د کرونا په ورځو کې ډولچی پلورونکی

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

دودیال

Drummer sellers

دغه لیکنه به متشبثینو، ځوانانو او په تیره د اقتصاد محصلانو ته په زړه پورې وي.

د کرونا خپریدو؛ په تیره بیا په ښارونو کې د خلکوپه ژوند کې ډیر بدلون راوست. د دغه بدلون یو اغیز په اقتصاد، اقتصادی معاملاتو، د عادی خلکو په راکړه- ورکړه، د دوی ورځنی کار او پیر-پلور کې تر سترګو کیږی.

د کرونا له خپریدو سره سم دقرنطین په وضع کیدو سره ، خلکو مارکیټونو ته تګ –راتګ بند یا کم کړ، دغه فرصت څخه یو شمیر پلورونکو استفاده وکړه، په لاسګاډیو یا موټرو کی یې د اړتیا وړ اجناس واچول او په کوڅو او د کورونو مخی کې یې نارې- سورې او د خپلې متاع دپلورولو لپاره یې د مشتریانو د جلب لپاره صفتونه پیل کړل. په اقتصاد کې دغه ډول پلورنکو ته Drummer  يا ډولچى پلورونکى وايي. دوی د يو شمېر غږونو، د لوډ سپېکر په واسطه د شور- زوږ جوړولو او د خپلې متاع د نمونې په ښودلو سره د مشتريانو په جلبلولو لاس پورې کوي، دوی ته طبال يا ډولچى پلورونکى وايي. دغه ډول پلورونکو ته به پخوا بقال ویل کیدل چی د (ګندنه هو ګل سرشوی) په غږونو به یی متاع خرڅوله، خو اوس د هغو ځای موټرو نیولی دی. جالبه ده چی دا ډول پلور ډیرو نورو هیوادو کې هم دود و.

نارې ، سورې، نغارې غږول د خرڅلاو ښه وسيله ګرځول د هوښيارو پرچون پلورونکو کار دى، دغه طريقه ډېر کسان دوى ته را اړولى شي. دغو خلکو په حقيقت کې يو خدمت په غاړه واخيست . له یوې خوا یې کورنیو ته لویه آسانتیا راوسته، له بلې خوا یې ځانته د معیشت وسیله برابره کړه. د اقتصاد محصلانو ته دا یوه ښه بیلګه ګرځي. راقم الحروف د کرونا له پیل څخه د کرونا اغیز پر اقتصا د عنوان لاندی مقالی او بیا کرونا په احصاېیوی ګرافونو کې او د کرونا له امله د بیو شاخصونه ، دمقدار شاخصونه او دې ته ورته مسایل بیان کړل. د اقتصادمحصلانو ته یادونه کوو چې خپل مسلک، ترلاسه شوی پوهه او لوستل شوی درسونه د ژوند واقعیتونو ته نږدی کړی، دوی باید ډیر ژر د دغې ناڅاپې پېښې له امله د اقتصادی زیان دبیرته جبران په برخه کی هم فکر وکړی.

 

د تاریخ په بیلابیلو وختونو کې انسانی ټولنې له راز راز ناخوالو او کړکیچونو سره مخامخ شوی دی، زموږ په اوسنی وخت کې دغو ناخوالو ته بحرانات اوحوادث (crisis & disasters ) وایی، دغه ډول پېښې په اقتصاد کې نوسانات او ځینی وخت لوی کړکیچونه پېښوی لکه په اروپاکی د ۱۹۳۰مو کلونو اقتصادی بحران . په دې کې جګړه، زلزلې، سیلاوونه، ناروغۍ ، وچکالی، سیاسی کشمکشونه او داسې نور مصیبتونه راځي. له علمی پلوه د بحران او د حوادثو دمدیریت لپاره ټاکلې او ښودل شوې طریقې شته. په همدې خاطر ستاسو په مضامینو کې دنوساناتو تیوری، دخطراتو مدیریت او دزیان جبران تدریس کیږی. یقین لرو چی زموږځوانان دې ډول ستونزو ته تدبیر سنجوی او لار ورڅخه نه ورکیږی.