معاصره علمی اداره او د هغې تکاملی بهیر

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهاند محمد بشیر دودیال

( دنوې عامه ادارې څلورم بحث)

د علمي ادارې  اصطلاح وروسته تر ١٩٦٨م. کال څخه رواج وموند او بيا ورپسې د ادارې او مدیریت د څانګې په مطالعاتو کې استعمال شوه، چې د غوره حکومتولۍ (G.G /Good Governance) دشرایطو په بشپړولو  کې یې مهم ځاى وموند. د پخوانیو ملک الطایفیو او بیا وروسته د مترمتمرکزو لومړنیو دولتو پر مهال، دولتونه یا حکومات خدمتګذاره بنسټونه نه وو،

بلکی دا هغه مستبدالرایه جوړښتونه و، چې مالیات ټولول ، بیګار او دحکامو د اوامرو صادرول یې کارو، په تیره بیا دا چې دغه حکومتونه به یا قشری و یا به میراثي و. په بل پړاو کې دوی یو شمیر معمولی او ابتدایی مسئولیتونه په غاړه واخیستل لکه په بازارونو کی د بیو کنترول، د مجرمینو مجازات او داسی نور، خو دا چی د ټولنی هر اړخیز انکشاف رهبری کړی، خدمات با کیفیته عرضه کړی، نورو حکومتونو(دولتونو)سره دوستانه اومساویانه متقابلې اړیکی ولري او عدالت تامین کړی، دا مرحله وروسته د نولسمی پیړۍ په بهیر کی واقع شوه. دی مرحلې ته د نوی ادارې یا معاصرې حکومتداری نوم ورکړل شو. مولفینو دغه مرحله د یوه  غورځنګ او نهضت په توګه پیژندلی چی  مهمه میمزه او ځانکړنه یی بشرپالنه او ولسیتوب دی. په واقعيت کې  اوس د نوې ادارې دغه غورځنګ د نړۍ بېلابېلو هېوادو کې د دولتي دستګاه په اصلاح کې يوه ښه بېلګه ګرځېدلې ده. په بله وينا: نوې عامه اداره د اوسني وخت د بېلابېلو ستونزو او پېچلو مسايلو د حل لپاره رامنځته شوې ده. يو شمېر ننګونې لکه تکنالوژيکي بدلونونه، نړيوال کېدل، د معلوماتو انقلاب، اقتصادی پیچلی مسایل رهبری کول، چاپیرال ساتنه، تجارتی (اقتصادی)شریکان موندل او د اوسیدونکو هوساینه ډاډمن کول هېوادونه مجبور کړل چې په خپلو دولتي سازمانونو کې يو شمېر بدلونونه راولي. د دوديزې ادارې عنعنوي بېلګې او د هغو پاراډيم چې پخوا معموله وه، په دې وروستيو کلونو کې په هغو کې ډېر مثبت بدلونونه راغلل. په حکومتولۍ کې نوې نظريه داده چې ولس او خلک بايد په چارو کې ګډون وکړي. په پريکړو کې برخه واخلي او خلکو ته هم ځينې چارې وسپارل شي.

دغې ادارې ته د مراجعينو نظرونه او خوښي اهميت لري، د انسان کرامت ته درناوى، د ټولنې اړتياوو ته ځواب ويل او د خلکو رضايت يې اصلي هدف دی.

د خلکو د رضایت وړ حکومت د جوړلولپاره د  ادارې علماوو په مینو بروک کې یو علمی سینمار جوړ کړ، له دې امله چی دغه سیمنار کې ډیر مسایل مطرح شول، نو دوام  یې وموند، آن داچې دا په یوه عنعنه بدل شو. د مینوبروک په علمی سیمینارونو کی د حکومتولۍ نوې او ګټوری لارې وښودل شوی په دی تو دعامه ادارې په تکاملی بهیرکې (مینوبروک)یونامتو کنفرانس و. دغې سلسلې دوام وموند، په ١٩٦٧م. کال کې د امريکې د سياسي او ټولنيزو علومو اکاډمي د Philadelphia په نوم يو کنفرانس داير کړ. د دغه کنفرانس موخه د وګړنیزی خدمتګارې ادارې د موخو او طريقو په هکله بحث وکړ. د Philadelphia کنفرانس هغه مهال داير شو چې د امريکا ټولنه لويو ننګونو سره مخامخ وه، له يوې خوا د ماهرينو باور دا و چې د امریکی موجوده عامه اداره د ټولنيزو او اقتصادي ستونزو په مهارولو کې ناخبره او ناتوانه ده، هغه یې يوه کلاسيکه مسلطه مفکوره بلله، له بلې خوا یې غوښتل اداره خامخا نوې شي؛ دغه دوه ټکي د دې لامل شول چې د عامه ادارې متخصصو کارپوهانو نظرونو ته پاملرنه وشی، نو ورپسې دمینوبروک دکنفرانس فیصله وشوه. د دغه کنفرانس د فیصلو عملی کیدو د امریکایی ټولنی د هغه وخت ټول مشکلات ورحل کړل. د نوې اوعلمی ادارې د فکر نيلى له همدې زړي څخه رازرغون شو. په واقيعت کې د مينوبروک د کنفرانس ماهيت په انساني عزت، وقار او درناوي باندې متمرکزو، حال دا چې د کلاسيکانو مکتب اداره د توليد له نورو عناصرو سره يوځاى مطالعه کوله يعنې له اقتصادي مسايلو، مولديت او سپما کولو څخه يې جلا نه مطالعه کوله. یو کال ورسته تر فلادلیفیا کنفرانس څخه؛ نوې عامه اداره، د سيرالکيوز پوهنتون کې د مينوبروک د کنفرانس تر عنوان لاندې په ١٩٦٨ کال کې تر بحث لاندې ونيول شوه. له هغه راهیسې دغه کنفرانس په هرو څو کلونو کې يوځل دايرېږي. په ١٩٨٨م کې II مينوبروک او په ٢٠٠٨م کې III مينوبروک داير شو او مقالی يې چاپ شوي دي. د مينو بروک د کنفرانسونو موخه د نړۍ دهغو پوهانو او ليکوالانو نظرونه او تحقیق عامول و، چې علمی اداره باندې ليکنه او څېړنه کوي، ټول څیړونکي یې د عامه ادارې متخصصان دي. په دې بهیر کې د دوی نظریات راټول او دا هم تحليل شول چې په څه ډول سره د دوى نوي نظريات له پخوانيو سره توپېر لري. دا د خلکو د خوښې وړ نظامونو د جوړړلو لپاره یوغورځنګ شو چې د نوي او علمی مدیریت په يو روڼ علم او روښنايي بخښوونکي پوهه باندې یې لاسبري وموند او د همدغې پوهې په رڼا کې چلندونه او کړه وړه وارزول شول. دغه غورځنګ د نورو ارزښتونو ترڅنګ، عدالت، ټولنيزې برابري، مسؤليت منلو او عمومي مشارکت ته ډېر ارزښت ورکوي. د نوې عامه ادارې د بحث وړ ټکى د منيوبورک I، II او III کنفرانسونو څخه وروسته پراخه شول چې تر ډېره پورې د عامه ادارې د څانګې راتلونکى ماموريت او لرليد باندې متمرکز دي. اوس د نیسپاسی NICPacee دکنفرانسونو لړی هم لکه د نوموړی کنفرانس په څیرد حکومتولی ، اداری او مدیریت په هکله په بیلایلو هیوادو کی دایریږی. دا هم د نوې علمی ادارې د غورځنک دوام دی.

 

اوس علمی مدیریت او خدمتګارې اداری ته د مشروعیت لرونکی اداره وایی. په اداره او مدیریت کې مشروعیت ( legitimation) هغه ځانګړنې لري کومې چې د مینوبروک علمی کنفرانسونو کې یې معیار ښودل شوی و. یعنې ټول هغه اجراات اوفعالیتونه ،چې د قانون مغایر نه وي. د حکومتولی په بحثونو کې د قانون مطابق ته مشروع ویلای شو. په مجموع کې مشروعیت یعنی درست، سم، پرحقه، قانونی، حلال او حقانیت لرونکی. د دې برعکس ته غاصب (usurpation ) او د مشروعیت قاتل ویل شوی دی. هر هغه نظامونه چې په زور او د عامه ارادې پرته پر ولسونو تپل شوی وي، غاصب بلل کیږي، خو هغه حاکمیت او اداره چې د قانون له مخې وي، مشروع بلل کیږي. په عامه اصطلاح کې مشروعیت هغه عقلانی توجیه ده چې یو حاکم یې د خپلو اعمالو لپاره وړاندې کوي. په عام ډول؛ مشروع روا او د قانونی حیثیت لرونکی کار یا اقدام ته ویل کیږي. یا:

مشروعیت په یوه حکومتی نظام کې د هغو ځانګړنو مجموعه ده چې یو حاکم دهغو په مرسته خپل حاکمیت صحیح بولی. دغه وضعیت دې پوښتنې ته ځواب وایی چې ولی باید مشروع حاکم، حاکمیت وکړی او حکومت او دولتداری وچلوي او ولی دقوانینو د انفاذ صلاحیت ولري.

د یوې ولسی ادارې لپاره د زغم لرل، په خلکو زړه سوی او د هغود ستونزو حل، د کاربارونو پرمختګ، د لومړنیو احتیاجاتو تامین، عدالت ډاډمن کول، د ولسونو رهنمایی، د خاوری د تمامیت او د ملی ګټو ساتل او داسې نور راځي. همدا راز مشروع حاکمیت باید تخصصی (vocational) هم وي. په دې توګه که پورتنۍ ځانګړنې مشروعیت ته دحقانیت دلیل برابروي، نو دغه څلورمه یعنی (vocation)سرچینه یې د توانمندی تضمین کوونکی بولي. په دې کې دمدیرانوکاری تجربه(عُمر)، پوهه، تحصیل، امانتداری، درایت، پر ځان ویساوالی، صداقت، محبوبیت او نور هغه صفات دي چی یوه ټولنه کی معقول او عقلانی ښکاري. د پورته اوصافو ترڅنګ، نوی او علمی مدیریت او اداره باید ټولنیزعدالت( Social equity)  تامین کړی. اجتماعی یا ټولنیزعدالت د یوې غوره حکومتولۍ یوه موخه ده. دا هغه حالت دی چی ټولنیزی سرچینی، د کار امکانات او خدمات، عامه شتمنی او د دولت دارایی،آسانتیاوی او رسمی – اداري چارې او فعالیتونه د ټولنی ټولو اقشارو، طبقاتو او د هر عمر لرونکو، اکثریتی اواقلیتی  ګروپونو ته پرته له هیڅ ډول ټوپیر څخه مهیا وي.