هندي فلم سره مينه په زياتيدو ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حنان حبيب زي

نن سبا باليوډ نه يوازې د ننه په هندوستان كې د نجونو پام ځانته را اړولى دى بلكې د نړۍ له نورو هيوادونو څخه هم ډيرې نجونې ممبئ ته راځي چې د هند په فلمي صنعت كې كار ومومي .
نيكمرغه يې د خوب د تعبير په لاسته راوړلو كې بريالۍ كيږي خو په سلګونو نورې يې د جنسي روږديدنې د مافيا منګولو ته لويږي . په ممبئ كې دا مافيا څومره پياوړې ده او څه كارونه كوي ؟
دا خبر په دې وروستيو كې له سويلي افريقې څخه ممبئ ته راغلې په فلمونو كې د كار موندنې په تمه د ښكلا پر يوې مليكې ( ماډلې ) جنسي تيري رابرسيره كړې .دغه مسلمانه نجلۍ د سويلي افريقې د يو لوى سوداګر لور ده .
دې د ممبۍ د ښار په هغه څنډه كې يو خونه نيولې وه چې د فلم ستوري او د ټلويزون هنروال په كې اوسيږي .د كار موندنې د هڅو په بهير كې نوموړې په ممبۍ كې له هغو كسانو سره ليدلي دي چې په اصل كې د جنسي روږديدنې د مافيا يوه برخه دي .
دا كسان نجونو ته نشه يي توكي وركوي او بيا پرې جنسي تيرى كوي او فلم ترې ډكوي .كله چې په هوښ راشي نو بيا له ويرې هغه څه نشې ويلى چې پرې تير شوي وي ،له دغه ډول نجونو څخه لاره وركه شي
او همداسې د جنسي روږديدنې د فلمونو دمركزي رول اخيستونكو په توګه راڅرګندې شي او يا هم همداسې بد مرغه پاتې شي . د فلمي ستورو نوم او د هغوى كړو وړو نوى نسل ليونى كړى دى .نامتو مشوره وركونكى او د اروايي ناروغيو ډاكټر يوسف ماچس والا وايي چې د ننني نسل پوهول ستونزمن شوي دي او كه له كوم كار څخه د هغوى مخنيوى وشي نو په فطري توګه به هغه ضد وكړي او خپله غوښتنه به پوره كوي .
دې ډاكټر ته تل ميندې او پلرونه خپلې لورانې د مشورې د اخيستو لپاره را اولي .ددې مشورو ښيګڼه داده چې لږ تر لږه نجونې راسته او چپه پيژني .
د افريقايي انجلۍ په وړاندې تورن كسان عام وګړى نه وو . تورن ( ماډل كوارډينيټر) سنيل مورپاني دى او سريش كرشناني چې د شرابو هټۍ لري .
د پوليسو په وينا دواړو د هغې په شرابو كې نشيي دارو ورزيات كړي او بيا يې له باوا انټرنيشنل نومي ميلمستون څخه په ګاډي كې بيولې ده . په ګاډي كې يې پرې جنسي تيرى كړى او بيا بل ميلمستون ته د دوه ورځو لپاره بيول شوې ده .
او همدلته يې له هغې د جنسي اړيكو يا روږديدنې فلم ډك كړى دى .دې افريقايي انجلۍ يې په لومړنۍ وينا كې ويلي دي چې كله لږ پر هوښ راغله نو كيمره يې وليده او بيا هغوى وهلې او بې هوښه كړې ده .
د ممبئ ډير ميلمستو نو نه ددغه ډول كارونو لپاره ځانګړي دي .ددغو هوټلونو په خونو كې وار له مخه كيمرې لګول شوې وي .زياتره ښځې او خاوندان په دې نه وي خبر چې چيرته څه دي .
ځنې ځوانان له واده وروسته د عسلو د مياشتې د تيرولو لپاره د هوټلونو خونې په كرايه اخلي چې بيا د هغوى انځورونه په پټه توګه د هوټل په خونو كې له مخكې لګول شو كيمرو اخيستل كيږي او بازار ته وړاندې كيږي .دا كار يوازې تر ممبئ پورې رالنډ نه دى بلكې دا مافيا د دنيا په هر ګوټ كې ده .
په ممبئ كې همدا اوس يو ډاكټر او د هغه ميرمن پوليسو نيولي دي . دې ډاكټر دعوا كوله چې د نجونو ښكلا يې زياتوله . ممبئ ته له ګجرات څخه راغلي دې ډاكټر جعلي علمي اسناد درلودل .په كلينك كې د طبي كتنو پر مهال دې ډاكټر د نجونو بربنډ انځورونه اخيستل او بيا يې په ناوړه ډول كارول .
نجونو ته يې د هغوى اخيستل شوي انځورونه ورښودل او بيا يې هغوى اړويستلې چې دده ومني .دغه نجونې يې داسې هوټل ته ورغوښتلې چې وار له مخه كيمرې په كې لګول شوې وې .په دې هوټلونو كې يې نه يوازې پر هغوى جنسي تيرى كاوو بلكې له هغوى يې بربنډ او دجنسي اړيكو فلم هم ډكاوو .
د پوليسو په وينا دې ډاكټر بيا دغه ډول فلمونه په جيګه بيه د اسټراليا په هيواد كې پلورل .ډاكټر او د هغه ميرمن اوس هم د پوليسو په توقيف كې دي .د ممبئ د كالج يوې استادې بي بي سي ته وويل ده ته جوته نه وه چې په هغې كوچنۍ خونه كې كيمره لګول شوې ده .
خو كله چې ده ته څرګنده شوه نوموړى د هوټل ادارې ته ورغى او د كيمرې د لګولو لامل يې وپوښت . نو ده ته ځواب وركړل شو چې كه څوك وغواړي چې هلته څه پټ كړي ، نو دوى به څنګه پوه شي د همدې لپاره يې كيمرې لګولي دي .
د خپتيان په حالت كې د كالج هغه استاده بيرته راوګرځېده خو لا هم ډيرې نجونې له دغه ډول كيمرو څخه خبرې نه دي .دغه ډول ويډيوي كيسټې بيا پر ارزان بيه سي ډي ګانو بدليږي او پلورل كيږي .د ممبي د پوليسو د ټولنيزو چارو څانګه دغه ډول جرمونه څاري .
ددغه ښار د پوليسو مرستيال ډاكټر سنجې پرانتي بي بي سي ته وويل چې هر كال دوى د لكونو ، كروړونو هندي كلدارو په بيه د جنسي روږديدنې سي ډي ګانې نيسي .مجرمين هم نيول كيږي خو داجرم د ضمانت وړ دى .تورن سم لاسي په عدالت كې څو زره روپۍ وركوي او ځان ژغوري او بيا دغه كاروبار همداسې خورور پاتې كيږي .
د يوې څيړنې له مخې هر كال شپږ پنځوس اربه ډالر په ټوله نړۍ كې په دې كاروبار ه لګول كيږي او تر شا يې ډير ځواكمن خلك ولاړدي. فلم جوړونكي مهيش بټ همدا اوس د جنسي روږديدنې په وړاندې د (( كل يګ بنايي هې )) نومى فلم جوړ كړى دى .
هغه د جنسي روږديدنې په وړاندې خپل غبرګون كې وويل چې دا كار يې د ټولنې د دودونو خلاف دى او زياته يې كړه چې څومره د افسوس خبره ده چې د چا خپتيان د چا د خوښۍ لامل ګرځي او دغه ډول په زرګونو نجونې د خپتيان ژوند تيروي . څومره ژر چې كېداى شي بايد دې كار ته د پاى ټكى كېښودل شي .