دمسافرو لويه خدايه!

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله روشن

دنړۍ لويه او پراخه سينه په خپل غولي ټولو حيه او غير حيه  موجوداتو ته ديوې لنډې مودې لپاره چوپړ کوي،که په حقيقت کې فکر وشي دغه دنيا چې نن موږ په کې د ،پاچاهۍ،اميرۍ،ملکۍ اومشرۍ

دعوې کوو داسې مثال لري لکه يو څوک چې له خپل کوره يوه بل لرې ځای ته څو ورځې د مېلمستيا په موخه ځي،ځکه اصلي نړۍ خو بله ده.

خو په دې مسافره نړۍ کې بيا ددې نړۍ، ،اسمانونو،ستورو،کهکشانونو اوسيارو ستر خالق د انسانانو لپاره دژوند ډېرې اسانتياوې ،مشکلات،غمونه،خوښۍ او لوړې ژورې پيداکړي دی،داپه دې خاطر چې هغوی د الله جل جلاله دقدرت او خلقت په معنی وپوهېږي،نن که دنړۍ د بېلابېلو هېوادونو وګړي ،له يوه ځايه بل ځای ته دخپل ژوند دهوسا کولو په خاطر سفرونه کوی،په مياشتو او کلونو خپل ټاکلي هدف ته رسېږي،هلته بيا په مياشتو اوکلونو دهغو دولتونو لخوا چې دوی ورته ور مسافر شوي دي،يا منل کېږی،يا بنديان کېږي، او ياهم بېرته خپل هېواد ته شړل کېږی.

دهمدغو له جملې څخه يو هم  زموږ ګران افغانستان دی چې ډېری وګړي يې د غربت،ناچارۍ او يو عالم مشکلاتو په وجه خپله کورنۍ پرېږدي او ډېر لرې ورڅخه ځي،چې په هغوی کې بيا ډېرخلک  يا تر ځايه رسېږي اويا دلارې په اوږدو کې د يونان،بلجيم،ايټاليا،لندن،جرمنی او نورو اسياسيي او  اروپايي هېوادونو په ځنګلونو،صحراګانو او غرونو کې دځناورو اوياهم په سمندرونوکې د ماهيانو او نورو هغو وژونکيو خوراک شي کوم چې په اوبوکې ژوند کوي،دلته په کورونوکې يې دکورنۍ غړي ورپسې لالهانده او ستړي وي،نه يې ورسره دتماس امکانات  وي اونه کومه بله مرجع چې په مرسته يې وکولی شي دخپل اولاد او خپلوان خبر تر لاسه کړي،هغه اجنټان چې له دوی څخه يې ملا ماتوونکي پيسې اخستې وي او درسولو ضمانت يې کړی وی په دغو وختونوکې بيا هغوی هم ځان ورڅخه پټوي،که فون ورته وکړي ځواب هم نه ورکوي،ځکه هغه څوک چې ده يې د رسولو ضمانت کړی وي هغه اوس په دې دنيا کې نه وي او کورنۍ ته يې هم کوم مثبت او خوشحالوونکی خبر نه لرې،په همدې اساس دی هم نه حاضرېږي.

کله چې له پورته يادو شويو کسانو څخه کوم يو خارج ته ورسېږي اوخپل هدف تر لاسه کړي،هلته بيا ورته په مياشتو مياشتو کارونه نه پيدا کېږي او د پوليسو له وېرې له استوګنځای څخه بېرون هم نشي را وتلای اوکه راووځي نو پوليس يې نيسی،بيا په کمپونوکې بنديان پراته وي او کيسونه يې چلېږي چې په دې دوران کې هم له کورنيوسره تماس نلري،دلته يې کورنيوپسې هره ورځ هغه خلک راروان وي چې دوی ورڅخه پيسې پور کړي دي او خپل اولاد يې خارج ته استولی دی،هغوی هم ورباندې وطن تور تنور کړی وي،چې په همدې وخت کې يې کورنۍ مجبوره شي کوم څه چې په کور کې قېمتي ويني ورته پلوري يي او ورکويي يې او يا يې ورته له بل چاڅخه په سود قرض کوي او پخواني شخص ته يې ورکوي،دلته يې دوی دهغه په تمه قرضوي اوهلته هغه په جېل کې بندي وي.

ددې ټولو ترڅنګ پکې ډېری هغه ځوانان هم وي چې دلته په هېواد کې يې کوژدې کړې وي خو د واده لپآره په لاس کې څه نلري هغه هم مجبور شي چې بل ملک کې يې وګټي او دلته يې راوړي چې ډېر خو په کلونو کلونو پسې ورک وي اوچې راشي سپين ږيري وي،دلته نجلۍ دپلار په کور کې له پېغو رونو ډک ژوند تېروي او دهغه په تمه ناسته وی اوهلته دهغه درک نه وي.

داچې ولې دډېرو نورو هېوادونو پشان افغانستان هم هغه هېواد دی چې ډېری وګړي يې په تېښته دي،لامل يې څه دي او له دغو مشکلاتوسره په کلکه مبارزه په څه ډول بايد وشي .

يو لامل يې د دولت لخوا ځوانانو ته په خپل چوکاټ کې د کار زمينه نه برابرول اوپه هغوی اعتماد نه کول دي،کله چې يو ځوان له ښوونځي او پوهنځي څخه فارغ شي او د دندې د پيداکولو لپاره يو ې ادارې ته مراجعه وکړي،په اداره کې ورڅخه د کاري تجربې پوښتنه کېږي چې  نوی فارغ شوی کس  تجربه نلري،ځکه ده تر اوسه زده کړې کولې اودنده يې نده ترسره کړې،کله چې په اداره کې منفي ځواب ورکړل شي،يا له هېواده د وتلو هڅې لار غوره کوي،يا له ډېرو تشويشونو او غمونو څخه مخدره توکيوته مخه کوي اوياهم په بدکاريو او غلاوو لاس پورې کوي چې د ډېر کم وخت په تېرېدو ورڅخه ډېر لوی ډاکو،لوټمار،شوکماراو انسان تښتوونکی جوړ شی، نو ويلی شو  ددغه شخص دغه حالت ته په راوستلوکې تر ټولو لويه ونډه د دولت شوه.

نو په ځوانانو بايد باور وشی،هغوی ته بايد دعامه پوهاوي له لارې زده کړې ورکول شی،هغوی په اداراتوکې په دندو وګمارل شي اوپه راتلونکې کې يې له استعداد او تجربې څخه په سالمه توګه استفاده وشي،ترڅو پرديو ملکونوته مسافر نشي.

مسافر مه وژنې خاونده

کور کې به يې خويندې د ديدن په تمه وينه