د دوو معصومو، یوه معصومه هیله

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


قدرمنو مشرانو السلام علیکم !

موږ دواړه ( سیما ملکزۍ او سعدیه ملکزۍ ) د ښوونځي په لومړي صنف کې یو. موږ هیڅکله د خپل نیکه پلرنې وطن نه دې لیدلی؛ خو بیا هم په موږ ګران دی.

بابا موږ ته وايي چې الله تعالی ټول انسانان له یو مور او پلار څخه یو برابر پیدا کړي او ښځه د نر په څیر انسان دی،‌ عاقل انسان، برابر انسان او پوره انسان. د تعلیم په ګډون، د دوئ مشروع حقوق باید ناګڼلې ونه ګڼل شي. ځکه چې علم د نیکمرغۍ او جهل د بدمرغۍ دوهم نوم دی. تاریخ ګواه دې چې قلم له ټوپک څخه ډیرغوره دی او چیرته چې د پوهې رڼا تته شي؛ هلته بیا تورتم غلبه مومي.
هیله ده چې تاسې به زموږ دا هیله بدرګه کړئ!

مننه
سیما او سعدیه