د وجایبو ارزښت

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

اساسي قانون د وګړو حقونه او وجایب دواړه درج کړي دي، مګر په رسنیو، بحثونو، څرګندونو او شکایتونو کې یوازې د حقونو خبره کېږي. د وجایبو خبره ډېره نه یادېږي، نو په دې اساس دا مهمه ده چې موږ د مسول شهروند یا وګړي په توګه د خپلو حقونو د غوښتلو ترڅنګ خپل وجایب هم نه یوازې وپېژنو، بلکې پرځای یې هم کړو.

د وګړو د حقونو تامین که یوازې د دوی په ګټه دی، نو د وجایبو پرځای کول بیا د ولس، ټولنې او نظام په ګټه دی، نو په دې خاطر ورته توجه پکار ده. د بېلګې په توګه قانون حکم کوي چې موږ باید د خپلو عوایدو مالیه ورکړو، مګر موږ ګورو چې ډېر کسان په دې برخه کې ناغېړی کوي، مګر همدغه ناغېړی د دولتي ادارو پر خدماتو بد اغېز کوي، ځکه که چېرې موږ مالیه ورنه کړو، نو معلومدار چې کلني عاید کمېږي او عاید چې کم شو، نو اتومات ورسره خدمات هم کمېږي.

دا مهمه ده چې د دولت په عوایدو کې د خلکو د ونډې فرهنګ د شهروندي د یوې وجیبې په توګه پیاوړی شي، ځکه هغه منبع چې خلکو ته د دولت خدمتونه برابروي، د دولت په عوایدو کې همدا ولسي ونډې دي. د دې فرهنګ رامنځته کول او پیاوړي کول په هغه رول پورې اړه لري چې مدني ټولنه یې ترسره کوي.

مدني ټولنه د دې لامل کېږي، څو خلک د ژوند له لومړنیو مسایلو او د شهروندۍ له مسوولیت سره بلد شي. لکه خلک درک کړي چې د دولت د مامورینو، ښوونکو او امنیتي کارکوونکو تنخواګانې له هغو عوایدو څخه تامینېږي چې د وګړیو د ونډې په واسطه تامین شوې دي. پر دې بنسټ وګړي همغسې لکه د عوایدو په تامین کې چې رول لري، د هغو سم او شفاف لګښت هم څارلی شي.

د عایداتي جرمونو په کشف کې مدني ټولنه ، په ځانګړي ډول پلټونکې خبریالي برجسته رول لرلی شي. موږ دولس دڅېړنو اوونډې پربنسټ چې په ملي شورا او ولایتي شوراګانو کې د هغوی د باصلاحیته استازو له خوا ترسره کېږي، اعتبار ورکوو، څو د مالیاتي شفافیت فرهنګ د راټولولو یا لګولو په برخه کې په ټولنه کې بنسټیز شي.  نو د ټولنې هوساینې، سوکالۍ او ثبات لپاره د فردي ازادیو او حقونو د تامین ترڅنګ د وجایبو او مکلفیتونو موضوع هم مهمه ده او باید په اساسي توګه تعقیب او تطبیق شي.