نړي د هيروشيما او ناګاساکې له ناورين څخه هيڅ زده نه کړه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهيز

له دغۍ اونۍ پوره ٦٠ کاله دمخه د امريکي متحده ايلاتو د جاپان په دوو ښارونو هيروشيما او ناګاساکې د اتوم بمونه ګوزار کړل. له هغۍ ورځۍ را په ديخوا د ډله ايزي وژني او ويجاړي بي شميره ډولونه جوړ او نن ذروي وسلي د دغو هيوادونو په وياړ او دولتي سمبول بدل شوي.

شپيته کاله وروسته له دي چۍ د جاپان د ناګاساکې او هيروشيما په ښارونو باندي دغه تباه کوونکي وسلي وکارول شوي د جګړي او لا وژونکو وسلو د جوړولو ليوالتيا په بي ساري او پراخه توګه زياته شوي ده. د بي وسلي کولو او په تيره بيا د پراخو ويجاړونکو اتومي وسلو د له منځه وړلو هيله او غوښتنه اوس په تش خوب او خيال بدله شوي ده.

يو شمير هيوادونو د ستر زبرځواک کيدو په هيله د اتومي وسلو جوړولو سياست د خپل دولتي سياست په اساسي اومهمي برخۍ اړولي دي، د اتومي ځواک کيدو سخته ليوالتيا کيداي شي چۍ دوي د سختو نتيجو سره لکه د بين المللي ګوښه والي او يا هم په بشپړه توګه د اقتصادي پلوه په دغه صنعت پوري د دوي د بشپړ تړل کيدو له پايلو سره مخامخ کړي. هر څه په دي پوري اړه لري چۍ دوي څنګه په دغه لوبه کي برخه اخلي او څنګه خپل رول تر سره کوي. شمالي کوريا په ډاګه دخپلو وسلو پر زيرمو وياړي او د هغي د درلودو خبر ورکوي. د ايران نوي مشرتابه د يورانيمو د شتمنولو اعلان وکړ. پاکستان خو لا د وړاندي د لومړنۍ اسلامي اتوم بم د جوړولو خبر ورکړي ؤ او د پاکستان دولت د سړي جګړي له حالت نه په ګټي اخيستلو سره نه يوازي دغه بم د ځان دپار جوړ کړ بلکي ددغه خطرناکه تکنالوژي د پټ خرڅولو د لاري يي ددغه تنالوژي پوهه نورو هيوادونو ته هم وليږدوله او هند هم د پاکستان د سيال په توکه په يو اتومي ځواک اوښتي دي. امريکي هم د جون په مياشت کې د هند پر خلاف د سوله ايزي اتومي تکنالوژي د خرڅولو بنديز له منځه يوړ ، د يادولو وړده چۍ هند د اتومي تکنالوژي د نه خپرولو بين المللي تړون لاسليک کړي نه دي. د امريکي متحده ايالات هم چمتو دي د وسلو نوي او خوار پرمختللي او پيچلي ډولونه رامنځ ته کړي . چۍ بي د شکه د وراني قدرت به يي له اوسنيو وسلو ډير اوچت وي. د وسلو دجوړولو دغه بي ساري سيالي پخپل ډول کي يوي لوي او ستر خطر دي. خو سره له دي نن ستراو نيغ خطر ددولتونو له خوا نه رامنځ ته کيږي، ستر خطر د تروريستي ډلو په لاس ددغو وسلو د پريوتلو دلاري رامنځ ته کيږي. په تيره بيا هغه هيوادونه چۍ دغه وسلي په واک کي لري او د سياسي ثبات څخه بي برخي دي، او تل د دولتي کودتاګانو سره لاس او ګريوان دي دداسي وسلو موجوديت په داسي هيوادونو کي ډير خطرناکه بريښي. د جاپان د بي وسلي کولو پخوانۍ استازي کونيکو اينوګوچۍ په دي عقيده دي(( چۍ خطر خپله بڼه اړولي خو د خطرد مخنيوي چارو ځان ته له حالاتو سره سمون نه دي ورکړي.)) دا جګړه ډيره څرګنده جګړه نه ده ، وسلي په مرموزه توګه خپريږي. لس کاله دمخه د جګړي دواړه اړخونه څرګند وو يعني په يوه خوا کي شوروي اتحاد ا و ملګري يي او په بله خوا کي د امريکي متحده ايالات او ملګري يي. دواړه خواو دخبرو د لاري د خطر لاري چاري موندلي شواي.

د شوروي اتحاد په له منځه تللو سره دا هيلۍ را پيدا شوي وي چۍ نوربه نو نړي دوه قطبي نه وي او د وسلو د جوړولو ضرورت هم له منځه ځي. نړي او نړيوال کولي شي په تفاهم سره د بين المللي ستونزو د حلولو لاري چاري ومومي او د يوي بي وسلي نړي په لور ګام واخلي او د پانګي هغه بي ساري زيرمي چۍ د سړي جګړي په دوران کي د وسلو د جوړولو دپاره لږيدلي، اوس به د بسري ټولني د همآهنګي پرمختيا په لاره کې ولګول شي. خو په تاسف سره داسي ونه شول د جګړي يو اړخ له منځه لاړ خو د وسلو جوړولو تنده نه يوازي کمه نه شوه بلکي د هر کال په تيريدو يي لا نوره پراختيا وموندله. نوي او مرموزه دښمنان را منځ ته شول. داسي هيڅ نښي او نښاني نشته چۍ د اتومي وسلو نوي جوړونکي دي د خپل هوډ نه آوښتي وي او ددغه تباه کونکي وسلي له جوړولو لاس په سرشوي وي او يا د اتومي وسلو لرونکي هيوادونه دي ددغه آفت څخه د نړي د خلکو د ژغورلو په خاطر پخپلو کي ددغه وسلو د له منځه وړلو په خاطر يوي موافقي ته ورسيږي. او دغه وسلي د تل دپاره له منځه يوسي څو د هيروشيما او ناګاساکي په شان غميزي او ناتار بيا تکرار نه شي او دغه ناتار د بشر په تاريخ کي لومړي او وروستي پاتي شي او د نړي خلک پرته له ډار او تشويش په سوله او دوستي کي ژوند وکړي.



عبدالملک پرهيز

٠٥ـ٠٨ـ٢٠٠٥