د قبيلوی تفکر سره مخه ښه پکارده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محبوب خالد

موږ پداسی نړۍ کې ژوندکوو چې هغه په پرله پسې توګه په بدلون اوتغيير کې ده ،طبيعت يې پرونى طبيعت نه دى ، بشرۍ ټولنې يې پرونى ټولنې نه دی او کوم بدلونونه چې ددې نړى داوسيدونکو په تفکر کې منځته راغلۍ دهغۍ په هکله بحث کول په پوه يا دوو کتابونو کې نشی خلاصه کيداۍ ٠ خو موږ افغانان دا تغييرات نه وينو ، ځانونه نشو کولاۍ ددې بدلونونو سره عيار کړو او دزړو ، ورستو عادتونو اوقبيلوۍ تفکر سره مخه ښه وکړو٠ که يوشمير ګوندونه، انجمنونه اوفرهنګۍ بنسټونه جوړ کړی دۍ هر يو يې دا بنسټونه اودهغۍ غړۍ دنورو په پرتله غوره اوددرناوۍ وړ ګڼی ، هغوۍ دخپلو مشرانو او خيالۍ اتلانو څخه احمدشاه درانۍ ، غازۍ امان اله ، محمود طرزۍ ،ګاندۍ ،نهرو، اتاترک ، مانديلاجوړوی اودنورو نه داغواړی چې هغوۍ ته ددوۍ له عينکو وګورۍ او که نه نو هغوۍ خاينين دی اود نورو ډلوغړۍ دچا خبره په سړيو کې هم نه شميری اوددې ډول کسانو په هکله دپښتو دا شعر چې :
که څوک تله دانصاف په لاس کې درکړی
خپل ټټو او دبل آس به برابرکړې
پوره صدق کوی ٠
په متمدنه نړى کې ديوه هيواد په ولسمشر انتقادونه کيږی حتۍ دهغې کاريکاتورونه ايستل کيږی خو څوک انتقادکونکو او کاريکاتور ايستونکو ته څه نه وايی ،په لويديځ کې نن يو سياستوال ددۍ سازمان غړۍ دى سبا بل ګوند ته ځی خو دهغو په هکله څوک څه نه وايی او هغې ته په پرونى سترګه نه ګوری ، اروپا چې خپل سرحدونه له منځه وړې او نن سبا به ديوه اساسی قانون له مخې لکه ديوه هيواد په شان ژوند پيل کړی ٠ خو موږ داسې نه يو ځانونه پدې يا هغۍ قوم پورۍ تړو اودنورو په پته ناروا تبليغات يو عادۍ کار ګڼو، که چا زموږ دډلۍ دغړۍ يا خيالۍ اتل په باب څه وويل يا وليکل چې په هغۍ کې دسپکاوۍ کومه خبره هم نه وۍ نو بيا محشر جوړ شی ددې خبرې دويونکۍ اوليکونکې په پته درکيکو الفاظو سربيره هغه دجنايتکارانو او خاينينو په قطارکې دروو٠ موږ ديوه چا په هکله دهغۍ دننى موقف ، ننۍ دريځ او خبرو پر بنسټ نه بلکه دپرونۍ تعلقاتو پر بنا قضاوت کوو او دا قضاوت هم داحساساتو او عقدې پر بنسټ ولاړ دى اوداسې نور٠٠٠
دا پورته څوکرښې مې دمقدمې په توګه دهغۍ ليکنې په هکله وکړۍ چې د (( از کاسه تا نيم کاسۀ آقاۍ انجينر زکريا )) نوميږۍ چې دافغان - جرمن په سايت کې خپره شوۍ ده ددې ليکنې محترم ليکوال ( يارګل آصفۍ ) لدۍ کبله پر محترم زکريا قهريدلۍ دى چې هغېه دهغۍ نړيوال کنفرانس په هکله چې څه موده مخکې دهالند په هيواد کې د( فارو ) پر نوښت جوړ شوۍ وو او موضوع يی ( په افغانستان کې دسولې اوثبات دټيګښت ٠٠٠) وه خپل انتقادۍ نظريات خپاره کړۍ ووچې په هغې کې نه چا اونه کومې ډلې ته سپکاوۍ شوۍ وه اونه داسې څه خپاره شوۍ وو چې دچا دخپګان او غصۍ سبپ شی ٠ که څه هم زه دښاغلۍ زکريا دټولو څرګندونو سره همفږۍ نه يم او په ځينو مواردو کې ورسره مخالف يم خو دا مخالفت ددې معنې نلری چې زه هغې ته بد اورد ووايم ، زه دهغۍ په ليکنه کې ملۍ اووطنۍ احساس وينم چې دخپل هيواد اوسنى حالت هغه څومره ځوروۍ او ددې حالت څخه دوتلو په فکر کې دى هغه دهغو پوځې عملياتو اوبمباريو څخه انديښمن دى چې دناټو لخوا په افغانستان کې تر سره کيزۍ چې په هغې کې بيګنا افغانان وژل کيږۍ اودکنفرانس په ګډون کونکو دا غږ کوۍ چې (( هاګ او يا برکسل ته ولاړشو اوهلته غذايی اعتصاب اعلان کړو اوترڅو رسمۍ ژمنه نه وۍ سوۍ ، چې دغه بيځايه بمبارۍ اودبيګناه خلکو وژنه به دريږی دغه اعتصاب ته به ادامه ورکوو ٠ خو هيچا غوږ ونه ګراوه ځکه چې موخه دستونزې حل نه بلکې خپلو اهدافو ته رسيدل وه )) ٠ اوس دښاغلۍ يارګل څخه دا پوښتنه کيږۍ چې تاسو انجينرزکريا پدې تورن کړۍ چې داوسنې دولت څخه ملاتړکوۍ ترڅو کوم مقام ورکړۍ او تاسې خپل هيواد دخپلواکى او آزادۍ څخه محروم ګڼې اوليکى چې (( ٠٠٠ استخوان سر وسينه مردم همه روزه بوسيلۀ امپريالزم٠٠٠خورد ميشود )) ولې مو دښاغلۍ زکريا دې وړانديز ته مثبت ځواب ورنکړ اودهغې تر شاه ونه دريدى ؟ آيا تاسو کومۍ چوکى ته سترګې نيولې دۍ که هغه ؟ دا کار تاسې اوستاسو فارويی انډيوالانو لدۍ کبله ونکړ چې دکنفرانس مشرى د(( امپريالزم )) نږدۍ دوست هيواد دهالند استازۍ کوله چې هلته يې پوځيان شته او دهغې الوتکې په افغانانانو بمبارى کوۍ دخپګان او غوصۍ سبپ نشۍ او تروريست مه ونه نوموی دا ځکه چې پريزدنت بوش ويلې وو څوک چې زموږ سره نه دۍ هغه دتروريستانو سره دی ٠ تاسې که په رښتيا دوطن اوسنۍوضعيت دزغم وړ نه ګاڼه پکار وه چې دبيګنا افغانانو دوژل کيدو دمخنيوۍ په خاطر مو داعتصاب کولو لپاره ځان چمتو کړۍ واۍ دا چې تاسو او ستاسو انډيوالانو دا کار ونکړ دا ښيی چې کنفرانس دافغانستان دستونزو دحل لپاره نه بلکۍ دګروپۍ او شخصۍ اهدافو اوغرضونو په موخه جوړ شوۍ وه او داهم بيځايه هلې ځلې نه وې چې دنورو وطنوالو دګډون مخه ونيسى ترڅو يوازې خپل همفکران هغې ته راوبولى او چا چې ستاسو دا نيم کاسۍ را بربنډۍ کړۍ او په انترنيټۍ پاڼو کې يې ليکنې خپرې کړې هغه مو دجنايتکارانو او دبشر دحقوقو څخه سرغړونکۍ ونومول يا للعجب !که چيرۍ تاسو دانجينر زکريا دڅرګندونو سره مخالف وى او هغه مو موجه نه ګڼلې پکار وه چې دتخريبۍ مشاجرې او دتورونو دلګولو پرځاۍ دوستانه بحث ته ملا تړلې واۍ ٠ نه داچې قلم دغشۍ اوټوپک په شان استعمال کړی ٠ زه نه غواړم دښاغلۍ يارګل آصفۍ پر ټوله ليکنه څه وليکم که څه هم ډير شيان شته چې پرې خبرې وشی خو غواړم يوازې دهغې دليکنې پر دوو ټکو رڼا واچوم :
لومړۍ : هغه دکنفرانس دجوړيدلو موخه جوړجاړۍ اوملۍ تفاهم ګڼی چې په هغې کې دافغانۍټولنې دمختلفو فکرې تمايلاتو اوعقايدو استازې ور بللۍ وو٠ خو عملا څرنګه چې مخکې هم وويل شول ډيرو کسانو ته دکنفرانس سمبالونکو دګډون امکانات برابرنکړل چې دۍ ښاغلۍ آصفې دادعا نا سموالۍ څرګندوی داچې دکنفرانس موخه تفاهم وه يا نه ؟ زه نشم کولاۍ خپل نظر څرګند کړم خو دا ويلۍ شم چې دښاغلۍ آصفۍ ليکنه دا تريخ حقيقت بيانوۍ چۍ دى دتفاهم او جوړ جاړۍ سره او دمختلفو نظرياتو درلودونکو افغانانو سره دګډکار اوهمکارى ليوال ندۍ او لا تر اوسه دسړې جګړې ددرانه پيټى لاندۍ روان دى ، نور ورته بد ښکارۍ او ځان اودده عقيدتۍ او سازمانۍ انډيوالان دافغانستان يوازينۍ خادمان دی ٠
دوهم : ښاغلۍ آصفۍ دمحترم زکريا ليکنې داسې عصبۍ کړى دى چې په ليکنه کې يې دموضوعاتو تسلسل له منځه تللۍ ،ضد اونقيضې څرګندونې چې يو بل نفۍ کوی ، رښتيا او درواغ يې دخپلو څرګندونو داثبات لپاره راوړۍ چې ليکنه يې بيخونده کړۍ خو هدف يې دادى چې دښاغلۍ زکريا ليکنه بې ارزښته وښيی او دهغۍ شخصيت ته سپکاوى وکړی ٠ دهغې دليکنې دضد اونقيض خبرو داثبات لپاره دده لاندې جملو ته ګوته نيسم (( دولت افغانستان وامريکا ييها با طالبان وحزب اسلامۍ درمذاکره اند وميخواهند آنهارا در حکومت سهيم بسازند دريک کلام کشور را در پرتګاه نيستۍ ميبرند )) بيا اضافه کوی : (( درکشور ما برعلاوه آنکه آزادۍ واستقلال وجود ندارد ، استخوان سر وسينه مردم همه روزه بوسيلۀ امپريالزم ، عما ل تروريست بين المللۍ آن وجنګ سالاران خورد ميشود )) ٠ که چيرۍ پورتنيو دوو جملو ته ځير شو وينو چې هلته څرگند تضاد موجود دى پدې معنۍ چې په حکومت کې دطالبانو او حزب اسلامۍ شريکول هيواد نيستى ته بيايی که هغوۍ په قدرت کې شريک نکړل شی څرنګه چې اوس دی نو کارونه دهيواد په ګټه دۍ او دا اوسنۍ دولت چې دکومو ډلو نه جوړ شوۍ دى دمنلووړ دولت دى ٠که څه هم دۍ هيواد آزاد اوخپلواک نه ګڼۍ که چيرۍ هيواد آزاد او خپلواک نه وۍ څه فرق اوتفاوت دى چې کومې ډلې داشغالګرو دتالۍ څټو او لاسپوڅواوديوې وسيلې رول ولوبوۍ او دهيواد اصلۍ واکداران خو اشغالګر دۍ نه موچودې ډلې او که طالبان يا بل څوک په حکومت کې شريکيږۍ کوم بدلون نه راځی ٠ که چيرۍ افغانستان آزادۍ نلرۍ دا خبره جوته ده چی که هلته دجمهورۍ رياست يا پارلمان ته انتخابات شوۍ هغه منطقا آزاد انتخابات نه وو او داشغالګرو تر نظارت لاندې ترسره شوۍ او هغوۍ خپل کسان چې دهغوۍ دګټو ساتندوۍ او دهغوۍ لاسپوڅۍ وی جمهورۍ رياست او پارلمان ته ليږلۍ دی نه ددې وطن رښتينې زامن تر څو خلکو او هيواد ته خدمت وکړی نو پردې اساس آغلۍ ملالۍ جويا هم داشغالګرانو په خوښه پارلمان ته لاره پيدا کړيده ، هغه هم مستقله کانديده نه ده نو څرنګه ښاغلۍ آصفۍ هغه ددې ولس رښتينې استازۍ ګڼی او دخپلۍ مقالۍ زياته برخه يې دهغۍ صفت ته وقف کړې ده ٠ هغه پخپله ليکنه کې مجاهدين دکابل سوزونکې شميرۍ خوبيا په بل ځاۍ کې دوخت ددفاع دوزير جنرال شهنواز تڼې منفې رول ته ګوته نيسی چې دجلال آباد په جګړه کې يی مجاهدين وټکول اووځپل چې دا نو يو خيانت وه که مجاهدين دکابل دښارسوزونکۍ وی ( رښتيا هم چې کابل دمجاهدينو دخپل مينځۍ جګړو په ترڅ کې وسوزول شو اووران کړل شو خو ددې کار پړه په مجاهدينو او عام ولس نه بلکه دتنظيمونو پر مشرانو ده ) او که په هغۍ وخت کې دوۍ نه واۍ ټکول شوۍ جلال آباد به يی هم سوزولۍ او وران کړۍ وو
نو پردۍ اساس د شهنواز تڼۍ ملامتول معقول نه بريشی بل دا چې په هغه وخت کې نور دجهاد مفهوم له منځه تللۍ وه روسان د افغانستان څخه شړل شوۍ وو اودوخت دولت دمخالفينو سره دسولۍ او پخلاينۍ پروګرام عملۍ کاوه او دسترګووړ برياوې يې محسوسې وې دجګړې پر مخ بيول دافغانانو په ګټه نه بلکه ددښمنانو په ګټه وو او دخبره هم غواړم يو ځل تکرار کړم چې ښاغلۍ آصفۍ پخپله ليکنه کې رښتيا اودرواغ سره يو ځاۍ کړۍ تر څوخپل احساسات چې دنورو سپکول ، بدنامول دۍ څرګند کړۍ چې يو درواغ يی دادی چې ګواکې شهنواز تڼۍ داوسنۍ پارلمان غړۍ دى هغه څه چې څرګند درواغ دی او موخه يې داده چې خلقيان کوم چې دى ورسره کينه اودښمنۍ لری پخپلو جعلياتو سره بدنامه کړی ٠ دخلقيانو په هکله غواړم دا خبره وکړم چې هغوۍ يولړ غلطيى او اشتباهات کړۍ چې هيڅوک سترګې نشی پر ې پټولاۍ چې يوه يی دمخالفينو سره دزورزياتى څخه کار اخيستنه ددوۍ دواکمنى هغه منفۍ چلند دى چې خورا ناوړه پايلۍ يې لرلۍ خو يو شۍ چې ددې ډلې ځانګړتيا ښيی هغه داده چې هغوې دپرديو دلاس وسيله نه وو او خپلواکه سياست يی چلاوه چې په وروستنې تحليل کې دې سياست دهغوۍ سر وخوړ او روسې اشغالګرو ددوۍ واکمنى ته دپاۍ ټکۍ کيښود او پرځاۍ يې خپل مزدورا ن ( پرچميان ) پر هيواد واکمن کړل چې البته دهيواد اصلۍ واکداران روسان وو٠
دخپلې ليکنې په پاۍ کې دخپل هيواد دقلم اونظر دخاوندانو نه دا هيله لرم چې ډله ايزې رسنى دتخريبۍ مشاجرۍ او دتهمتونو اوتورونو دوسيلې په توګه نه ،بلکه هغه دافغانانو تر منځ دتفاهم او جوړجاړې په توګه وکاروی ترڅو يی درښتيو روڼ اندو رسالت تر سره کړۍ وی ٠
يادونه : دا ليکنه مې دجنورۍ په نهمه نيټه دافغان- جرمن ، بينوا او د٢٨- اسد ويب پاڼو ته چې هلته دښاغلې زکريا ليکنه خپره شوې وه دخپريدو لپاره استولې وه يوازې د٢٨- اسد په پاڼه کې خپره شوه خو نوموړو دوو پاڼو هغه خپره نکړله ٠ موږوينو چې اکثريت افغانۍ ډله ايزۍ رسنى او په تيره ويب پاڼې د خپلواکه ، آزاده او ناپييلو رسنيو نارې سورې وهۍ خو وينو چې دا آزاده رسنى هغه مقالې چې ددوۍ په مزاج برابرۍ نه وۍ دهغو دخپرولو څخه ډډه کوی او دنه خپرولو علت هم دنوموړې ليکنې ليکونکۍ ته نه رسوۍ له همدې امله ما دا ليکنه ددعوت ، آريايی ، تل افغان ، ټول افغان ، سپرغى ، هيواد ، ګفتمان او خوست ويپ بانو ته دنشر لپاره وليږله ترڅو وګورو چې ددې پاڼو درانه چلونکې لکه د بينوا او افغان - جرمن پاڼو په شان داليکنه پخپل شخصۍ آرشيف کې ساتۍ يا هغه خپروی ٠ جرمنۍ
١٣ - ٠١ - ٢٠٠٧