دعراق په اړوند د امريکې د دولت نوې تګ لارې ته يوه کتنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهيز

د امريکې ولس مشر بوش ونه شو کولې د خپلې وروستې وينا دلارې د امریکاييانو باور تر لاسه کړې. ګڼ شمير امريکاييان په دې باور نه لرې چې ددوې ولس مشر جورج ډبليو بوش کولې شې د عراق په اړوند يو سم دريځ غوره کړي او سمه پريکړه وکړې، نظر سنجونې ښيی چې له هرو دريو تنو څخه دوه تنه باور نه لري چې د امريکې اولسمشر به د عراق د ستونزې د حلولو وس ولري. د س. ب. اس د تلويزيوني شبکې د نظر سنجونې له مخې يوازې ۲۳ فيصده امريکاييان د بوش ملاټړکوي د څلور کاله چګړې وروسته چې په ترڅ کې يې څه دپاسه ۳۰۰۰ امريکاييانو خپل ژوند خپل ژوند دلاسه ورکړ، حالت تر پخوا لا زيات ترينګړې اوپيچلې ښکاري. د عراق په هکله دهغه شل دقيقه ای تلويزيونې وينا د خلکو په ذهنونو کې د هغه په ګټه کوم مهم بدلون رامنځ ته نه کړ. هغه او دهغه حکومت هڅه وکړه د يوې پراخ پروګرام په وړاندې کولو سره خپل شکمنه ټاکونکې او د دموکراتانو په مشرې د نوې ګانګرس مشران پر دې قانع کړې چې عراق ته د نور ۲۱۵۰۰ کسيزه پوځ په استولو سره به په حالاتو کې مثبت بدلون رامنځ ته شي.
د امريکې اولسمشر په خپلې دغه پريکړې سره جې عراق ته به نور ۲۱۵۰۰ تنه زياتي عسکر استوې په حقيقت کې جګړه نوې پړاو ته واړوله چې د هغې له امله به د عراق سياسي او پوځې حالات نور هم خطرناکه او لا ويجاړ شي.
ښاغلې بوش خپله وينا په يوه ټاکلې لهجه چې تر پخوا ډيره نرمه او مايوسه وه، واوروله. په دغه وينا کې د هغه لهجې له پخوا زيات توپير درلود پخوا به هغه د هرومرو برې خبرې کولې او په ټول منځني ختيځ کې يې د دموکراسې د پراختيا زيرې ورکاوه. ددی خلاف په دغه وينا کې هغه د ترور او تروريستانو د خطر په هکله چې هيڅ ډول وجدان نه لري خبردارې ورکاوه.
هغه په خپلو خبرو کې وويل:« که زموږ ستراتيژي په هغه ډول چې پلان شوې کار وکړې بیا هم به تاو تريخوالی او ګډوډي روانه وي او عراقېانو او امريکايېانو ته لا نوره زياته مرګ ژوبله په مخ کې ده.» هغه چمتو والې وښود چې د وسله والو بانډونو د ځپلو دپاره به پوځونه لارو او کوڅو ته واستوي. هغه دې ته هم چمتو دې څو هغو سيمو ته هم پوځيان واستوې له کومه ځايه چې د ايتلاف نور غړې هيوادونه په بيړې سره خپل پوځونه باسي او کيدې شي چې دهغو په وتلو سره ددغو سيمو امنيت له ګواښ سره مخامخ شي.
د زياتو سياسې شننکو په اند، دا دواړه دندې تر هغې زيات خطر ناکه تماميدې شی کوم چې تر اوسه ۱۳۰۰۰۰ امريکايې پوځيانو تر سره کاوه. بوش تاکيد وکړ چې ده ته پرته له دې بله لاره نشته. پخوا د ځواکونو د تدريجې ايستنې وړانديز کيده خو اولسمشر دا کار د حل يو غير مسوولانه لاره بولي دهغه په اند به دا کار عراق په يو ژور کړکيچ اوګډوډۍ کې ډوب کړي او هلته به بې شميره خونړۍ پيښې رامنځ ته شي او ان دغه کړکيچ به ټولې سيمې ته خپور شي. نو ځکه مخکې له دي چې له عراق څخه د امريکايې پوځونو د وتلو په هکله د امريکاييانوغوښتنه پوره شي، لومړې بايد هغوې دا ومني چې د جګړې سيمې ته نور زيات پوځيانو واستول شي. خو د رسنيو په حواله يوازې ۲۰ فيصده دې ته تيار دي څو ددغه وړانديز ملاتړ وکړي. داسې هيڅ نښې او نښانې نشته چې وښايې د خلکو په عمومې نظر کې له دغه وينا وروسته کوم څرګند بدلون رامنځ ته شوې . خو يوه خبره څرګنده ده چې دغه نوې کړنلاره به، د نوې غوره شوې کانګرس سره چې دموکراتان پکې غوڅ اکثريت لري د يو تاريخې ټکر سبب شي.
دداسې يو ټکرڅخه دمخنيوې امکان نه شته په تيره بيا اوس چې يوې خوا اولسمشر په خپله پريکړه کې د پارلماني ټاکنو پايلې له پامه وغورځولې او د بلې خوا يې د تکړه اوو تلو سياست پوهانو د ډلې چې په سر کې يې بيکرـ هملتون ځاې درلود، څيړنيز رپوټ باطله دانۍ ته ګوزار کړ. هغه جنرالان به هم ځانونه ګوښه شوې احساس کړي، چې غوښتل يې د عراق د صدراعظم د پلان له مخې د بغداد امنيتې چارې عراقي پوځيانو ته سپارل شي. د عراق صدراعظم په هغو سيمو کې چې زيات وګړي لري د عراقي پوځيانو د ځاي پرځاي کولو پلوي او غوښتنه لرله او د بهرنيانو شتون يې په دغو سيمو کې د خپلې اتوريتې په زيان باله. خو اوس ددې خلاف داسې يوځاې ته چې له وسله والو جنګياليو او ځان وژونکو ډک دی د نور ۱۷۵۰۰ تنه پوځيان استول، نه يوازې يو خطرناکه پوځې چلند دی بلکې له سياسې پلوه هم زيات ستونزمن کار دی ځکه بوش هيله مند دې چې خلک به ده ته ددې وخت ورکړې څو دي خپل دغه تګ لاره ترسره کړي او نوې کانګرس به دده د اړتيا وړ بوديجه ومنې او په هغې کې به هيڅ کموالې نه راولي. دی د خپل دغه پروګرام د تر سېه کولو دپاره ۶،۸ ميليارده ډالرو ته اړتيالري او د بيا جوړونې او کار په برخه کې ۱،۲ ميليارده ډالرو ته اړتيا لري.
خو دا خبره هم د پاملرنې وړ ده چې دموکراتانو ونه شو کولې يوه څرګنده کړنلاره د الترناتيف په توګه وړاندې کړي چې له عراق څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو او په عراق کې د سولې او ثبات سبب شي ددې خبرې مانا داده چې ولسمشرد دوو غوراويو تر وړاندې ولاړ ؤ: يا روانې پاليسې ته دوام ورکړې او يا خپله دغه نوې ستراتيژې وکاروي.
کانګرس ددې واک لرې چې د اولس مشر واکونه لږ کړې خو بيا هم اولسمشرتر ټولو لوړ مقام دي او د کنګرس پريکړې به يوازې د يو سياسې چلند په اډانه کې پاتې شي.
په دې خبره هم زيات باور نشته چۍ خلک به اولسمشر ته د چارو د پوره تر سره کولو دپاره زيات او د اوږدې مودې وخت ور کړي او که نه؟
په دغه وينا کې د وخت داسې يو پروګرام اعلان نه شو چې کوم کارونه به څه وخت ترسره کيږي يوازې وويل شوه چې د عراق حکومت بايد ځنې کارونه ترسره کړې خو دا ونه ويل شوه چې امريکايې ځواکونه به کله له عراق څخه وځي يوکال، دوه کاله او یا درې کاله وروسته!

په وينا کې د تيروتنو يادونه وشوه. د بيلګې په توګه: کله چې يوه سيمه له مخالفينو پاکه شوه د هغې د ساتلو دپاره لږ شمير امريکايې پوځيان وګمارل شوه. هغه وويل چيرې چې تيروتنه شوې د هغه مسوليت منې، دا د يو داسې سړې د خولې خبره ده چې هيڅکله يې د تيروتنو خبره نه کوله.
د تيروتنې يادونه په کار وه څو په دې ډول امريکاييان قانع کړې چې اوس يوه نوې کړنلاره په مخ کې ده او هر څه به سم شې او دا يوازې تشې د کاغذ پرمخ څوخبرې نه دي.
د تيروتنو او دهغو د پايلو په هکله شميرلي مالومات ورنه کړې شوه. د حالاتو د ريښتنې انځور پر ځاي د حالاتو په هکله زيات مثبت نظر څرګند شوې. د بيلګې په توګه پخوا به ويل کيده چې زيات شمير عراقيان د ښکيلاکګره ځواکونو څخه په عراق کې ديو دموکراتيک دولت د رامنځ ته کولو په خاطر ملاتړ کوې. خو اوس دا خبره مني چې دا يتلاف ځواکونه په عراق کې د خلکو باور د لاسه ورکولو په حال کې دي.
په دغه وينا کې ددې پرځاې چې د عراق د حالاتو په هکله د څيړنې د ډلې وړانديزونه د راتلونکې ستراتيژې په توګه غوره شوې واې چې بې له شکه دغه کار به د يوې مودې دپاره ددولت څخه د پراخ ملاتړ سبب شوې وای، ښاغلې بوش خپله طرحه رامخ ته کړه.
د ايران او سوريې سره د ګډې همکارې په اړوند هيڅ ونه ويل شوه. ددي خلاف په ډاګه ګواښ وشو چې دغه دواړه هيوادونو ته به د عراق په چارو کې د لاس وهنې له امله سخته چزا ورکړې شي. ددي ګوښ د ملاتړ دپاره به سيمې ته جنګې بيړې واستول شې. له دغې وينا وروسته د ايران سره کړکيچ لا ژور شوی دي. د ايران دولت په بري سره په سيمه کې د رامنځ ته شوې کړکيچن حالت څخه په ګټې اخيستو سره خپل اغيز په سيمه کې پراخوي چې د راتلونکو بحرانونو، ټکرونو او سياليو سبب به شي.
د بوش د طرحې سره نه يوازې دموکراتان مخالفت کوې بلکه د جمهوريت غوښتونکې ګوند يو شمير پيژاندلې څيرې هم مخالفت کوې، ډير سخته نيوکه د جمهورې غوښتونکې ګوند د سناتور چاک هګل له خوا د بهرنيو چارو د وزيرې رایس د رپوټ د آوريدو په وخت کې تر سره شوه، هغه د اولسمشر بوش اوسنۍ پريکړه د ويتنام له چګړې وروسته تر ټولو لويه او خطرناکه تير وتنه وبلله. زياتو پيژندل شويو جمهورې غوښتونکوڅيرو په ډاګه څرګنده کړه چې دوې د اولسمشر له پريکړې ملاتړ نه کوي. ددغو نيوکه کونکو سناتورانو له ډلې څخه دوه يې په راتلونکې کال کې د اولسمشرې د ټول ټاکنې د پاره هم نومول شوې دي، له درې نومول شويو کسانو څخه د يو په هکله ويل کيږې چې نوموړې به په ټول ټاکنو کې د جمهوريت غوښتونکې ګوند له خوا ټول ټاکنو ته ونومول شي. دغه درې تنه باور لري چې د پوش د اولسمشرې وخت په تيريدو دي.

« راتلونکې کال د زياتې حوصلې، قربانۍ او پريکړنده توب غوښتنه کوي» دا د اولسمشر بوش څرګندونې دي. د هماغه اولسمشر چې په ۲۰۰۵کال ددسمبر په ۱۸ نيټه يې په يوه بله لهجه ويلې ؤه چې کړکيچ او اړو دوړ په دې مانا نه دی چې امريکا به جګړه بايلي، زموږ ځواکونه په عراق کې د بري په لور روان دي. خو اوس کله چې هغه دغه وينا کوله هغه تر بل هر وخت زيات ځانته پاتی دي.