د بشر له پاره د نړۍ د ستر او حیرانونکي تلسکوپ جیمز وب پیغام

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید عبیدالله نادر

ځم له دې فضا او ماورا نه لیری ،هلته چې څوک په وهم او خیال کې هم نشی ورتلای ،ځم چې د عالم هستی اسرار کشف کړم ،ځم داسی ځای ته چې ،د دې عالمِ بشریت له دومره پرمختګ سره سره بیا هم، ماته لاس رسۍ نه وي ،زما د بیا جوړولو او رغاولو به د دې بشر سره نور هیڅ وس او توان نه وي ، او نه به ماته بشر راتلای شي

،ځکه زه به ډیر لیري د دې خاورین ځمکي نه د لمر په مدار کې قرار لرم ، زه به هلته د پټو او پوشیده اسرارو لټون وکړم ،زه به په ډیر کم وخت کې ،د جهان هستی ډیر اسرار بربنډ کړم ،زه به هغه حیرانونکي تصویرونه ولیږم ، چې د نجوم او د علم خاوندانو د پاره په کې ډیر څه وي ، زه به یو تحول او بدلون د فضا او نجوم په برخه کې راولم ،زه به په دې مجهزه او پرمخ تللی تکنالوژی چې زه یې لرمه هغه څیړنې وکړم ، چې تر اوسه هیڅ تلسکوپ نه وي کړي ، زه به ډیر تیاره کنجونه د کاییناتو، او د کاییناتو د فلسفی روښانه کړم ،زه به ډیری پټي خبری ،چې د اهلِ ذوق او د نجوم د علاقه مندانو د پاره په زړه پوری وي ،او ورپسی ګرځي هغه رازونه او اسرار بربنډ کړم ،زه به ډیر لوی ستر او پیچلي موضوعات  د عالم هستی څخه د بشر تر فهمه خلاضه کړم ،تر هغه اندازې بوري چې انساني عقل یې تحلیل کولای شي ،څکه د دې پراخه نظام تحلیل او پرې پوهیدل لوی عقل و فکر غواړي ،زه به په کهکشانونو کې د حیات د موندنې پلټنې وکړم ،او په ستورو کې به د څرنګوالي هم معلومات تر لاسه کړم ،زه به ډیر حرکات د عالمِ کیهان او ستورو او کهکشانونو ثبت کړم ، زه به وروسته د یو اوږود مزل یا د یو اوږود واټن د پی کولو څخه د یو نه جذبیدونکی مدارپه ماحول کې، قرار او آرام ونیسم ،او هلته تم شم، او خپل تحقیق به به رڼو سترګو پیل کړم ، چې د راتلونکی بشر د پاره یو علمی زیرمه وي ،زه به هغه څه په کاییناتو کې وڅیړم ، چې چا تر اوسه نه دي څیړلي ،او هم نه دي پرې پوهیدلي ،زه به په خپلو طاقت ورو او د بشر په لاس جوړو سترګو باندی د کاییناتو په زړه کې نظر واچوم ،او د عالم هستی رازونه به د پیله څخه تر ننه پوری تر هغه اندازې وڅیړم ،چې د جهان مبدأ ښکاره شي ، زه به د بشر د پاره د حیات او نوی ژوند امکان په کاییناتو او ستورو کې و لټوم ،تر څو د حیات امکان پیدا شي ، خو تا سو عالمِ بشریت ته می خواست او توصیه دا ده ، چې په سوله کې ژوند وکړئ، ځکه د سولي د سیوری لاندی کولای شئ چې په علمی نړۍ کې پرمختګ وکړئ،او ځوانان که انجوني دي که نارینه د علم او معرفت خواته و هڅوئ ،   خپلی علمی زیرمی ، وساتئ او د علم او فن په نړۍ کې خپلي څیړنې پراخي کړئ ،چې د الله تعالی د هستی دا نظام ډیر پراخه دی ، او پراخه څیړنې غواړي ،‎

 

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

دا بدلون په داسي حال کې شوي چې مونږ په دې اته او یا نهه میاشتو د طالبانو په حکومت کې د انجونو د مکتبونو د تړلو شاهدان یو ، او تر ننه پوري یو پایلی ته ورسره نه یو رسیدلي تیرکال د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په ۲۵ د نړۍ  لوی او ستر تلسکوپ د ګڼو علمی تحقیقی ، او فضایی څیړنو د پاره فضا ته ولیږدول شو،