سرتېرو او د دوی مېړانې ته سلام!

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

غلام جیلاني ځواب

 

سرتېرو ته دوه لاسي سلام، ځکه چې دوی په دې سختو شرایطو کې خپل اولادونه او کورنۍ پریښي او د خپل سر او ژوند په قېمت هر ډول قربانۍ ته چمتو دي. دوی په عالي مورال او په واز کومي وایي، موږ د الهي ارشاداتو په اساس د خپلو خلکو او خاورې دفاع کوو. په دې برخه کې زموږ وسله وال او زړور ځواکونه په مېړانه سرښندنو ته حاضر دي.

زموږ ټول هیوادوال د هیواد په ګوټ ګوټ کې د خپلو اتلانو د سرښندنو د قدردانۍ ترڅنګ په دې ویاړي چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په مېړانه د خاورې دفاع کوي. زموږ د هیواد د زړورو منسوبینو سرښندنې موږ ته ډاډ راکوي چې زموږ په ښارونو او کلیو د بریدونو د تداوم باوجود  زموږ د وطن د دفاع په لاره کې لوی ننګونې شته، اما د هیواد او خلکو په دفاع کې زموږ د ملت بریالیتوب حتمي دی. په هغه صورت کې چې د دې اتلانو سرښندنو ته د یو ملت په توګه درناوی وکړو او د اطمینان فضا او همدلي سره په هیواد کې عمل وکړو الهي توفیق زموږ د خلکو سره دی. 

په سیاسي برخه کې همدلي په ځانګړې توګه د دې بریالیتوب له پېش زمینو څخه دی. د یو لوی او په کثرت ګرایي او شکیبایي د معتقد ملت په توګه موږ کولای شو نظریاتي، ګروهي او خپل ټیمي اختلاف په پرانیستې توګه او له منطق او حکمت څخه په استفادې تنظیم کړو، د جناب رسول اکرم (ص) په وینا دا ډول اختلافات د رحمت مایه دي، البته ترڅو چې د اصولو مطابق، سوله ییز او په ښه توګه وي.

جمهوررئیس غني وایي، موږ به د سیاسي او ټولنیزو بحثونو لپاره زیات فرصتونه ولرو او په راتلونکو بحثونو کې به د خلکو د اقتصاد او ډوډۍ او حکومتولي په اړه له تاسو سره خبرې وکړم، اما له افغانستان څخه د دفاع په لاره کې به غفلت ونکړو او  نه به هم فرصت شاته کړو. موږ ټول او زموږ ټولو دار او مدار باید د افغانستان د دفاع خدمت کې او زموږ د خلکو د سرلوړۍ لپاره ولګول شي. زموږ دښمنان باید پوه شي چې موږ به هیڅ وخت زور ته تسلیم نشو.

زموږ سرتېري به د جنګ میدان کې په دولتمدارانو او سیاسي مشرانو باور لرلو سره بریالي شي. نو باید د اعتماد، ملي یووالي او د یو بل د منلو لپاره کار او کوښښ وکړو. زه ټول دې لوړې موخې ته د رسېدو لپاره رابولم.

ښاغلی غني څرګندوي، زموږ د ملي اردو او امنیتي قوتونو غیرتي منسوبین چې د کندز د شهید سرتېري عمران الدین او د ننګرهار د شهید بریدمل مراد گل او شهید ډګرمن عنایت الله غوندې یې د دین، وطن او مسلمان ملت د دفاع په لاره کې سرونه قربان کړي، د افغانستان د تاریخ ویاړونه دي. موږ د یوه واحد ملت په حیث مکلف یوو چې د ازاد، اباد او باثباته افغانستان لپاره د دوی ارمانونو ته وفادار واوسو او د ګران وطن دفاع خپله ملي، اسلامي او افغاني وجیبه وګڼو.