شورا د کوم غړي د ادلون بدلون تصمیم ونیوه ، نو که به هغوی اعتراض وکړ

او یا به یې د شپې کوم راکټ له کومې غونډې د کابل په کومه برخه را وتوغاوه، نو ولسمشر کرزی به یې وار له واره له خپله تصمیمه واړاوه. همدارنګه به چې بهرنیانو هم کوم فشار وارد کړ، نو کرزي صاحب به خپله غاړه نرمه کړه.

 

مګر ولسمشر غني بیا داسې نه دی، موږ ولیدل چې په تېرو پنځو کالو کې هم ګاونډیو هیوادونو، هم وسله والو طالبانو او نورو تروریستي ډلو او هم د امریکا متحدو ایالتونو د فشار بېلابېلې لارې او وسیلې تجربه کړې او وې غوښتل چې خپلې غوښتنې او فرمایشتونه په ولسمشر غني تحمیل کړي، مګر یوه یې هم نتیجه ورنه کړه، څومره به چې د نړیوالو، وسله والو ډلو او پاکستان او ایران فشارونه زیاتېدل، نو همغومره به یې پر وړاندې د ښاغلي غني مقاومت او استقامت زیاتېده.

 

ښه بېلګه یې د وسله والو طالبانو او د امریکا متحدو ایالتونو د پلاوي د سولې مذاکرات دي چې له تېرو لسو میاشتو ادامه لري. په دې لسو میاشتو کې له یوې خوا وسله والو طالبانو بریدونه، جنایتونه او وحشتونه زیات کړل او عام خلک یې په نښه کړل، له بل لوري د امریکا متحدو ایالتونو داسې کړنې او څرګندونې وکړې او لا یې کوي چې غواړي په ولسمشر غني فشارونه زیات کړي او دېته یې قانع کړي چې د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په پلمه شوی جوړجاړی اوسند په اسانۍ ورباندې ومني، مګر ولسمشر غني  په دې برخه کې په خپل استقامت استوار دی او په جرئت سره وایي چې ترهغو افغانان په سوله کې او مذاکراتو کې شریک نه وي او افغان دولت ته د سولې د مذاکراتو مالکیت ورنه کړل شي او زموږ اندېښنې ځواب نه شي، نو موږ به د سولې دغه ډول سندونه نه ومنو او نه هم راته د منلو وړ دي.

 

ولسمشر غني وایي چې مرګ او ژوند د خدای په واک کې دی. کله چې اجل را ورسېږي، نو هیڅوک یې هم مخه نشي نیولی او نه هم موږ څوک له مرګ څخه وېرولی شي. هغه وایي موږ ته تر ټولو زیات د هیواد عزت او حیثیت او د خپلو خلکو هوساینه او سوکالي مهمه ده او هره لحظه د همدې لپاره هلې ځلې کوو او له خپلو دغو ملي موخو او غوښتنو څخه یو انچ نه شاته کېږو او نه هم چاته د تسلیمۍ او تعزیت سر ټیټوو ، همدا زموږ سرې کرښې دي او هیڅوک دې د دغو کرښو د کراس کولو هڅه نه کوي.