دامن که دډيورنډ جرگه؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکونکی : حبيب الله غمخور
رښتياويل ترخه اومشکل دی ،خوويل يې ايماني اووجداني اړتياده !

دوهمه برخه :
دجرگې تشکيل اوصلاحيت !
په لومړۍ برخه کښي وړاندوينه وشوه دجرگي دجوړېدو اوسمبالښت دکار کميسيون دښاغلي پير سيداحمد گيلاني په مشری جوړاوپه کار يې پيل وکړ.له بده مرغه په افغانستان کې هرڅه دتړلودروازوشاته ترسره کيږي ،ولس يوازي په پرېګړو خبرېږي ،له همدې امله ټولې هغه پرېکړې چې دولس له مشورې او خوښې پرته شوي وی هغوي ته دمنلو وړنه وي . په هغه وخت کښې بيا دولت ولس دياغېتوب تر بريده گرموي اوځان پر حق بولي ،ولي رښتيا بيابل څه وي يعني هر څه دولس دخوښي اوارادي خلاف وشي ځکه يې منل ورته گران ياناشونی کار وي .،همدا اوس يوځل بيادپرسه تکرارېږي ،داسي معلومېږي دهغې حياتې موضوع (دامن جرگې)په هکله چې دافغان ولس اوافغانستان په برخه ليک پوري اړه لري بېله دېنه چې څوک دهغې په هکله هراړخيزمعلومات ولري دجوړېدوکار روان دۍ . داجرگه چې زماپه گومان يوه ناکامه اونېمگړې جرگه به وي که چيري جوړه هم شي پايلې به يې دافغان ولس لپاره دقبول وړنه وي .
دچارواکوپه اصطلاح دامن جرگه نيغ په نېغه دافغان ولس په سرنويشت پوري اړه لري ،سره لدې چې دجرگې ددايرېدو لپاره لازم شرايط نه تر سترگو کيږي ،خو ويل کيږي چې دراتلونکي عيسوي کال په لومړيو درو مياشتو کي به جوړه شي ،متاسفانه تراوسه لا دجرگې په اړه لاند سوالونه بي ځوابه پاته دي :
۱/ دامن دجرگې اجندأ،وخت اوځاي تراوسه پټه ساتل کيږي .
۲ / دجرگې دحقو قي صلاحيت اومسؤليت په هکله هيڅ ډول څرگندونې ندي شوي ؛ زموږ دهيواد په اوسني اساسي قانون اومخکنيو قوانينو کښي دداسې يوې جرگې وړاندوينه نده شوې ،اونه هم دهغې دقانوني صلاحيت په هکله څه تر سترگوکيږي . داله واشنگتن نه راپيداشوې يوه نوې پديده ده .
۳ / دجرگي دسمبالښت کميسيون علمي اومسلکي پوهه ددي جوگه نده چي داکاردي لکه څنگه چې افغانان هيله لري پرمخ بوزي ..
۴ / دجرگي گډون کونکي ندي معلوم ،اونه پدغه جرگه کښي دگډون لپاره کوم طرزالعمل اعلان شوی يعني داڅرگنده نده چي څوک به پدي جرگه کې دافغاني لوري استازيتوب کوي . که هغه کسان چې د ټولي نړۍ دبشردحقوقوددفاع سازمانونه ورته گوت څنډنه کوي اوياهغه کسان چې همدا اوس له يوې خوا په دولتي ارگانو کښي دغښتلي موقف لري اوله بلې تر غاښوپه وسلو سمبال کسان پدي جرگه کې دافغاني لوري استازيتوب وکړي ،اياداډارنشته چې هغوي به دپاکستان ، ايران او سيمي داستخباراتي کړيو سره په تړاوکې ونشې کولاي بيله دهغوي له ارادې نه حرکت وکړي ،يوځل بيابه دافغانترنامه لاندي اوافغان پوسيله خپلې شومې پرېکږې پر افغان ولس وتپې ؟
په جرگه کې دگډون داسوالونه لاجوابه پاته دي :
الف : ددې جرگې برخه وال به دخلکو لخواټاکل کيږې ،اوکه دښاغلي کرزي لخوا انتصابېږي ؟
ب : که چيري پدغه جرگه کښي هغه کسان چي امريکايې دنيولو پر سر په ميليونوډالره انعام اعلان کړۍ دگډون علاقمندی ښکاره کړې ؟ ددې ستونځې دهوارۍ او نوروله دولت نه خوبدوډلودگډون په هکله دولتي پاليسي گونگه اوناڅرگنده ده. تر اوسه پدغه جرگه کښي دداډول کسانو اوډلو دگډون داړتيااوهغوي دهڅوني لپاره کوم څه نه ليدل کيږي . ددوي گډون دجرگې دسمبالوونکولخوااړين برېښې ؟ ددغو کسانوگډون به په جرگه کښې دنوروبرخه والو لپاره دمنلو وړ وی ؟پدې هکله نور سوالونه . . .
۵ / په واقيعت کې اوسنۍ جگړه افغان شموله ده ،پاکستان ، ايران اويوشمير نور هيوادو نه دمعينو اوپراتيفي تاکتيکونو اوموخوپر بنياد دخپلو گټودترلاسه کولو،دطالباورپکولپاره دلوژيستيکې اوفراراسانتياو،له نړيوالي ټولنې اوښاغلي کرزي نه دپښتنوخوابدی يو اوبالاخره ددغې سيمي دخلکو جگړايز اودپردونه منلوخصلت هغه لاملونه دی چي پاکستان ،ايران او نورعلاقمند هيوادونه غواړي امريکااو اروپا د افغانستان په (جنوبي اوشرقي سيمو) کې په همدغو خلکوگونډه،له ماتي سره مخامخ اووتلو ته اړباسي ؛که چيري دغې موخې ته درسېدو لپاره اړينه شي په حيرتان کښي به هم جگړه زورواخلي .
بنأ دامن په جرگه کښي دټولو ورڼوقومونو دپاکو،سپېڅلو پوهواوهوښياروکسانو چې دموضوع داهميت په لهاظ وکولاي شي دخپل هيواد له گټونه دفاع وکړي گډون اړين برېښې . دافغانستان دسياسي اوپوځی وضعي دڅېړلو امتيازهيڅ کوم مقام جنگسالار و،د تنظيمو مشرانواومحلي قوماندانانو ته ندی ورکړۍ ،دابې له استثنادټول افغان ولس حق دی ،بېله دېنه به جرگه ناوړې پايلې ولري .
۶ / دواړي خوا وي دامن جرگې دپرېکړو په پلي کوېدو دمکلف شميرلو په اړوند تر اوسه کوم ملي يانړيوال حقو قي سند نشته . دا معلومه نده چې څنگه اودکوم حقوقي ميکانيزم پر اساس کېداي شي دواړې خواې دجرگې دپرېکړوپه پلي کولو مکلف وبلل شي .
۷ / ددغې جرگې د پريکړوپر رښتيانی پلي کولو به کوم نړيوال سازمان نظارت کوي ؟
سوال دادۍ کله چې داکتبر دمياشتي په درې اړخيزه ناسته کښې دامريکادولسمشرجورج بوش لخوا پرويزمشرف اوښاغلي کرزي ته دامن دجرگې دجوړېدو هدايت کېده ،هلته دجرگې دپرېکړوپر عملي کيدو دنړئ دمعتبروسازمانولکه دملگروملتوسازمان او امنيت شورا دتظمين خبره مطرح شويده ؟ ښاگلی کرزی پدې هکله هيڅ خبره نه کوي .
پر جرگه اوپرېکړو دنظارت بڼه به څنگه وي ؟ که داوسنی حالت سره ورته يونظارت وي چې افغانان اونړيوال زبرځواکونه دواړه دپاکستان نه يوازي شکايت کوي او دژورنالستانو سره په مرکوکښي دلاسوهنواوناامنيو دراوستلو په اړوندگوت څنډنه کوي ، فکر کوم په هغه صورت کښي به دداسي جرگې جوړېدل دافغان ولس دعزاب عمر داوږدولومعنی ولری اوبس .
۸ / ددي جرگې پرېکړې به ددولتينو يعني افغانستان اوپاکستان دحکومتونو لپاره څومره دقبول وړوي؟
۹ / تر کومه ځايه چي دالويه جرگه نده که دهغو گنگوسو،په اصطلاح دسرچوک داوازواو غربي نشراتو له مخې داسي فکر کيږي په جرگه کې به دپاکستاني لوری دډيورنډ دکرښي دبرخه ليک ،يا دهغې په امتداددترهگرودتيرېدو دمخنيوی په پلمه داغزن ديوال اويامينونودښخولومسله مطرح شي،دافغاني لوري عکس العمل به څه وي ؟ پدي هکله جرگې ته دپرېکړنده خبرو واک چاورکړی دی ؟
ددې لپاره چي دامن دجرگې برخوال قانوني او حقوقي صلاحيت ولرونکی وي اړينه ده چې د مشرانو، ولسی جرگې اودولت داړونده ارگانومسؤلين (رئيسان) اوپه هيواد کښي دراجسترشويو سياسي گوندونومشرانو په گډون پراخه غونډه راوغوښتل سي ،پدي غونډه کښي تر هراړخيز علمي بحث اوڅېړنو وروسته دملي گټودساتلو په نمظور دجرگې گډون کوونکوته معين او اړين واک اوصلاحيت ورکړه شي . دهمدې گډي غونډې په پرېګړه کښي بايد واضح او څرگند ذکر شي چي دپرېکړې په وخت کښي دستونځو سره دمخامخ کېدو په حالت کې کيداي شي دامن دجرگې مشرتابه پورته ويل شوې گډي غونډي ته دلازمو مشورودترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړې . پدې صورت کښي به تر ډيره حده دتيروتنو او غولېدنې مخه نيول شوې وي .
۱۰ / په جرگه کې ددواړو خواو ددولتو دمشرانو گډون به دپرېګړې په پلې کولوهغوي مکلف وبولي ؟ پداسي حال کښي چې پدې ورستيو شپو او ورځوکې کله چې دپاکستان دبهرنيوچارو وزيرکابل ته وروستۍ سفر وکړ داسي يې څرگنده کړه چې په جرگه کښي به دولتي چارواکي گډون ونکړې،اودهغوي دگډون اړينه نه برېښي ،داسي خبري هم کيږي چې دامن جرگې دجوړېدو اوپه هغه کښي دپاکستاني دولتي چارواکودگډون په هکله يې کومه خبره نده کړې . که رښتيا هم دپاکستان ولسمشر په جرگه کښې گډون ونکړې دابه ددې معنی خولري چې پاکستاني چارواکي به ځانونه دجرگې دپرېکړوپه پلې کولو مکلف نه بولي .
دې ټکې ته هم بايد پاملرنه وشي چې ممکن پاکستاني لورۍ په جرگه کې دگډون څخه ډډه وکړي ،ځکه ددوي گډون به دافغانستان په اوسني کړکېچ کښي دپاکستان دمداخلوروښانه بېلگه وي . ځکه په جرکي گډون په خپل ذات کښي دلوري يا طرف مفهوم لري، په همدې دليل فکر نه کيږي چې پاکستاني چارواکي دي په جرگه کښي دگډون علاقه ولري . په هغه صورت کښي به جرگه يوطرفه اوبې مفهومه وي .
۱۱ / له بده مرغه دېرش کلن ناورين . جنگ جگړې اودقدرت پر سر زوروهنواوپه طبعي ډول مړينه افغان ولس له هغو قومې مشرانو نه کوم چې پخوا يې ورته قومې سپين ږيرۍ اومشر وايه تر ډيره برېده خلاص کړ . زه دانه وايم چې اوس سپين ږيري او مشران نشته ، شته ،خواوس په قوم کښي هغه څوک دقدروړدی او خبره يې منل کيږي چې زوراوزرولري . دارښتيا ده چې پخوا به يي هم درلودل ،خوبڼې يې فرق درلود ،اوس زوردټوپک او وسله والوکسانودرلودولوته وايي ،اوپخوا زور په قوم کې دنفوذ اوددولتي جگپوړو چارواکو سره په اړېکو کښي منعکس کېده . ځکه داخبره يوه اندازه تر سيوري لاندي راځې چې وويل شي په جرگه کې قومي مشران برخه اخلي . دډيورنډ دلعنتي کرښې سويلي خواته قومي جوړښت يعني په قوم کي دمشر اوکشر مقام ته زيات زيان ندی رسېدلئ او له بلې خوا تر اوسه هلته عنعنوي گوندونه هم تر زياتي اندازې پر قومي بنياد او اړېکوفعاليت کوي .داچي دوي به دپاکستاني دولتي چارواکو له لوري څومره صلاحيت او اعتبار ولرې ،ياڅومره په رښتياسره په افغانستان کې دامن دراوستلو پلويان وي ،بله خبره اويوڅه ترسوال لاندي مسله ده . اوس پرهغې موضوع بحث زماددې ليکني موخه نده . په يوکليمه دومره ويلاي شم چي ددوي قاطع دريزبه دافغانانوډيري سوتنزي حل کړيواي ،خو متاسفانه داسي گام تر اوسه ندۍ پورته شوی . ددې ترڅنگ په هغو سيمو کښي چې ځيني ورته نيمه خپلواکه سيمې وايي دپاکستاني استخباراتو ISI پلاس روزل شوو بنسټپالو گوندونو اوحلقو رول اوموقف ته جدي پاملرنه اړينه ده؟ دابه سياسي ساده گی وي منل شي چې پاکستاني چارواکي جرگې ته صادق اوپه افغانستان کې دسولي دتامين په منظور دجرگې دپرېکړوپلې کولوليوال دی؟ دې ټکي ته پاملرنه اړينه برېښې چې په جرگه کښي به پاکستاني لوری دخپلوطرفداروملکانو اوروحاني شخصيتونوپه گډون سره به په خپل ټول توان اوطاقت په خپله گټه دجرگې پر پرېکړو اثر وښندي .
۱۲ / تر ټولوحياتي سوال دادۍ چي په افغانستان کې دواسنيو ناکراريو،ځان وژنو ،ترور او اختناق مسؤلين اوملامت لورۍ دکرښې دواړو غاړو ته پراته قومونه دی ؟ ايادهغوي په ملاتړ،خوښه اوهڅونه داټول کارونه تر سره کيږي؟ اوکه ددې ټولو ناخوالو اوتېريو ترشا دپاکستان دحکومت اودهغوي داستخباراتي شبکولاس دۍ ؟ دعيني دلايلو اوبېلگوله مخې اوله بلې خوادمسلې تاريخي رېښې ته په کتوسره دايوڅرگند حقيقت دی چې پاکستاني واکداران دپاکستان دجوړېدو له هغه لومړۍ ورځي نه افغان ولس ته په ښه سترگه ندي کتلي ، زموږدهيواد په اوسېدونکو کښي ساده گان او کله کله اقتصادي مجبوريت اخيستی کسان پيداکوي اوزموږ په خاوره کې دجگړې اورپرې تازه ساتي ،دافغانانو اوياپه نړئ کښي دنوروشاته پاته هيوادو دنالوستو خلکو له پاکو مذهبي احساساتو نه ناوړه استفاده کوي ،پرشايي لاس ورتېروي او ورته وايي ورځه غزاده دجنت دروازې سمدستي ستاپرمخ پرانيستل کيږی؛ او هغه ساده هم دافکر نه کوې اويايي دېته نه پرېږدې چي فکروکړی که دومره ساده سړۍ جنت ته تلاي شي ؟ نوولي پخپله همداښاغلۍ نه غواړي چې جنت ته ولاړ سي ؟په حقيقت کې خودادنيا فاني ده ،که نن وي يا سبا انسان مرې اومرگ حق دۍ ،که جنت ترلاسه کول دومره ساده کاروي دتنظيمورهبران بايد تر ټولودمخه دخپلو اولادو اوخپلوانو سره يوځاي په ځان پوري بمان وتړي اوځان مرگی بريد دهرچاپر خلاف چې يې زړه غواړي تر سره کړې ،خو حقيقت داسي ندۍ داسياسي سوداگري ده په درواغو اوداسلام له مقدس دين سره په خيانت کولودا بېگناه اومعصوم انسانان دبل اوځان وژنې ته هڅوي ،خپل نازولي نوروهيوادوته دتحصيل اوژوند کولولپاره لېږې .
۱۳ / څرگنده اوترلمر روښانه حقيقت دادۍ تر څو چې دډيورنډ دکرښي برخه ليک دپاکستان په غوښتنه او خوښه نه وي ټاکل شوی ،اوله بلې خواد افغانستان په دولتي حاکميت کې برلاسی نه وي اوهرڅه ددوي سره په مشوره نه وي تر سره شوی ،دابه دمنلووړنه وي چي پاکستاني چارواکي دي زموږدهيوادپه کورنيوچاروکښي دپوځې اوسياسي لاسوهنو اومداخلو نه لاس واخلی .داجرگه په هرنام اونښان چي جوړېږي ددې جوگه نشی چې دغې ستونځو ته دپاي ټکی کښېږدي .
۱۴ / تاريخي ترخو تجربو ثابته کړېده چې پاکستان په هيڅ وجه په افغانستان کې حتا که دډيورنډ کرښه دسرحدي کرښي پونوم و منل شي ديوغښتلی ،دولسي ملاتړ برخمن،پرمختگ پلوي حکومت سره مخالف دی ،دپاکستان ټول هانداوتلاښ ددې لپاره دی چې په بغل کښي يو ضعيف اوغريب هيوادولري کله چې ځيني دولتي چارواکي اويانور په خپلو مرکو اوويناو کښي وايي ،غښتلی اوپرمخ تللۍ افغانستان دپاکستان په گټه دئ ماته خندا راشي ،نه پوهېږم چې دوي ځان اوکه نورغولويې ؟ داترلمر روښانه ده چي هيڅ يو هيواد هم په اقتصادي ،سياسي اوټولنيزو برخو کښي تر ځان پرمختللي هيواد سره چندان علاقه نلري . ښه اوروڼه بېلگه يې دسرمايداري دوستو هيوادو تر منځ دبرخو اوگټووېشلوپه وخت کښي داختلاف راڅرگندېدل دی .
دايوفلسفي اواقتصادي سوال دۍ څېړل يې موضوع پر بله خوا بيايي . بنأدعلمي اصل اوتاريخي دښمنيوپر بنياد ددي منل چې پاکستان دغښتلی اوپرمخ تللي افغانستان سره علاقه ولري لويه تيروتنه ده .
۱۵ / دافغانستان په مسله کښي اوس پر (( ۳۷ ))هيوادو سربېره دملگروملتو سازمان ،دامينت شورا اونور نړيوال سازمانونه راښکيل دي ، په هره اندازه چې په افغانستان کښي ژرتر ژره سوله اوامنيت ټينگېږي په هغه اندازه دپورته يادشوو سازمانونو ستونځی هوارېږي ،په همدې دليل ددغو سازمانو په ځانگړې توگه دملگروملتوسازمان او امنيت شورا چوپتيا ددي جرگې پر غوره توب او اغېزمن توب يې منفي تاثير کړۍ اوهغې ته اميدونه يي له ناهيلۍ يو و سره مخامخ کړې دي .
له بلې خوا دادۍ دجنوري په څلورمه دپاکستان صدراعظم شوکت عزيز دبې بې سي په حواله دډيورنډپرکرښه داغزن ديوال دجوړېدواويا مينودښخولوپر سردافغاني لوري سره خبروته کابل ته راروان دی ،سره لدې چې داهرچاته څرگنده ده ترڅوچې يو پښتون هم ژوندۍوي دااغزن ديوال اودمينوښخول به دپاکستاني چارواکو او استخباراتي جهنمي سازمان خوب اوخيال وي ،چي پر تر سره کېدل به يې دککرۍويني خوله ورسره کړی ، پاکستاني چارواکي په داډول ناکامه هلو ځلوتنها غواړي دخپلو بې شرمانه مداخلوددوام عمر اوږدکړی .
اوردلته په افغانستان کښي بل دی اولمبې يې اوس اوس دهرافغان تر کاله رسيږي ،کېداي شي ډير ژرددولتي چارواکوتر دفتروهم ورسېږي ،لازمه ده لومړئ دامن جرگې دجوړېدولپاره دملگروملتوسازمان ،امنيت شورا ،امريکا او اروپايي هيوادولخواپاکستان په جرگه کښي فعال اودسولي په گټه گډون اوبرخي اخيستني ته وهڅول يامجبورشي .اوپه دوهم گام کښې دجرگې په اړوندپورته ياد شوومسلوته په دقيقي پاملرني سره هوښيارانه گامونه اوچت شي . موږ دپاکستان پر خاوره تيرۍ ندی کړئ اونه موهلته پوځي لاس وهنه کړېده ،دادوي دی چي زموږولس پر ارامه نه پرېږدي . دازموږ حق دی دپاکستان اونړيوالو څخه په افغانستان کي دپاکستاني چارواکودهرډول اوپه هرنامه لاس وهنواومداخلومخنيوی غوښتنه وکړو.