انجونو ته د تعلیم حق ورکړئ ، او مشوری ومنئ

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

سید عبیدالله نادر

د دې اتو میاشتو په موده کې چې د طالبانو اسلامی امارت په نامه حکومت مینځ ته راغلی ،ورځ تر بلي ورځی د مأیوسۍ او ډیری د پریشانۍ کیسې د افغانستان څخه اورو ،او دا نه یواځي له یوه ځایه او محل څخه خو عمومی داسي حالات روان دي ،څرنګه چې د ډیرو کورنیو سره چې په داخل کې ټول دوستان او مونږه اړیکي نیولي اونیسو یې ، هغوي د حالاتو نه سخته نا هیلي ښودلي 

، او د وضع او حالت څخه ډیره اندیښمند دي ، دوی په دې اتو میاشتو کې دا واضحه وښوده ، چې دوي خپل حکومت په بین الاقوامی ، اسلامی ، او بشری قوانینو ، په اساساتو ، ټینګول نه غواړي ،دوی غواړي چې په زور حکومت وکړي ، او دلیل یې هم همدا دی چې، ټول افغانستان خلک پخوانۍ ملی بیرغ غواړي ، او دوی خپل بیرغ ټینګ کړی ، چې دا د اکثریت په خلاف یو کار دی ، ټول غواړي چې جنیکي یا انجوني دي تعلیم وکړي ،او دوي انجوني تحصیل او کار ته نه پریږدی په داسي حال کې چې اکثریت خلک د انجونو د تعلیم پلوي دي ، دي کې هم دوی خپله سر زوری ښايي او ورځ تر بلي د خلکو اندیښنه زیاتوی ،په داسی حال کې چې د اتو میاشتو څخه زیات د طالبانو په حکومت اوښتی دی ،تر اوسه هیڅ هیواد دوی په رسمیت نه دی پیژندلي ، حتی عربستان او پاکستان چې ،  د دوی تیر حکومت يې په رسمیت پیژندلی وو ،دوی هم تر اوسه په رسمیت نه دی پیژندلی  داخلي سیاست خو تر اوسه خراب دی ، او خارجی پالیسي او سیاست هم ډیر خراب دی ، په ډیرو مسائلو کې دوی د ځپل هماغه سر زورۍ اړخ نیولی دی ، ټوله دنیا او زمونږ پوه خلک همدا لارښودنه ورته کوی او دوی د هیڅ چا ناوری ، چې دا بل اړخ د جهالت دی  

د دوی د دا اعمال داسي ښکارندویی کوی چې دوی د ترهګرو سره نه اړیکې پری کول غواړي او نه یې پرې کوی ،دوی غواړي په دنیا باندی ځان په زوره په رسمیت وپیژني ، دوی د هر څه د پاره د دې د پاره چې خپلي نا جایزی خبری ته مشروعیت و بخشي ، نو د دین او مذهب سپر مخي ته کړي ،د نو روز او نوی کال ورځ هم چې د پخواه یو عنعنوي رسم دی په دې کې هم دوی دلیل او دلایل وايي چې دا په مذهب کې منع ده ، نو هماغه زما مخکینۍ خبره چې په هره مسئله  کې دوی یو ځل د مذهب سر ور په غوټه کړي ،او خپلي خبري ته د دوی په تصور مشروعیت و بخشی ،د ډیوه ده راډیو په اساس (د بشری حقونو د څار سازمان د ناروی د کډوالو شورا او نورو نړۍ والو سازمانونوهم خپل غبرګونونه څر ګند کړي ،ملګرو ملتنو ، امریکي او نړی والو ټولنې دا وروستی ګام د نړۍ سره د شویو ژمنو نه سر غړونه او په شا کیدل بللي ، ) بیاهم د ښځو د حقوقو فعاله ملاله یوسفزۍ وايی چې : ( نن یې یوه هیله درلوده ،چې هغه افغانی انجوني چې ښوونځي ته ځي ،بیرته به کورو ته نه لیږل کیږي ،طالبانو په خپل ژمنو عمل نه دی کړی ،دوی به اوس بیلي بیلي پلمی لټوي ،چې انجونی له زده کړو راوګرځوي ،)نو په دې توګه ټول همدا وايي : چې انجونو ته د تعلیم حق ورکړئ ،

که مونږه د نورو په شان یواځي د نیوکو لاره غوره کړو ، او د وتلو لاره هم ونه ښایو ، او یا پرې هیڅ پوه نه شو ،نو دا به ښه نه وي، نو ښه مشوره دا ده چې په ټوله نړۍ کې انجونې د تعلیم او زده کړې حق لري او تعلیم کوي ، نو دوی باید ښځو ته د زده کړی او کار حق ورکړي ،دوی به رسمیت پیژندني ټه د دنیا له خوا یو څه نژدې شي ، ملی بیرغ څرنګه چې ټول پخوانۍ ملی بیرغ غواړي ، نو ملی بیرغ دې بیرته ځا پر ځای شي ،خلکو ته د خپلو ملی ورځو د نمانځنې وخت ورکړ شي ،فکر کوم چې دا به دومره سخت کار هم نه وي خو په شرط د دې چې دوی ته يې باداران اجازه ورکړي ،خو دوي به رسمیت پیژندنې ته نژدې کړي ،بل خپلو ژمنو ته د عفو عمومی په هکله ژمن پاتي شي ، او هغه خود سره طایفه او ډله چې خود سرانه ، د دوی په نوم زورونه کوی، او حالات نا امنه کوی ، هغوي چې د امنیت په نوم بد امنی راولي دا ډله دخپل صفوفو څخه لیری کړي ،د ښځو د کار کولو سره به نیم پیکر د ټولنې په کار ولویږي ، د پرمختګ  لارې به پراخي شي ،د بهر میشتو افغانانو سره خپلی اړیکې ټینګي کړي ،، خبریالانو ته آزادی د بیان ورکړل شي ، خو بیا هم خپله خبره تکراروم ، که باداران یې اجازه ورکوي ،دا به یو څه د دوی اعتبارات زیات کړي ،ځکه د دوی سر زوری به په هر کار کې زمونږ خلک نا هیلي کړي ، او بل دوی باید خپل هغه خلک د سیاست لمړي صف ته مخکی کړي ، چې پوی خلک وي ، او سخنور وي ،بله موضوع دا چې دا میدیا وګوري چې د دوی په هکله څه ویل کیږي چې د هغی په اساس دوی ځان کې اصلاحات راوړی ، تر اوسه خو داسي ښکاره شوي ، چې دوی دا میډیا او اخبارونه نه لولي ، ځکه بی حسابه لیکنې د دوی په هکله کیږي ،ځکه د دوی د څو تنو د مرکو څخه چې یې په میډیا کې کړې ، چې د دوي ځیني غړي په قرو قنور څهرو راغل د دوی د خبرو دا وا ضحه ښکاریده چې دوی د میډیا نه په کلی صورت بی خبره دي او یا تړلي استخباراتي کړۍ دوی ته دنده ورکړي ،چې دا و نه لولي ، او دوی د بهر نه بی خبره ساتل کیږي .نور څه د وئیلو به ډیر وي ،ځو دومر وایم چې دوی باید د تیری دوری څځه عبرت اخیستی وای که دوی آزاد او مستقل خلک وای ، ځکه تیره دوره ډیر لوی عبرت د دوی د پاره وو او دی ،