غنیمت وختونه

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

سیدعبیدالله نادر

وخت په چټـکي ، له مخــــــــي مو تیریږي

زمانـــه،  د چــا د پاره ، نه ودریــــــــــږي

خو افسوس ، زمونږ په حال باندی همدا دی

چې په قدر ، د زمان، څــــــوک نه پوهیږي

نادر

 

 

دا یو څرګند حقیقت دی ،او ټولو ته ښکاره ده چی مونږ د وختونو څخه ښه ګټه نه ده اوچته کړی .حتی که وختونه زمونږ په ګټه هم راغلي ،خو مونږه تری ښه استفاده نه ده کړی .یعني وختونه مو نه دي مهار کړي .یا دغفلت له وجهی او یا هم د کم استعدادۍ له وجهي، فرصتونه او وختونه زمونږ له لاسه د عوامو په اصطلاح په مفته کې  تللي ،

وخت غنیمت دی ،خو له لاسه وځي

ژرشه چې وخـت په تیریدو دی ګله

تبـاه برباد له جهــــالته یـــــو مـونږ

دغه دوران، د پــــــــوهیـدو دی ګله

خو بر خلاف دښمنانو ډیر د وختونواو فرصتونو څخه ښه ګټه اوچته کړی، او هغوی د وختونو په قدر تر مونږ ښه پوهیدلي،اوپوهیږي ،یعني حالا تو څخه یی دخپل ملک او خلکو د پاره ښه کار اخیستی .نو راځئ چې د فرصتونو او وختونو څخه ښه ګټه پورته کړو ،او شرایط د خپل په ګټو وڅرخاوو ،د زمان څخه ښه استفاده وکړو ،لکه دا نورو ملکونوپه شان ، خصوصا ګاونډیانو چې کړې او کوی یي .

دښمـــــنانو په خپل پوهه ، ښه وختونه مهار کړي

هر لمحه زمونږ له مخي ، فرصتونه د دوران ځي

نادر

په اوسني شرایطو کې د خپلو سترګو په وړاندي ښه وینو،چې زمونږ د چارواکواو رهبرانو څخه ښه وختونه په تیریدو دي .او باید مونږه هم و خت څخه د خپلو خلکو او خپل ملک د خدمت د پاره تری هغه ګټه اوچته کړو چې لازمه ده .مونږ په دي څلورو لسیزو کې د خپلو سترګو په وړاندی ولیدل ،چې دښمنانو هغه کوم موقف چې مونږ دنیا ته درلود، د هغی نه په استفادې سره یې خپل ملک او خپلو خلکو د پاره کار او خدمت  وکړ ، او خپل ملک او وطن یې آباد کړ ،او لا تر اوسه هم لګیا دي ،خو برخلاف مونږ او زمونږ رهبرانو او مشرانو د دي فرصتونو څخه هغه   استفاده چې لازمه وه،و نه کړه ،همدا وجهه وه چې زمونږ مصیبتونه ، او کړاونه ورځ تر بلي زیات شول ،اومخ په زیاتیدو دي ،د دي له پاره چې دښمن خپل پروګرام په خپل زړه او په خپل خیر مخکي بو ځي ، نو زمونږ د مشرانو په مینځ کې یې هم بی اتفاقی  واچوله زمونږ ساده مشران یو تر بله سره وغورځیدل ،هغه کوم وختونه چې دوي د سوکالۍ او رغاونۍ د پاره درلودل هغه یې هم د لاسه ورکړل ،په دي څلورو لسیزو کې ډیر وختونه داسي راغلل چې زمونږ په ګټه ول ، مګر مونږ ترې ښه ګټه او چته نه کړه ، د ۲۰۰۱د سپتمبر څخه وروسته هم حا لات زمونږ په ګټه څرخیدلي ، د دنیا په یوه لویه پیمانه مرستي مونږ ته راغلې ، ټوله دنیا مونږ سره ودریدله ، خو مونږ دلته هم وختونه نه دي مهار کړي ،

خواږه وختونه ، انتظار کاږي زمونږ

خوند له وختونو اخیستل دي په کار

چې پس له دي شي دا وختونه مهار

د غنیمت وخت رانیول دي په کار

نادر

مونږ د څلورو لسیزو د دي حالاتو څخه هیڅ درس او تجربه وا نه خیسته ، د رودکی د فارسي د دي شعر په مصداق :

هرکه ناموخت از ګذشت روزګار

نیز ناموزد ، ز هــــیچ آمـــوزګار

رودکی

که زمونږ د ګاونډی ملک کې حالات خراب شول ، او ټولو دنیا د ترهګرو د روزلو په سر وغنده ،لکه دریاب په شان هغه مرستی یې پرې بندی کړې ،او تحریمونه یې پرې جاري کړل ، بیا هم ، مونږ د خپلی ګټی کار مو د خپلو خلکو او ملک د پاره ترې وانه خیست ،ډیر لوی لوی مثالونه د عبرت د اخیستو مو مخي ته راغلل خو مونږ ترې عبرت وانه خیست ،

هره پاڼه د تاریځ ، د آزمایښ بابونه ســــتایي

ګذرګاه کې د عبرت لوی ، مثالونه دي راځي

د ګاونډیانو په کور دننه مو لګیا دي ، انقلابونه راروان دي ،او دنیا یي ټول یواځي پریږي خو بیا هم مونږ د دي حالاتو څخه په خپله ګټه ترې کار نه شو اخیستلای ،یعنی دا هغه وخت دی ، چې مونږ یی په خپله ګټه و څرخاوو ، دغه او اوس اوس دا څو ورځو کې زمونږ د بل ګاونډی ، ایران  خارجی اړیکی ، مخ په شلیدو دي ، او داخلي اړیکي یې هم ښه نه دي ، یانی د قوی بحران سره مخامخ دي ،    ، خو مونږ بیا هم حالات نشو مهارولی ،خپله کمزوری هم په دي کې ښایو ، څومره چې ځان کم زور وښایو ، په هماغه اندازه وروسته پاتي کیږو ،یعنی لازمه ده چې د شرایطو سره سم ځانونه جوړ کړو ،او یا خپل سیاست د زمان په مطابقت سره وکړو ،د جهاد د پیرڅخه باید ټولي چاری د جهاد مونږ په لاس کې نیولی وای ، خو د جهاد د کاروان رسۍ هم مونږ خره د لکۍ پوري وټړله ، ، د جهاد او مقاومت پوره صلاحیت باید زمونږ د خلکو سره وای نه  د ګاونډی ملکو سره پاکستان هر هغه افغانی شخصیت چې دوی ته مطلوب نه وو ، د خپلو تربیه شوو مسلکي جلادانو په واسطه له مینځه یوړل ، چې د ټولو نومونه اخیستل به په دي مختصر کې یې د ځاییدو امکان نه وي ، په هغه وخت کې هم باید زمونږه مشرانو احتجاجونه کړي وای ، خو متأسفانه داسي ونه شول ،اوس هم حالات داسي روان دي چې باید مونږ ورته سیاسي تدبیر ولرو ، اګرکه تر یوه حده ښه ګته اخیستلی هم شوي ، یعني دا چې پاکستان لارې بندې کړي او د طورخم د لاررې څخه نوري ، مظبوطي لارې پیدا کړې او لا لګیا یو پیداکوو یې هم ،دا یوه لویه لاسته راوړنه بولم .خو آخوا پاکستان په ډیره یوه کمیدي ډرامه کې ، امریکییان ، او عربان وغولولول ، او د دوي څخه یې ډیرې پیسي ټر لاسه کړې ، دا هم د دوی د ځان په ګټه د دوی په تصور یو ښه سیاست وو ، او اوس هم په همدې کار لګیا دي ،او دې مداریتوب ته دوام ورکوي ،او په هغه لاس ته راوړو پیسو باندی د تروریزم د مضبوطولو د پاره کوښښ کوي ، مقصد د خپل بقا او نجات د پاره هر راز کوششونه کوي ،لکه څرنګه چې د اور په لیکه کتاب کې پرویز مشرف لیکلي ،او وایي :(د پاکستان د بقا او نجات د پاره مو، د افغانانو په وینه تویونه دریغ نه کاوه ، او په افغانانو کې مو د ورور وژنۍ افکار ځکه روزل چې پاکستان با ثباته پاتي شي ،که څه هم د افغانانانو په زړونو کې ،د جنتونو ارمانونه او وسوسې وي ،خو مونږ ته د خپل هیواد پاکستان بقا مهمه وه ) نو د دې خبري څخه دا ښکاره کیږي ، چې دوي د فرصتونو څخه ډ خپل وطن او خلکو په ګټه استفاده کړې ، او کوي یې ، نو مونږ ته په کار ده چې د ګاونډي مشرانو د تګ راتګ په هکله زمونږ وطن ته ډیر پام ولرو ، ځکه د دوي تګ راتګ که څه هم د سولي د راوستو په خاطر وي ، بیا هم په کې خپلي ګټي په نظر کې نیسي ، یعنی خباثت په کې مو جود وي ،چې دي ټکي ته زمونږ چارواکي باید پوره پام وساتي