د بحث موضوع

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع.م. پرهیز

شلمی پيړي په تر څ کې زموږ خلکو د آزادۍ،ملې خپلواکۍ، پرمختيا ، دموکراسې او د يو نيکمرغه راتلونکې دپاره سترې هڅې کړي او زياتې قربانۍ يي ورکړي دي. نژدي يوه پيړی دمخه زموږ د هيواد احساس لرونکو ځوانانو د خپلواکۍ او مشروطيت بيرغ اوچت کړ. آزادۍ غوښتونکو د هيواد دخپلواکې تر ګټلو وروسته په هيواد کې د يو مشروطه او دموکرتيک نظام بنسټ کيښود او د هيواد دترقې او پرمختګ په خاطر يي ستر پلانونه جوړ او تر کار لاندي ونيول. خو په تاسف سره زموږ دخلکو ستري هيلۍ او آرمانونه دوطن ددښمنانو د ناوړه دسيسو په نتيجه کې شنډې شوۍ. او تور قوتونو پر وطن خپل واک خپور کړ. ددي پيړي په ټوله دوره کې زموږ د خلکو هڅي د زياتو قربانيو په ورکولو سره دماتې او ناهيلۍ سره مخامخ شوې دي. په تيره بيا دشلمۍ پيړۍ دوروستي نيمايي هلۍ ځلۍ دسترو قربانيو او زموږ د خلکو دپاره د زياتو دردونکۍ او له کړاوه ډکو پايلو سره مخامخ شوي. دخلکو ډله ايزي وژنۍ، د کليو او ښارونو ورانول، د ملې شتمنيو چور او تالان اود وطن دتاريخۍ وياړونو او تاريخ د منځه وړلو په خاطر د ملي آثآرو لکهد ملې موزيم او نورو تاريخۍ او فرهنګۍ اثرونو د منځه وړل هغه ترخه يادونه دي چۍ دتل دپاره به د تاريخ په زړه کې د بشري ناورين دتر ټولو ناوړه او بشوم اوترټولو وحشت ناک او بوږنونکۍ اثر په توګه پاتي وي .

نن چۍ په هيواد کی دناوړه شرايطو سره سره دسياسی، ټولنيز او اقتصادي بدلونونو امکانات تر سترګو کيږي، يوځل بيا د وطن ددښمنانو خپلۍ زړۍ وسلۍ له تيکۍ راويستلۍ دي. نن يو ځل بيا د هيواد برخه ليک د ستر تاريخۍ آزمايښت سره مخامخ دي. د پرمختيا ، ترقۍ او دموکراسۍ ځواکونه د وخت له کاروانه ډير په شا او يا هم په زاړه کليشې بڼۀ درومۍ بي اتفاقي او د باور نشتوالۍ هغه څه دي چۍ هېلۍ ماتوي او کمزوري او مايوسۍ را منځ ته کوي .

دهيواد نژدي تاريخ شاهد دي چۍ زموږ د خلکو د آزادي غوښتونکواو ترقۍ خوښونکو هڅو دماتۍ يو دليل د ملې او ترقۍ غوښتونکو ځواکونو ترمنځ د يووالۍ نشتوالۍ اوددوي دلوري د زياتو خطاګانو ترسره کيدل او دبهرنيو دښمنانو په لمسه د تورو قوتونو بي پايه دسيسۍ وي

ددي امله په کارده څؤ په ژوره ټوګه وګورو او وڅيړو چۍ په تيرو کې زموږ تيروتنۍ او نيمګړتياوي څه وي؟ ولۍ زموږ خلک ددومره سترو او بوږنونکو قربانيانو سره سره برې ته ونه رسيدل؟ په راتلونکې کې څنګه کيداي شې ښه او سنجول شوي عمل وشي؟ کومي تياري او څرنګه چمتوالۍ بايد ونيول شي؟ آيا کيداي شې چۍ د آزادي، پرمختيا او دموکراسې ځواکونه په زياتې پوهی ،خبرتيا او هوښياري سره خپل عمل سمبال کړي؟آيا کيداي شې چۍ اشتباه ګانې تکرار نه شې ؟ ايا کولې شو خپلۍ کړنې او عمل په ښه او ګتوره توګه سمبال کړو ؟څنګه کيداي شې په هيواد کې له رامنځ ته شوي حالاتو څخه د يو دموکرتيک بهير د ټينګيدو، غښتليا او له په شاتګ څخه د هغۍ د وژغورلو په ګته کارواخستل شۍ؟د مبارزي کومې لاري،بڼی او ميتودونه به ددي کار دپاره ګټو راو په زړه پوري وي

زموږ دخلکو د قهرمانيو ډکو مبارزو تاريخ تل له لوړو ژورو،ماتو او بريو څخه ډک ؤ خو د تاريخ په اوږدو کې تل دا خبره هم څرګنده وه او ده چۍ زموږ خلک د وطن ددښمنانو له دسيسو سره سره په ګډه د وطن دآزادي او خپلواکې دپاره د مبارزي په يوسنګر کی دريدلی وو او دي .

وخت وښودله چۍ زموږ دخلکو ستر اکثريت په هيواد کې دترقۍ،پرمختيا او دموکراسې دبهير ملاتړې کوي. خو زموږ د خلکو هيلې د بيلابيلو دليلونو له مخې بياهم کوم ځاي ته نه رسۍ. که چيري د ماتۍ علتونه څرګند شې دا په په راتلونکې په ستونزو د بري لاره همواره کړي.په اوسنې وخت کې يو شمير ستونزي او علتونه سر سترګو کيږې چۍ په هيواد کې د ترقې، دموکراسې او عدالت تر وړاندي د خنډ د رامنځ ته کيدو سبب ګرځۍ چۍ ځنۍ يي په دي ډول شيمرلي شو: ددولت پر چارو، پر اقتصادي زيرمو او پوځۍ قوتونو باندي د مافيا ډوله او د ترقۍ او دموکراسۍ ضد ځواکونو واکمنې ، دسيمي دمداخلګره ځواکونو له دښمني ډکې لمسونۍ او پارونۍ، دبشر د حقوقو د ابتدايي او اساسي نورمونو څخه په افغانستان کې ديو شمير ميشته بهرنيو ځواکونو څرګند سرغړونه، د مخدره موادو په ستر مرکز باندي د هيواد بدليدل، د يو ريښتينۍ او پياوړې سياسۍ مشرتابه نشتوالۍ ...له يوي خوا اودموکراسۍ څخه د سمې او دقيقې پوهې نه لرل له بلې خوا .

په تاسف سره نن ټول جابره او ظالمه قوتونه په دروغو ځانونه د دموکراسۍاو ترقۍپرچمداران بولې. دوي د دموکراسۍ ترشعار لاندي خلک له عادي آزاديو بې برخۍ کوې. دوي ددموکراسۍ څخه راز راز ټعريفونه او تعبيرونه وړاندي کوي. او په خپلو عرضناکه تعبيرونو سره د خلکو د ځپلو اوټکولو لاري چاري سمبالوي. دوي ددموکراسې داسې تعريفونه او تعبيرونه وړاندي کوي چۍ نه له دموکراسې دموکراسې سره تړاو لري او نه له هغۍ سره سر خوري بلکې د هغي سره په کامل تضاد کې دي. په تيره بيا دا مساله په هغه وخت کې زيات ارزښت پيداکوي چۍ ځنۍ مسوول کسان د مهمو عدلي،حقوقي او قضايي او اجراييوي ارګانونو په سر کي په پوهيدلې او قصدي ډول ددموکراسۍ مفهوم ددموکراسۍ د وژلو دپاره په کار وړي. څه بايد وشې؟

آيا له دغه کړکيچ نه دوتلو څه لاره چاره شته؟