ملګري ملتونه د طالبانو سره په پټو خبرو لګيا دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سرچينه او نيټه : ګارډين جنوري ۲۰۱۰

ليکونکی : جولين بارګر

ژباړه او لنډيز : نوروهاب څپاند



طالب قوماندانانو د ملګرو ملتو د استازي سره په دې مياشت کې پټي ګرويږونکې خبري پيل کړي . دا اوس څرګنده شوله .



د طالبانو د « کويټې شورا » سېمه ايزو قوماندانانو هڅه کړي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي کيې اي دی سره خبري اتري وکړي . دا خبري اتري په دوبۍ کې د جنوري د مياشتې په ۸ مه نيټه شوي دي. « دوى د نورو خبرو اترو د تر سره کولو لپاره د بحث کولو په موخه د يوې ناستې وړانديز کړى وو . هغوي غواړي چې په عام محضر کې راڅرګند شي او خونديتوب يې تامين وي . هغوي نه غواړي د باګرام په څېر ځايونو کې له انظارو ځانونه پټ کړي » . دا خبره د رويټر اژانس ته د ملګرو ملتو د مامور له خولې شوې ده . د باګرام نظارتخانه د امريکا په پوځې اډه کې د کابل څخه د باندي پرته ده .

ګارډين ته ددوبۍ د ناستې پخلی د هغو مامورينو له خوا شوی وو چې ددې مسالي سره يې سروکار درلود ، په دې اړه دغو مامورينو د زياتو تفصيلاتو د ورکولو څخه ډډه کوله .

دا ناسته په خپل وار د لمړې ځل لپاره د طالب جګپوړو غړو او ملګرو ملتو تر مېنځ وشوه. دا ناسته په حقېقت کې ځکه وشوه چې د کابل د حکومت او طالبانو ترمېنځ د يو لړ ګرويږنو لپاره دجوړيدونکو اړيکو پروسه تېر کال په سعودي عربستان کې د ماتې سره مخامخ شوه .

داسې ښکاري چې يو شمېر طالبان ښايې تيار شوي وي چې د نړيوال سازمان په هڅو باور وکړي، چې هغوي د يوی معاملي لاره او ګودر پېدا کړی او ۹ کلنه جګړه پايې ته رسوي.

د دوبۍ د ناستې خبرونه د لندن ديو ورځنې کنفرانس په پاى کې رابرسېره شول . ددې کنفرانس موخه داوه چې په پنځو کلونو کې د ناټو په لارښوونه د پوځي مبارزي څخه د افغانانو په وسيله د زياتو سياسي ، اجتماعي او اقتصادي لاسته راوړنو لپاره د هڅو په لور د لېږديدو پلان جوړ شي او جګړه پای ته ورسېږي .

د لېږديدو د پلان د يوې برخې په توګه به افغان ځواکونه ددې کال په پاى کې د لږ شمېر ولايتونو د امنيت د سمبالولو چاري په غاړه اخلي ، د دري کلونو په دننه کې به د اکثرو هغو ځايونو مسوليت اخېستو ته وردانګې چې کړکېچن حالت لري او په پنځو کلونو کې به د ټول هېواد د امنيت د خوندي کولو دندي د يادو شوو ځواکونو په غاړه وي . که دا چاره په بريالېتوب پاي ته ورسېده پلان شوی لېږد به د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره لاره هواره کړي.

د لندن د کنفرانس په هکله د عکس العمل د څرګندولو په ترځ کې طالب مشرتابه يوه وينا خپره کړي ده او په هغې کې يې خبرداری ورکړی دى، چې « د دوښمنانو په وسېله مجاهدينو ته د رشوت ، پيسو او د روزګار وړانديز کېدل بې ګټي کار دی »

همدارنګه يوه د پام وړ پېښه داده چې لا تر اوسه دا نه ده جوته شوي چې کيى اې دی د طالبانو د څومره مهمې برخې سره په دوبۍ کې لېده کاته کړي او هغوی څومره په خپل چلند کې جدی ښکاريدل . غربې ډيپلوماټانو ددې خبری پخلی کړی دى چې د ځاي پر ځاي کېدو په هکله د هغوى تر مېنځ د جلاوالي نښي نښانې تر سترګو کېدلي.

« موږ عقېده لرو چې د منځنۍ کچې طالبان د جګړو څخه ستړی شوي او هغوی ته پته لګېدلی چې د جګړی هېڅ طرف وړونکی نه دی » . چارواکې زياتوی : « د طالب قوماندانانو ځوان نسل فکر کوي دا به ستره تېروتنه وي که د عربو د القاعدي پلوي وشي . په کندهار کې د طالبانو د شورا د ۲۰۰۱ کال غونډه کې د عربو سره د پلونيونې په برخه کې د کمزوري رايې شتوالی احساسېده »

غربي ديپلوماتانو وويل : « نوي طالبان په اوسنې افغان حکومت کې د يو شمېر عناصرو په پرتله زيات سخت دريځه نه دي . دوي مېنه لري چې په يو شمېر مسالو روغه جوړه وکړي ، لکه د ښځو حقوق ، د نجونو زده کړي ، ان داچې د تلويزيون لېدل او نور » .

د لندن په کنفرانس کې حامد کرزي اعلان وکړ : موږ بايد خپلو ټولو هېوادوالو ته نږدي شو په تېره بيا هغو وروڼو ته چې باور يې د لاسه ورکړی اوهغوي چې د القاعدي او نورو تروريستې ارګانونو غړي نه دي او د افغانستان اساسي قانون مني .

افغان حکومت پلان لری چې په راتلونکو څو اونيو کې د سولې شورا يا لويه جرګه راوغواړي او په هغې کې د کليو دمشرانو په تېره بيا د هغو کسانو د ګډون لپاره زمېنه برابره کړي چې د طالبانو سره د اړيکو په لرلو مشهور دي .

د کنفرانس په پايې کې ، د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هلري کلنټون اشاره ورکړه چي امريکا د داسې خبرو منلو ته حاضره ده . کلنټون زياته کړه : « اصلي قضيه داده که د خپلو ملګرو سره سوله نه شی کولی، بيا د خپل دوښمن سره د اخته کېدو تياري ولری » .