بوش د نويو دليلو په لټه کي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع.م. پرهیز

خبري تبصره

بو ش په خپله يوه تلويزيوني وينا کي د عراق جګړه د سپتامبر د ١١ نيټي له تروريستي بريد سره غوټه کړه، چۍ د نيوه که کونکو سخته غصه يي را وپاروله

د عراق په اړوند د زياتيدونکو نيوکو په لړ کي ښاغلي جورج بوش د امريکي د متحده ايالاتو ولس مشر د جون په ٢٩ نيټه دامريکې خلکو ته په يوه تلويزوني وينا کي وويل چۍ خپلي تګ لاري ته به په عراق کي دوام ورکړي. په داسي حآل کي چۍ عراقي پاڅون کوونکي خپل وژونکي بريدونو ته دوام ورکوي. همدا اوس دوژنو دغه بهير مخ په پراخيدو دي

بريتانوي نيوکه کونکي پر بوش يوازي ددي دپاره نيوکه نه کوي چۍ ګني په غلطو دليلونولکه د ترور پر خلاف د جګړي په نامه يي پرعراق يرغل وکړ بلکي ددي دپاره هم نيوکه کوي چۍ په خپلو دغه چارو سره يي د زياتو تروريستانو دپاره د عمل دليل او ځاي هم پيداکړ

دا نيوکه دننه په امريکا کې د ښاغلي بوش د مخالفينو له خوا هم ترسره کيږي. ښاغلي بوش په خپله وينا کي په داسي حال کې چۍ له خلکو څخه وغوښتل څو په عراق کي دده دپوځۍ عملياتو له کړنلاري څخه ملاتړ وکړي، پر عراق يي د ٢٠٠٣ کال يرغل د ٢٠٠١ کال دسپتامبر د ١١ نيټي له له تروريستي بريد سره چۍ پر نيويارک او واشنګتن تر سره شوي و تړلي وباله. ده هڅه وکړه د هغه زياتو امريکاييانوباورترلاسه کړي چۍ ګومان کوي امريکي دغه جګړه بايللي ده. نوموړي وويل چۍ د امريکي متحده ايالتونه ترهغه له عراق نه خپل پوځونه نه باسي چۍ د عراق دموکراتيک غوره شوي حکومت او د عراق پوځ ددي وس پيدانه کړي چۍ له ځانه خپلواکه دفاع وکړي

خو دغه ښکلي جوړه شوي وينا د نيويارک ټايمز د ورځني ورځپاڼۍ و نه پيرودله.((بوش نه شې کولي خپل عدالت ته دوام او عراق ته د سپتامبر د ١١ نيټي پر خاطره رنګ ورکړي))دا نيغ په نيغه په ورځپاڼه کې ليکل شوي دي

تر وينا وروسته، د امريکي د کانګرس دموات غړو د بوش پر خلاف يوه ګډه نيوکه خپره کړي ده. سناتور ښاغلي جان کري چۍ د ولسمشري په تيرو انتخاباتو کې د ښاغلي بوش سيال کانديد ؤ، بوش پر دي تورن کړ چۍ د جګړي دپاره يي دريم دليل پيداکړ

لومړي دليل د ډله ايزي وژني د وسلو ؤ، دوم دليل د دموکراسي ؤ او اوس هم د ترورخلاف جګړه دريم دليل دي چي جوړيږي. خو زيات امريکاييان پوهيږي چۍ عراق ته د امريکاييانو له ورتګ دمخه دغه پراخ ترور چۍ نن په عراق شته ،نه ؤ. کله چۍ موږ هلته لاړو ترور مخ په زياتيدو شو ،د ښاغلي کري له وينا څخه