د تلې شپږمه دې د اتلانو ورځ ونومول شي

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
سږکال د تلې په شپږمه واقعا هم زموږ هیوادوالو او هم د هیواد ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلواله وکړه، نو د دوی دغې اتلولۍ ته په کتو باید د تلې شپږمه د اتلانو ورځ ونومول شي. سږنۍ ټاکنې عادي ټاکنې نه وې، بلکې هر څوک چې د رایو ورکولو لپاره تللی، نو دوی معلومدار په خپل ژوند داوو وهلی دی، مګر دا کار یې له بېباکۍ نه دی کړی، بلکې د جمهوریت او خپل محبوب ولسمشر د ملاتړ په موخه یې دا لوی خطر په ځان ومانه
.
سږکال وړاندوینه دا وه چې په ټاکنو کې به خصوصا د رایو ورکولو په ورځ سختې وینې وبهول شي، ځکه د بریدونو، چاودنو، انتحار او انفجار احمتالات بېخي زیات وو، مګر له یوې خوا زموږ ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه وکړه، ځکه چې په وروستیو دوه میاشتو کې یې ډېرې سختۍ وګاللې او د دښمن ټول تهدیدونه او خطرونه یې په جرئت سره دفع کړل، هغوی ته یې د دې اجازه ورنه کړه چې د رایو ورکولو په ورځ په مرکزونو پراخ بریدونه وکړي او یا داسې موټر بم چاودنې وکړي چې له یوې خوا خدای مکړه د خلکو د زیاتې مرګ ژوبلې لامل شي او له بل لوري خلک ووېروي او په ټاکنو کې درایو ورکولو څخه د دوی مخنیوی وکړي.
سږکال امنیتي او دفاعي او کشفی ځواکونو په ګډه همغږۍ او همکارۍ تر بل هر کال او هر ځل خلکو ته د رایو ورکولو لپاره لا ښه زمینه برابره کړه. بل ښه والی دا وو چې د ټاکنو کمېسیون هم د رایو ورکولو محلونه زیاته کړل او په دې ډول یې د خلکو د ګڼه ګوڼې مخنیوی وکړ او دا اسانتیا یې برابره کړه، چې خلک په اوږدو کتارونو کې منتظر پاتې نشي، بلکې په څو دقیقو کې خپله رایه وکاروي او بېرته خپلو کارونو او کارځایونو ته ستانه شي.
سږنۍ ټاکنې هم د شفافیت، هم د سراسري والي، هم د امنیت او هم د خلکو د ګډون له پلوه عالي وې، ځکه چې له یوې امنیتي تهدیدونه موجود وو، له بلې خوا سیاسي بې باوري فضا خړه پړه کړې وه او هیڅوک په دې باوري نه وو چې ټاکنې به ترسره شي، مګر د دې ټولو باوجود زموږ خلکو شهکار وکړ او خپلې رایې یې د جمهوریت او په لوی اکثریت د خپل ولسمشر ډاکټر غني په ګټه وکارولې. نړۍ هم زموږ د خلکو دا جرئت، د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې او د ټاکنو کمېسیون ښه کار او پرمختګ وستایه.